پاکستان ویلې دي افغانستان کې د نوې حکومت د قایمېدلو دپاره نه یوازې کردار لوبوي، بلکې په افغانستان کې موجود موثره طاقتونو سره په رابطه کې دی، او د نورو هیوادنو سره هم په دې اړه د پاکستان خبرې روانې دي.
د مرکزي کابینې غونډې پس د اطلاعاتو وزیر فواد چودهري وئیلې دي د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي به نن د شورو/چهارشنبې په ورځ، د مینځني اسیا هیوادنو سفر کوي. دغه شان په افغانستان کې د نوي حکومت په اړه د پاکستان چین او ترکیې سره هم رابطې روانې دي.
فواد چودهري زیاته کړې ده چې د کابینې په غونډه کې د هندوستان په کردار هم بحث شوی دی او دوی هندوستان ته خبرداری ورکوي چې د افغانستان له شخړې نه دې ځان لېرې وساتي، ځکه د هغه په وینا، تېرو وختونو کې هم هندوستان ګني د افغانستان ځمکه «د پاکستان پرضد استعمالوله.»
پاکستان په داسې حال کې په هند دا ډول تورونه لګوي چې هند هم څو ځله پاکستان په دې تورن کړی چې هند کې شوي د ترهګرو بریدونو ذمه وار، هغه تندروه وسله وال تنظیمونه دي چې په ښکاره پاکستان کې موجود دي.
دغه شان د افغانستان پخوانیو حکومتونو هم څو واره دا ویلي و چې افغان طالبانو د پاکستان ځمکه د افغانستان په ضد استعمالوله.
د اطلاعاتو د مرکزي وزیر فواد چودهري وینا وه، تر اوسه پاکستان د خپلو هوایي جهازونو په ذریعې له افغانستانه یو نیم زر (۱۵۰۰) تنان ایستلي دي. د ځمکنیو لارو هم د خلکو انخلا روانه ده، خو اوس افغانستان کې طالبانو ویلي دي چې افغانان به د هېواد نه بهر نه وځي. اوس پاکستان یوازې هغه خلک دلته پرېږدي چې د پاکستان ویزې لري. البته د نورو هېوادونو د وګړو د وېستلو دپاره به پاکستان کار جاري ساتي.
افغانستان کې د طاقت نیولو پس، افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یو خبري کنفرانس ته ویلي دي چې د کابل هوايي ډګر باندې موجود افغانان دې بېرته خپلو کورونو ته ولاړ شي، دوی د هغوی د حفاظت "ضمانت" ورکوي او امریکه دي باید د افغانستانه د با صلاحیته خلکو ویستلو عمل دي ودروي.
د ذبیح الله مجاهد وینا وه، امریکا موجوده وخت افغانستان نه ډاکټران او انجنیرانو په شان با صلاحتیه خلک وباسي.
د طالبانو ویاند په داسې حال کې دا خبرې کوي چې نن سبا په افغانستان کې د اهمو عهدو نګراني ملایانو ته ورکول کیږي.