لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان په کرکټ کې انگلینډ ته وبایلله، خو په فوټسال کې سیمي فاینل ته ووت


د افغانستان د کرکټ ټیم په برطانیې کې د ورلډ کپ په روانو سیالیو کې، نن د انگلینډ نه د 150 منډو په توپیر، ماتې وخوړه خو ټول آورونه یې پوره ولوبول.

بل خوا ته په ایران کې، د ایشین فوټبال کنفډرېشن لخوا چې د فوټسال U-20 لوبې روانې دي، په هغو کې بیا افغانستان نن ټهائي لېنډ ته ماتې ورکړه او سیمي فاینل ته ووت.

د کرکټ په لوبه کې، انگلېنډ لومړی بټینگ وکړ او د 397 منډو په جوړولو سره یې، افغانستان ته د 398 جگ هدف وټاکه. په دې کې د انگلېنډ لوبغاړي پوره پنځوس آوره ولوبیدل او شپږ ویکېټې یې وسوځېدې.

په دویم میدان کې د افغانستان 8 ویکټې ولوېدلې او ویې شو کولای چې 247 منډې جوړې کړي. مگر افغان لوبغاړو ټول پنځوس آوره پوره کړل.

په نننۍ لوبه کې راشد خان هېڅ ویکټه وانخیسته، درې ویکټې دولت ځدراڼ او درې نورې یې گلبدین نایب واخیستې. افغانستان ته تر ټولو زیاتې منډې هم، حشمت الله شاهدي وکړې چې شمېر یې 76 ته ورسېد.

د لوبې په سر کې د څو شیبو دپاره افغان ولسمشر، محمد اشرف غني هم ستډیم ته تللی و او لوبه یې ولیدله. هغه له لوبې نه مخکې هم له افغان ټیم سره کتلي و او هغو ته یې مورال ورکړی و، او ترې غوښتي یې و چې ښه لوبه وکړي.

که څه هم د کرکټ د نننۍ لوبې بایلل، افغانانو ته غمجن خبر و، مگر د سپورټ په یو بل ډگر کې بیا افغانان ښه وځلېدل او مینه وال یې خوشحاله کړل. په ایران کې د ایشین فوټبال کنفډرېشن لخوا، د شلو نه کښته عمر لرونکو دپاره د فوټسال کپ سیالۍ روانې دي.

فوټسال، فوټبال ته ورته یوه لوبه ده چې له فوټبال نه ځیني توپیرونه لري، هغه داسې چې د بال اندازه یې وړه وي، په سرپوښلي ځای کې لوبل کیږي، او پر چمن نه، بلکې پر سختې ځمکې ترسره کیږي. سربیره پر دې، ځیني نور قوانین یې هم له فوټبال نه فرق لري.

د فوټسال په ایشیا کپ سیالیو کې د گل/دوشنبې په ورځ افغانستان له شلو کښته (U-20) فوټسال ټیم وکړای شول چې په یوه حساسه لوبه کې د ټهائي لېنډ ټیم ته ٢ـ٣ مقابل کې ماته ورکړي او د دې لوبو سیمي فاینل پړاو ته لاره ومومي.

په دې ډول، په سیمي فاینل کې به د راتلونکې زیارت/پنجشنبې په ورځ، افغانستان د انډونیشیا سره لوبه وکړي. د فوټسال د جام په دغو سیالیو کې، ټولټال 12 هیوادونو برخه اخیستې او افغانستان اوس وروستیو څلورو غوره ټیمونو کې دی.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG