لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد بیا هم د یو موټي او پراخ بنسټه افغان مذاکراتي ټیم پر جوړېدو ټینگار وکړ


د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد چې په یوې نوې دورې افغانستان ته تللی دی، له ولسمشر غني سره یې خپل بیگاني لیده کاته، ښه او اغیزمن بللي دي.

ښاغلي خلیلزاد په یو نوي ټویټ کې بیا هم ټینگار کړی چې له طالبانو سره د مذاکراتو دپاره دې، د افغان سیاستوالو او حکومت یو پراخ او متحد ټیم جوړ کړای شي. که څه هم ځینو افغان سیاستوالو له طالبانو سره په دې وروستیو کې لیدنې کتنې درلودې، خو تر اوسه دغسې یو پراخ مذاکراتي ټیم نه دی جوړ شوی.

زلمي خلیلزاد نن د نهې/سې شنبې په ورځ پر خپل ټویټر ولیکل:

"ما، په کابل کې د امریکا له سفیر او له جنرال مېلر سره یوځای، تېره شپه له ولسمشر اشرف غني سره وکتل. دا یو ښه ملاقات و چې زمونږ سولې ته د رسېدو په اړه یې زمونږ مشترکه ژمنه پیاوړې کړه. مونږ د یو موټي، پراخ بنسټه افغان مذاکراتي ټیم جوړېدو ته سترگې په لاره یو چې د افغان سولې بهیر مشري وکړي."

په همدې حال کې د افغانستان د ولسمشر دفتر هم بیگا شپه یو بیان جاري کړی او په هغه کې یې یوازې دا لیکلي چې ولسمشر غني له ښاغلي خلیلزاد سره کتلي او "د سولې د روانو کوښښونو" په هکله یې ورسره خبرې کړي دي. ارگ دا هم ویلي چې د دواړو اړخونو ترمنځ به بحثونه ادامه ولري او جزییات به یې وروسته خپاره شي.

ښاغلي خلیلزاد تر اوسه څو ځله له طالبانو سره په دوحه کې خبرې کړي، او د هر دور وروسته افغانستان ته تللی او صدر غني ته یې د خپلو خبرو په هکله معلومات ورکړي دي، خو دا ځل له طالب مرکچیانو سره د شپاړس ورځیني خبرو وروسته، واشنگټن ته ولاړ او څو هفتې پس دا دی له افغان چارواکو سره د خبرو دپاره افغانستان ته تللی دی.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب واشنگټن ته پخپل سفر کې پر ښاغلي خلیلزاد کلک لفظي گوزارونه کړي و او دا باعث شو چې امریکا له ښاغلي محب سره پرېکون وکړي.

د ځینو کارپوهانو په وینا، داسې ښکاري چې د ولسمشر غني او امریکا ترمنځ تعلقات اوس د پخوا په شان نږدې نه دي، او افغان حکومت په دې باور دی چې خلیلزاد هرڅه پخپله مخ ته وړي.

مگر خاص استازي زلمي خلیلزاد له آزادي راډیو سره په یوه تازه مرکه کې ویلي: "په افغانستان کې به د امریکا رول په کمېدو وي او د دې لپاره چې دلته یوه تلپاتې سوله کار ورکړي، خپله افغانان باید ډېر مسؤلیت واخلي او کومې پرېکړې چې کیږي، ټول شموله وي، ترڅو وکولای شي چې په افغانستان کې ومنل شي، همدا شان سیمه هم د افغانستان په سوله کې رول لري، ځکه د افغانستان د جګړې یوه برخه نیابتي ده."

خلیلزاد پخپلې مرکې کې دا هیله هم ښودلې ده چې له انتخاباتو نه مخکې د طالبانو او افغانستان ترمنځ د سولې یو تړون وشي، او د افغانانو ترمنځ چې پر هر څه سلا وشوه، هماغه دې عملي کړای شي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG