لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جگړې په لمبو کې گیرو افغانانو نن د خپل ملي بیرغ ورځ ولمانځله


افغانستان کې نن د زمري اوومه (د جولای ٢٩مه) د ملي بیرغ ورځ، هم د حکومتي چارواکو لخوا او هم د عامو خلکو لخوا د بېلابېلو دستورو په ترڅ کې ولمانځل شوه.

په جنگ ځپلي هیواد افغانستان کې دا لومړی ځل دی چې د ملي بیرغ ورځ په دغسې جوش سره لمانځل کیږي.

د کابل په گډون، د افغانستان په ولایاتو کې رسمي دستورې جوړې شوې وې او همدا راز پر خواله رسنیو (سوشل میډیا) هم گڼ شمیر افغانانو د بیرغونو او له بیرغونو سره د خپلو عکسونو په خپرولو سره په دې لمانځنې کې پراخه ونډه واخیستله.

ولسمشر محمد اشرف غني د ملي بیرغ د ورځې په ویاړ په ارگ ماڼۍ کې د ځوانانو یوې غونډې ته وویل چې غواړي نن په ټول افغانستان کې "یو تجدید د عهد" (ژمنه تازه کول) وشي.

ولسمشر غني زیاته کړه: "زمونږ تجدید عهد، زمونږ اساسي قانون (آئین) ته، زمونږ اسلامي ارزښتونو ته، زمونږ ملي وحدت ته، او زمونږ کلکې ملي ارادې ته وي چې زرغونه راتلونکې په گډه جوړه کړو."

ولسمشر غني د بیرغ ملي ورځ په ارگ کې ولمانځله
ولسمشر غني د بیرغ ملي ورځ په ارگ کې ولمانځله

د سرکاري چارواکو ترڅنگ، عامو وگړو، سیاستوالو، سلیبریټیانو او هنرمندانو هم د دې ورځې په لمانځلو کې برخه اخیستې ده.

د افغانستان یو ځوان او وتلي سندرغاړي جاوید امیرخیل د ملي بیرغ په ویاړ د لنډې زمزمې یوه ویډیو خپره کړې او پر خپل فیسبوک یې لیکلي چې "د یوه ژمن او ملي سندرغاړي په توګه" یې خپل مسئولیت ادا کړی دی.

افغان سندرغاړی جاوید امیرخیل وایي خپل مسئولیت یې ادا کړی دی
افغان سندرغاړی جاوید امیرخیل وایي خپل مسئولیت یې ادا کړی دی

د افغانستان د تور، سور، زرغون ملي بیرغ ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې د تشدد پیښې په افغانستان کې زیاتې شوي، جگړې زور اخیستی، د سولې خبرې هم گړندۍ شوي، او پر دې سربېره، دا اندیښنې هم راپیدا شوي چې هسې نه له طالبانو سره د سولې په معامله کې ځیني ارزښتونه او د تیرو کلونو لاسته راوړنې د سولې قرباني شي.

افغان سیاسي څېړونکی او د نړېوالو اړیکو کارپوه، نظیم سمون وایي چې په افغانانو کې ورځ تر بلې د هېواد پالنې او ملت پالنې احساسات راژوندي کېږي او ټول په همغه ملي روایتونو راټولېږي چې تېرو څو لسیزو جګړو له امله افغانانو ته پردي شوي وو.

افغان سیاسي څیړونکی نظیم سمون
افغان سیاسي څیړونکی نظیم سمون

ښاغلي سمون له وي او اې ډېوه سره په خبرو کې وویل: "همدا د ملت جوړونې او ملت کېدو یوه مهمه مولفه ده ځکه د ملت د تعریف له مخې یو ملت باید گډ تاریخي افتخارات او روایتونه ولري، چې له نیکه مرغه د زمري اته ویشتمه او د بیرغ ملي ورځ زموږ د همدغه ملي روایتونو اساس جوړوي."

طالبانو چې کله د ١٩٩٦ کال په سپټمبر کې کابل ته ننوتل او حکومت یې ونیو، نو د خپل تحریک سپینه جهنډه یې د افغانستان رسمي بیرغ وگرځاوه. د طالبانو جهنډه اوس هم سپین رنگ لري چې کلمه طیبه پرې لیکل شوې ده.

که څه هم په تیره یوه پیړۍ کې د افغانستان سرکاري بیرغونه څو ځله د لنډې مودې دپاره بدل شوي، خو (تور، سور، زرغون) په بیا بیا د ملي بیرغ په توگه منل شوی او په اساسي قانون (آئین) کې یې ځانگړنې هم درج شوي دي.

د افغانستان د ملي بیرغ د ورځې په لمانځلو کې، پر سوشل میډیا ځیني جالب او ښکلي خپاره شوي انځورونه:

په جلال آباد کې د ملي بیرغ لمانځنه
په جلال آباد کې د ملي بیرغ لمانځنه

په خوست کې د ملي بیرغ لمانځنه
په خوست کې د ملي بیرغ لمانځنه

په بامیان کې د ملي بیرغ د ورځې لمانځنه
په بامیان کې د ملي بیرغ د ورځې لمانځنه

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG