لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: د اختر وروسته ډزبندي ماته شوې او جنګ بیا تود شوی دی


په افغانستان کې د اختر د درې ورځو ډزبندۍ وروسته، د اتوار/یکشنبې په سهار وختي د حکومتي ځواکونو او طالب یاغیانو ترمنځ بیا تشدد زور واخیست. تر دې وړاندې په روژې میاشت کې هم هلته تشدد سېوا شوی و خو کله چې د اختر ورځو دپاره طالبانو او حکومت ډزبندي اعلانه کړه، نو ډېری افغانانو هیله ښودله چې دا ډزبندي پسې وغځيږي.

د افغانستان پوځ د دې خبرې پخلی کړی چې عسکرو یې د هلمند سرښار، لښکرګاه ته نږدې سیمو کې "جارحانه، صفاکارانه او د ترهګرۍ ضد" عملیات پیل کړي دي. پوځ زیاتوي چې په دې نښتو کې لږ تر لږه شل (۲۰) طالبان مړه شوي چې په کې د طالبانو یو لوی کمانډر هم شامل دی.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې د اختر په ختمېدو، طالبانو ډزبندي ماته کړې او د لسو نه په زیاتو ولایتونو کې یې جګړه پیل کړې ده.

تر دې وړاندې د خالي/شنبې ورځې په ماښام افغان صدر محمد اشرف غني د ويډیو کنفرانس د طریقه، د افغان پوځ له کمانډرانو سره خبرې وکړې او د ډزبندۍ نه وروسته حالاتو باندې یې بحث وکړ.

د صدارتي دفتر د بیان تر مخه، ولسمشر غني په دې خبرو کې وویل: «که طالبانو ډزبندي ختمه کړه او جنګ یې شروع کړ، نو په کار ده چې تاسو د خپل وطن او د خپلو خلکو دفاع ته آماده اوسئ.»

بل اړخ ته طالب چارواکو په افغانستان کې د ډزبندۍ نه وروسته عملیاتو باندې کومه تبصره نده کړې او نه یې په هلمند کې د حالاتو په هکله څه ویلي دي.

که څه هم د طالبانو او افغان حکومتي ځواکونو ترمنځ د افغانستان په زیاترو ولایاتو کې جګړې روانې دي، مګر هلمند په دې وروستیو هفتو کې د سختو جګړو او تشدد ډګر پاته شو. په روژې میاشت کې حکومت وویل چې طالبانو کوشش وکړ د هلمند مرکز لښکرګاه باندې قبضه ولګوي، مګر پخپله وځپل شول او د سر درانه زیانونه ورواووښتل. طالبانو تر دې وړاندې یو ځل په ۲۰۱۸ کې د اختر دپاره ډزبندي اعلان کړې وه او یو ځل یې هم په دې اختر کې اعلان کړه. افغان حکومت اکثرآ د اختر په ورځو ډزبندي اعلانوي او په طالبانو یې هم ټینګار کړی چې دایمي ډزبندي دې وکړي، خو طالبان یې نه مني.

دا ځل د اختر په درېیو ورځو کې په عمومي توګه آرامي وه، مګر بیا هم د تشدد ځیني پېښې ولیدل شوې. د اتوار/یکشنبې په ورځ حکومت او طالبانو یو بل د ډزبندۍ په خلاف ورزۍ او د عامو خلکو په وژنه تورن کړل.

د تېرې جمعې په ورځ کابل ښار ته نږدې شکردره کې د یو مسجد دننه بمي چاودنه وشوه چې د ملا امام په ګډون، ۱۲ لمونځ کوونکی پکې ووژل شول.

د هغې چاودنې ذمه واري داعش ډلې په غاړه واخیسته او دا یې هم وویل چې کابل ښار ته د بجلۍ ستنې هم دوی الوځولې دي چې له امله یې په سرښار کې زیاتې سیمې تیارې شولې.

د خارجي عسکرو د انخلا بهیر

د طالبانو مرکچیانو د جمعې په ورځ د حکومت له مذاکراتي ټیم سره په قطر کې لیدلي دي. د دې لیدنې وروسته، دواړو اړخونو بیان ورکړی او ویلي یې دي چې د اختر نه پس د امن بین الافغاني مذاکراتو د بیا پیلولو او تېزولو دپاره یي وعدې تازه کړې.

د یادونې وړ ده چې له افغانستانه بهرني قواوې په راوتو دي او ټاکل شوې ده چې سږ کال تر ستمبره پورې ټول بهرني عسکر چې دوه نېم زره یې امریکاییان دي، له افغانستانه ووځي. اوس مهال افغانستان کې جنګ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دی.

امریکاییان کرار کرار له خپلو اډو وځي. افغان حکومت د جمعې په ورځ وویل چې امریکاییانو خپله دویمه لویه پوځي اډه هم دوی ته وسپارله او دا لړۍ په کامیابۍ سره مخ ته ځي.

چین او پاکستان د خالي په ورځ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له افغانستانه د خارجي قواوو انخلا باید ذمه وارانه وي. د چین خارجه وزیر د پاکستان له خارجه وزیر سره په ټلیفوني خبرو کې وویل چې «له افغانستانه د امریکایي قواوو په بېړه یا جلدبازۍ وتل، د افغانستان داخلي امن پروسه کلکه متاثره کړې ده او د سیمې په استحکام یې هم منفي اثر غورځولی دی.»

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG