لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د انتخاباتو نتایج او په اړه یې اټکلونه


یو معذور رایه ورکوونکی چې پخپلې خولې صندوق ته خپله رایه اچوي
یو معذور رایه ورکوونکی چې پخپلې خولې صندوق ته خپله رایه اچوي

په افغانستان کې د خالي/شنبې په ورځ صدارتي انتخابات ترسره شول چې په کې ١۴ کاندیدانو سیالي وکړله. انتخابات پرته له کومې غټې پیښې، پای ته ورسیدل، خو نتیجه یې تر اوسه نده په ډاگه شوې.

افغانستان که څه هم د طالبانو د ر‏ژیم له ړنگېدو وروسته، په یو شمیر برخو کې د پرمختللیو ټکنالوجیو خاوند شوی، خو د انتخاباتو په برخه کې لا هم له تخنیکي پلوه له یو شمېر ستونزو سره مخ دی. د خلکو دپاره د الکټرانیک تذکرو (شناختي کارډونو) وېش پیل شوی، خو دا سېسټم چې په آینده کې به د افغانستان په انتخاباتو کې آساني هم راولي، لا تر اوسه بشپړ شوی ندی.

په دې ملک کې، د هېواد د مترقي هېوادونو په شان د انتخاباتو د ورځې په پای کې بایلونکی او گټونکی نشي معلومېدای او د رایو شمېرنه په لاس کیږي. همدا راز، د درغلیو او ټگیو برگیو د پیښو څېړل هم وخت نیسي، نو له دې امله د انتخاباتو نتایج سمدلاسه نشي معلومیدای.

د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون، د نورو انتخاباتو په شان سږکال هم "د انتخاباتو تقویم" یا مهالوېش خپور کړی چې د انتخاباتو د پروسې هر پړاو ته ورځې او تاریخونه یې معلوم کړي دي.

د انتخاباتو د تقویم پر اساس، د انتخاباتو کمیسیون به د اکټوبر میاشتې تر ١٩مې نیټې، د صدارتي انتخاباتو ابتدائي نتایج اعلانوي، بیا پر دې نتایجو باندې د اعتراض کوونکو کاندیدانو شکایتونه څېړل کیږي، او په پای کې تمه ده چې د نوامبر پر ٧مه، یعنې یوه هفته دپاسه یوه میاشت وروسته اعلان شي.

د خالي/شنبې ورځې په انتخاباتو کې تر اوسه کوم کاندید په ډاگه د کامیابۍ اعلان ندی کړی، خو د انتخاباتي ډلو پلویانو پر سوشل مېډیا د افغانستان له مختلفو سیمو څخه د ورکړل شویو رایو شمېرې خپروي. دا اعلانونه او اټکلونه د اعتبار وړ ندي، ځکه د کومې معتبرې سرچینې څخه ندي اعلان شوي، او بل دا چې اکثره د انتخاباتو د نتایجو پاڼې چې پر سوشل مېډیا خپرې شوي، د انتخاباتي مرکزونو د وړو محلونو پورې اړه لري، او د یوې سیمې او ولایت نمایندگي نشي کولای.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو نمایندگۍ (یوناما) هم پر انتخاباتي ډلو غږ کړی چې د انتخاباتو نه پس، د راتلونکو پړاوونو په ترڅ کې دې مسئولانه چلند وکړي. یوناما ټینگار کړی چې یوازې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون کولای شي چې په انتخاباتو کې د برخه اخیستونکو خلکو رسمي شمیرې خپرې کړي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG