لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې درېیو انتخابي ډلو له مشورتي لویې جرگې سره پرېکون اعلان کړ


له ښي اړخ نه: ډاکټر عبدالله، حنیف اتمر، او رحمت الله نبیل
له ښي اړخ نه: ډاکټر عبدالله، حنیف اتمر، او رحمت الله نبیل

له طالبانو سره په قطر کې د خبرو دپاره، د افغان پلاوي لیست بشپړ شوی دی. د افغانستان د روغې جوړې د شورا د مشرتابه غړي عزیزالله دین محمد ویلي دي ټاکل شوې چې ١٥٠ کسان د جمعې په ورځ قطر ته لاړ شي، او ددغو ١٥٠ کسانو نوملړ هم نهایي شوی دی. ښاغلي دین محمد دا هم ویلي چې دا ځل به بین الافغاني خبرې په قطر کې ٢ ورځې دوام وکړي.

په همدې حال کې، په افغانستان کې د ولسمشرۍ (صدارتي) انتخاباتو درېیو کاندیدانو اعلان کړی چې د هغوی ډلې به د سولې په مشورتي لویې جرگې کې چې د اپریل پر ٢٩مه به په کابل کې پرانیستل کیږي، گډون ونه کړي.

د ولسمشرۍ دغه درې کاندیدان، د ملي امنیت پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر، د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، او د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل دي.

د حنیف اتمر انتخابي ډلې (سولې او اعتدال ډلې) په بیان کې راغلي چې د سولې دپاره مشورتي لویه جرگه، هسې سفارشي ده او غړي یې د چارواکو په خوښه ټاکل کیږي. بیان زیاتوي چې حکومت غواړي په دې ډول وخت ضایع کړي او انتخابي کمپاین مخ ته یوسي.

د سولې مشورتي لویې جرگې کې به کم و زیات ٢٥٠٠ کسان برخه واخلي
د سولې مشورتي لویې جرگې کې به کم و زیات ٢٥٠٠ کسان برخه واخلي

خو د رحمت الله نبیل انتخابي ډله (سوله او عدالت) بیا دعوه کوي چې دا ډول لویه جرگه به کومه گټه ونه لري. د ښاغلي نبیل د ډلې په بیان کې راغلي چې راتلونکې مشورتي لویه جرگه، کوم سیاسي او حقوقي مشروعیت نه لري او "د جرگې جوړوونکی ټیم هم په یوې انتخابي ډلې پورې تړلی دی".

له دې نه مخکې، د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله هم پرون ویلي و چې انتخابي ډله (ثبات او همپالنه) یې په مشورتي لویې جرگې کې برخه نه اخلي. هغه بیا خپل د پرېکون دلیل دا راوړی چې ولسمشر غني د مشورتي لویې جرگې په هکله، د ده له انتخابي ډلې سره کومه سلا مشوره نه وه کړې. مگر د ولسمشر غني ویاند، هارون چخانسوري، پخپل ټویټر کې ولیکل چې ولسمشر به له ډاکټر عبدالله سره وگوري او اندیښنې به یې واوري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د سولې مشورتي لویه جرگه په دې دلیل راغوښتې چې له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو او روغې جوړې د څرنگوالي په هکله ورته مشوره ورکړي. د دغې لویې جرگې دپاره آمادگۍ روانې دي او ټاکل شوې ده چې دوه اونۍ وروسته، د اپریل پر ٢٩مه په کابل کې جوړه شي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG