د زرگونو طالب زندانیانو د آزادولو په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني پرېکړې، په افغانستان کې دننه او بهر بېلابېل غبرگونونه راپارولي دي. طالبان په تمه و چې له امریکا سره د هغوی د موافقتنامې پر اساس به د دوی پنځه زره بندیان د مارچ تر لسمې نیټې راخوشې کیږي، مگر داسې ونشوه.
ولسمشر غني پرون (د نهې/سې شنبې په ورځ) یو فرمان جاري کړ چې په کې ویل شوي افغان حکومت به سر له خالی یا شنبې ورځې، د ١٥٠٠ طالب بندیانو د خوشې کېدو بهیر پیل کړي، هغه داسې چې هره ورځ به سل سل بندیان خوشې کیږي. له هغه نه پس، د بین الافغاني مذاکراتو پر وخت به، په هرو دوو هفتو کې پنځه سوه طالبان له بنده خوشې کیږي، څو پنځه زره شمېر پوره شي.
خو د دې زرگونو طالبانو د خوشې کېدو دپاره شرطونه هم اېښودل شوی، یو دا چې دوی به نور جگړه نه کوي، او بل دا چې طالبان به اورکم (د تشدد کمېدل) ساتي. طالبانو د صدر غني دا پلان نه دی منلی او خپل پنځه زره بندیان په یو ځل خوشې کول غواړي.
په کاناډا کې مېشت افغان سیاسي څېړونکی ډاکټر منیر احمد وایي چې طالبان د ملک استقلال سره جفا کوي او غواړي افغان حکومت د امریکا گوډاگی شي. ډاکټر منیر وي او اې ډېوه ته وویل: "که د افغانستان حکومت د طالبانو سره د سولې اوږدمهاله پروسه طرحه کوي، طالبان ورته وایي چې زه ستاسې طرحه (پلان) نه منم، تاسې ولاړ شئ د امریکا گوډاگی شئ او د امریکاییانو خبره ومنئ. په حقیقت کې، طالبان غواړي چې د افغانستان د امریکا گوډاگی وي."
ډاکټر منیر احمد زیاتوي چې طالبان غواړي چې کابل د واشنگټن خبر ومني او "په دې ترتیب سره دوی نه یوازې د سولې د پروسې سره، بلکې د افغانستان د خلکو د ارادې او استقلال سره جفا کوي. هغوی په لوی لاس غواړي چې د افغانستان حکومت گوډاگی وي. دا باید دوی ومني چې د افغانستان اوسنی حکومت، هرڅنگه چې وي، د هغې تر شا د افغانستان گڼ شمېر خلک ولاړ دي."
بل اړخ ته په لندن کې مېشت یو افغان حقوق پوه او څېړونکی صلاح الدین سعیدي بیا په دې نظر دی چې د پنځه زره طالبانو یو دم خوشې کول، د افغانستان خلکو ته خطرې پېښولای شي. هغه زیاته کړه چې حکومت حق الله بخښلی شي، خو حق العبد نشي بخښلی.
صلاح الدین سعیدي وي او اې ډېوه ته وویل: "دا د خلکو، د عسکرو، د هغوی د کونډو حق دی. اما ښه لاره دا ده چې ټول زندانیان دې خوشې شي، اما هغه چا چې جنایت کړی دی، حق العبد مسئله ده، یو سلسله نور مسایل دي، انفرادي قاچاقبران دي، د پاکستان د فوج خلک دي، دا ډله کسان ټول په طالبانو کې شمېرل او له امریکې سره د توافق پر اساس په مجموع کې پنځه زره کسان په یو ځل خوشې کول، زما په پوهه باندې ناسم دی."
خو د طالبانو یو پخوانی چارواکی سید اکبر آغا چې اوس په کابل کې اوسیږي او د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر دی، بیا پر دې ټینگار کوي چې افغان حکومت دې زر تر زره پنځه زره طالب بندیان په یو ځل خوشې کړي چې اعتمادسازي وشي.
سید اکبر آغا له وي او اې ډېوه سره په خبرو کې وویل: "زما په فکر باندې د اعتماد سازۍ صورت چې هرڅومره په تېزۍ سره کیږي، دا خبره به ښه وي. او که دا کار په آرامه آرامه او په درې میاشتو او څلورو میاشتو کې راځي، دا به بالعکس خبره وي."
ډاکټر منیر احمد بیا وایي چې اعتماد سازي باید له دواړو اړخونو څخه وي او طالبانو تر اوسه هېڅ داسې گام ندی اخیستی چې اعتماد سازي وشي. ښاغلي منیر احمد زیاته کړه: "طالبان له امریکاییانو سره توافق کوي چې پر هغوی برید نه کوي، مگر د افغانستان پر امنیتي ځواکونو باندې تر اوسه بریدونه روان دي. حکومت خو هغه دی د بندیانو د خوشې کولو یو بیان خپور کړ، طالبانو تر اوسه څه کړي دي؟"
هغه طالبانو ته سپارښتنه کوي چې که د ولسمشر غني د پرېکړې په اړه خوښ ندي، نو کولای شي چې متناسب ځواب ورکړي، یعنې د خپلو آزادو شویو بندیانو په تناسب دې مذاکراتو ته حاضر شي.
دا چې په بین الافغاني مذاکراتو کې به څه وویل شي، هم تر اوسه معلومه نده. مگر په لندن کې مېشت افغان سیاسي څېړونکی صلاح الدین سعیدي وایي چې د دې مذاکراتو په پیل کې تر هرڅه وړاندې باید له طالبانو وپوښتل شي چې په افغانستان کې سیاسي واک ته د رسېدو لاره په څه کې ویني؟
ښاغلي سعیدي په دې باور دی چې د طالبانو په وړاندې، قدرت ته د رسېدو لارې درې دي: جگړه، د حل و عقد شورا، او یا د خلکو رایه او نظر. سعیدي وي او اې ته په خبرو کې وویل: "د طالبانو له خبرو نه، له اظهاراتو نه، د ویاندانو له خبرو نه، په صراحت سره معلومیږي چې طالبان په افغانستان کې عنعنوي اسلامي حکومت غواړي. تمام شواهد دا ښکاره کوي چې طالبان د اهل حل و عقد شورا یا د ټوپک له لارې قدرت ته رسېدل غواړي، د خلکو رایې ته پام نه کوي، دا چې خلک څه غواړي."
ښاغلی سعیدي چې په اسلامیاتو کې هم پوهه لري، وایي چې د اهل حل و عقد شورا د عباسیانو په دوره کې رواج درلود، او د اسلام په اوایلو کې لا داسې کومه شورا نه وه موجود. د سعیدي په وینا، جگړه او د حل و عقد شورا، په یوویشتمه پېړۍ کې د منلو وړ نده او باید د خلکو رایې ته درناوی وشي.