لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د داعش ډلې یو لوی مشر په کابل کې ونیول شو – افغان چارواکي


افغان حکومت وایي چې په سرښار کابل کې یې د داعش ډلې یو لوی مشر او د دې ډلې نور جګپوړي غړي نیولي دي.

د افغانستان د ملي امنیت (قامي سلامتیا) د شورا ویاند جاوید فیصل ویلي چې د داعش ډلې دا غټ کسان، د مشترکو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

جاوید فیصل پر خپل ټویټر لیکلي: "د ملي امنیت عمومي ریاست [اېن ډي اېس] د پولیسو د ۲۲۲ خاصو ځواکونو سره په ګډ عملیات کې د آسیا جنوب او د لېرې مشرق دپاره د داعش ترهګرې ډلې مشر ضیآ الحق مشهور په شیخ ابوعمر الخراساني نیولی دی. د دې عملیاتو په نتیجه کې د آسیا د جنوب په برخه کې د داعش ډلې د عامه اړیکو مسؤل صهیب او د استخباراتو مسؤل ابوعلي هم نیول شوي دي."

بل طرف ته د افغانستان استخباراتي ادارې، اېن ډې اېس هم یو بیان جاري کړی او په هغه کې یې ویلي چې دغه کسان یې د داعش ډلې د څلورو قیدي کسانو نه د معلوماتو د اخیستلو پر اساس نیولي دي.

د افغانستان یوې خصوصي رسنۍ، طلوع نیوز، رپوټ ورکړی چې د داعش ډلې نیول شوی دغه مشر مولوي ضیآالحق (شیخ ابوعمر الخراساني) د افغانستان شهري دی.

د هیومن رایټس واچ تنظیم د یو رپوټ له مخې، مولوي ضیآالحق یا هماغه شیخ ابوعمر الخراساني، له اسلم فاروقي نه وړاندې د داعش خراسان ډلې مشري کوله، خو وروسته چې داعش ډلې په ننګرهار کې ماته وخوړه، د ۲۰۱۹ کال په جولائی میاشت کې د ابوعمر الخراساني عهده کمه کړای شوه.

د افغانستان استخباراتي ادارې یا اېن ډي اېس، تېره میاشت (د اپرېل څلورمه) د داعش د خراسان ډلې مشر اسلم فاروقي او ورسره ۱۹ کسان په کندهار ولایت کې نیولي و.

عبدالله اورکزی مشهور په اسلم فاروقي د پاکستان شهري دی او پاکستان له افغان حکومته غوښتي و چې نیول شوی د داعش خراسان ډلې دغه مشر دې د نورو پلټنو لپاره ور وسپاري.

مګر افغان حکومت د پاکستان دا غوښتنه رد کړه. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په اسلم فاروقي به په افغانستان کې مقدمه چلول کېږي.

افغان استخباراتو د نیول شویو داعش وسلوالو تعلق په ښکاره له کوم هېواد سره نه وو ښوولی خو ویلي یې وو چې اسلم فاروقي او ملګرو یې په لومړنیو پلټنو کې ورته منلې ده چې "د سیمې له استخباراتو" او همدارنګه لښکرِ طیبه ډلې او حقاني شبکې سره یې اړیکې لرلې.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG