لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان سوله او د هند او پاکستان له اقتصادي منصوبو سره یې تعلق، د خلیلزاد له نظره


د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد وایي چې که د افغانستان پر سولې موافقه وشي، نو دا کار به په خطه کې د اقتصادي او تجارتي ودې او پرمختگ لپاره زمینه برابره کړي او تعلقات هم پیاوړي کولای شي.

زلمي خلیلزاد نن د نهې/سې شنبې په ورځ یو شمیر پرله پسې ټویټونه خپاره کړل او هغو کې یې وویل چې د افغانستان د سولې په برخه کې د هند لخوا د ملاتړ ښودلو قدر کوي. د هغه وینا ده چې د همکارۍ دپاره د هند آمادگي، هغه د نظر اتفاق پیاوړی کوي کوم چې په نړېواله کچه د افغانستان د سولې په برخه کې په ښکاره کېدو ده.

د امریکا خاص استازي خلیلزاد دا هم لیکلي چې په هند کې د دوه ورځینۍ دورې پر مهال یې د هغه هیواد له خارجه وزیرې سوشما سواراج، خارجه سکریټري ویجی گوکلې، او د قامي سلامتیا له مشیر، اجیت دووال سره لیدلي دي.

خلیلزاد زیاته کړې چې له هندي چارواکو سره په خبرو کې، دواړو اړخونو دا منلې چې د افغانستان سوله به دوه ډېرې مهمې گټې ولري: یو دا چې د ترهگرو لخوا د افغانستان د خاروې نه د گټې اخیستې گواښ ته به رسیدگي وشي، او بل دا چې په خطه کې به د تجارت او د اتصال کچه هم لوړه شي.

زلمي خلیلزاد بیا هم پر دې ټینگار کړی چې د افغانستان د آینده په هکله فیصله به پخپله د افغانانو وي. هغه پر خپل ټویټر لیکلي: «د نړۍ د تر ټولو زوړ (امریکا) او تر ټولو ستر (هند) جمهوریت په توگه مونږ پر دې موافقه وکړه چې د تیرو ١٨ کلونو په لړ کې حاصلې شوې لاسته راوړنې باید وساتل شي. مونږ همدا راز موافقه وکړه چې دا په افغانانو پورې اړه لري چې د یوې هراړخیزې او جاېزې پروسې له لارې، د افغانستان د سیاسي آیندې په هکله پریکړه وکړي.»

خلیلزاد په داسې حال کې هند ته د خپلې دورې پر مهال د اقتصادي پرمختگ او تجارتي ودې په اړوند خبرې وکړې چې په دې وروستیو کې پاکستان هم هند ته دا وړاندیز کړی چې منځني آسیا ته به د تجارت دپاره ورته لاره ورکړي.

همدا راز د پاکستان وزیراعظم عمران خان دوه ورځې مخکې د اتوار/یکشنبې په ورځ افغان صدر محمد اشرف غني ته د پاکستان د تگ بلنه ورکړه او افغان صدر هم دا بلنه ومنله.

په هغو ټلیفوني خبرو کې چې د دواړو مشرانو ترمنځ وشوې، د افغانستان د سولې او همدا راز په خطه کې د تجارتي علایقو او لارو د پراخولو په هکله خبرې وشوې، او وپتېیل شوه چې پر همدغو دوو موضوعاتو به اسلام آباد ته د ولسمشر غني د سفر پر مهال، لا زیات بحث وشي.

ولسمشر غني او وزیراعظم عمران خان د یکشنبې په ورځ ټلیفوني خبرې وکړې
ولسمشر غني او وزیراعظم عمران خان د یکشنبې په ورځ ټلیفوني خبرې وکړې

د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د ولسمشر غني او وزیراعظم د خبرو هرکلی وکړ.

داسې معلومیږي چې په قطر کې د طالبانو سره د سولې د خبرو ترڅنگ، د خطې په کچه د هند، پاکستان، او افغانستان ترمنځ د تجارتي لارو او علایقو د پراخوالي منصوبه هم رامخته شوې او هڅه کیږي چې دا منصوبه د سولې د پیاوړي کولو دپاره هم وکارول شي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG