په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له ړنگېدو اتلس کاله تیریږي او هغه افغانان چې اوس په کابل کې د ځوانۍ عمر ته رسیدلي، د طالبانو د دورې انتهایي پسندي یې یا هیڅ نه ده لیدلې، او یا یې نه ده یاد، ځکه هغه وخت به دوی ماشومان و.
خو سره له دې، د طالبانو د هغه وخت انتهایي پسنده دریځ او په ټولنې باندې سختي راوستل، او بیا اوس مهال په هغو سیمو کې چې طالبان واک لري د شریعت په نامه خلکو باندې سختۍ راولي، دا ټول پټ پاته نه دي.
اوس چې له طالبانو سره د سولې د راتلو خبرې تودې شوي، گڼ شمیر افغانان چې په ښارونو، په خاص ډول په کابل کې ژوند کوي او په دې تیرو کلونو کې یې د آزادۍ خوند لیدلی، له داسې حالاتو نه په ویره کې دي چې په ټولنه کې بیرته طالباني ذهنیت حاکم شي او له خلکو څخه یې آزادي بیرته واخیستل شي.
په دې لړ کې ځوانانو اوس د طالباني ذهنیت یا انتهایي پسندۍ پرخلاف یو ډول ادبي مقاومت پیل کړی دی. دوی غواړي طالبانو ته څرگند کړي چې د افغانستان خلک، اوس هغه پخواني خلک نه دي. دوی به انتهایي پسندۍ ته تسلیم نشي، او د آزادۍ دپاره به مبارزه وکړي.
په همدې خاطر یې پر سوشل میډیا باندې یو کمپاین پیل کړ چې شعار یې و: «مونږ شا ته نه ځو.»
د همدې کمپاین په لړ کې، یو شمیر ځوانانو خپل د زړه آواز د شعرونو په بڼه اوچت کړ.
د یو افغان ځوان شاعر او جرنالسټ رامین مظهر شعر هم ډېر د پام وړ وگرځېد او د ځوانانو او ادیبانو په غونډو کې ولوستل شو.
دا شعر د اعتراض یوه چېغه وبلل شوه ـ د انتهایي پسندۍ پرضد اعتراض، د حاکمو رواجونو پرضد اعتراض، د آزادۍ په وړاندې د پیدا کیدونکي خطر پر ضد اعتراض.
رامین وایي شعرونه یې یوازې د هغو طالبانو پر خلاف نه دي چې خلک وژني، بلکې د هغو طالباني افکارو پرخلاف هم دي چې د خلکو په خصوصي ژوند کې گوتې وهل غواړي او پر خلکو یې ژوند تریخ کړی دی.
رامین مظهر دا شعر په پاړسي ژبه لیکلی چې مینې ته په خطاب کې ویل شوی او د یوې برخې ژباړه یې دا ده:
(په دې ژباړه کې د اصلي شعر وزن او قافیه زیانمنه شوې)
دم په دم، منزل په منزل درسره مینه لرم
پر ضد د قاتلو رواجونو، درسره مینه لرم
ته یې مومنه، او لمونځونه دې مچکې دې دي
ته له نورو بیله یې، اعتراضونه دې مچکې دې دي
ته له عشقه، له امیده، له سبا نه ویرېږې
مچوم دې د طالبانو منځ کې نه ویریږې
مچوم دې د جومات منځ کې نه لړزیږې
مچوم دې د سنځلو د وږمو منځ کې نه لړزیږې
تا په ټیکسي کې په کوڅو کې مچومه
تا د مسلمانانو د تکفیر پرضد مچومه
د ټپونو او د وینو او د تڼاکو منځ کې، شونډې ښکل کړه
د گولیو په باران کې، شونډې ښکل کړه
د غمونو او غریو منځ کې دې مچومه
د ځانمرگي بریدگرو منځ کې دې مچومه
ته په غم او په ښادو کې ما مچوې
زه دې پر ضد د قاتلو فتواگانو مچومه
دا شعر سمدستي پر سوشل میډیا باندې، د افغانانو منځ کې خپور شو، وستایل شو او آن د ایران پاړسي ژبو ته یې، چې هغوی هم د آخندي رژیم تر واکمنۍ لاندې ژوند کوي، سخت خوند ورکړ.
څو ورځې لا نه وې تیرې چې د والنټاین یا د مینانو ورځ راورسیده او گڼ شمیر ځوانانو په کابل کې دا ورځ په جوش سره ولمانځله. په دې کې، بیا هم د رامین مظهر شعر، د ځوانانو پر ژبو پرېوت. د غوغا تابان په نوم یوې افغانې پیغلې هغه په سندریزه بڼه زمزمه کړ او ویډیو یې بیا پر سوشل میډیا وایرل شوه.
غوغا تابان د افغانستان یوې خبري رسنۍ، خامه پرس، ته ویلي چې هغې یوازې غوښتل د سندرې ویلو له طریقه، د طالباني وضعیت پر خلاف خپل ذاتي موقف څرگند کړي.
د رامین مظهر دغه شعر او بیا د غوغا تابان سندریزه زمزمه گڼ شمیر ځوانانو ستایلې او هغه یې د خپلو مشترکو احساساتو آواز بللی دی.
نه یوازې د افغانستان دننه، بلکې د افغانستان نه بهر هم دې شعر انگازې خپرې کړي دي. د رضا پیري په نامه یو ایراني ویلي دي: "عجیبه دا ده چې د آزادۍ غږ، په هره ژبه او هره لهجه چې وي، مشترکې انگازې لري او په هر حال کې د سړي زړه ریږدوي. له کابل نه تر تهرانه، د دنیا له یوې څنډې تر بلې، هر ځای کې د آزادۍ پر ستوني پښه ایښودل شوې او خلک په غرېو نیولي غږ نارې وهي. د ټولو ژبه یې یوه ده."