لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان او افغان دولت د مذاکراتو په بل پړاو کې په کومو مسایلو بحث غواړي؟


طالبانو او د افغانستان دولت د مرکچیانو ترمنځ د لومړي پړاو تر خبرو وروسته، د دوحې په خبرو کې وقفه راغلې او دواړه اړخونو یو بل ته د راتلونکو خبرو د اېجنډاوو په باب خپل پېشنهادي لېستونه سپارلي دي.

که څه هم دغه لېستونه تر اوسه اعلان شوي ندي، مګر د افغانستان یو خصوصي ټي وي، طلوع نیوز رپوټ ورکړی چې د طالبانو او دولت د اېجنډاوو لېستونه د دوی په اختیار کې ورکړل شوي دي.

د رپوټ ترمخه، طالبان تر ډېره حده د آینده موضوعاتو پر اسلامي اړخ ټینګار کړی او غوښتي یې دي چې په افغانستان کې د اسلامي نظام، د دې نظام د ډول، د هېواد د مشرتابه یا زعامت، اسلامي شورا، د اسلامي اصولو او ملي ارزښتونو په بنیاد له نړېوالو پالیسیو سره برابري، د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د ښځو حقونه، ټول شرعي او اصولي حقونه، پوځ او امنیتي سېکټر، او یو شمېر نورو مسایل په اېجنډا کې شامل کړی شي.

بل اړخ ته د راتلونکې اېجنډا دپاره د دولت د هیئت په وړاندې شوي لېست کې بیا ویل شوي چې په اېجڼدا کې دې د خلکو د امنیت، ډزبندۍ، د افغانستان ملي واکمنۍ، د بهرنیو لاسوهنو بندېدل، بېړني پراختیایي او بشري خدمتونه، د مطبوعاتو آزادي، د مخدره موادو مخنیوی، د افغانستان اقتصادي پیاوړتیا، له هېوادونو سره د اړیکو سپیناوی او نورې موضوع ګانې دې په اېجنډا کې شاملې وي.

یاده دې وي چې د افغانستان د حکومت مشرانو تر اوسه څو څو ځله دا ویلي چې طالبان دې له پاکستان سره د خپلو تعلقاتو سپیناوی وکړي. د ولسمشر غني نایب، امرالله صالح ویلي و چې د افغانستان ریاست خو له امریکا سره خپل تعلقات د سند پر بنیاد جوړ کړي او خلک پوهیږي چې د دوو ملکونو ترمنځ څه ډول اړیکې شته، مګر طالبان چې یوه ډله ده دا نه سپینوي چې د پاکستان سره یې تعلق څه دی؟

ټاکل شوې ده چې په جنوري میاشت کې بین الافغاني مذاکرات بیا پیل شي. په همدې حال کې افغان صدر محمد اشرف غني د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې په هېواد کې دننه د مذاکراتو د دوام په اړه د خپل د قامي سلامتیا د سلاکار حمدالله محب د وړاندیز ملاتړ کوي.

ولسمشر هم ټینګار وکړ چې په کار ده د امن مذاکرات نور د افغانستان دننه ترسره شي.

صدر غني کابینې ته په خپلو خبرو کې وویل، "د افغانستان هر ځای چې هغوی [طالبان] وغواړي، د افغانستان دولت به یې چمتو کړي چې له هغوی سره مذاکره وکړي. افغانان په خېمو کې مذاکره کولای شي، په سړې هوا کې هم. د دې وخت نه دی چې د ټولو وار له مخې شرط د لکسو هوټلونو وړاندیز وي."

بل اړخ ته د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې له بده مرغه جګړه لا روانه ده، د یو سیاسي جوړجاړي، اورکم (د تشدد کمېدو) او اوربند (ډزبندي) لپاره اړتیا لا هم بېړنۍ پاته ده. خلیلزاد ټینګار کړی چې د خبرو د بل پړاو په بیا پېلیدو کې دې ځنډ ونشي:

تر اوسه نه د افغانستان حکومت او نه هم طالبانو ویلي چې د سولې د خبرو دویم پړاو به په کوم ځای کې وي. طالبانو تر اوسه د افغانستان دننه د مذاکراتو د پر مخ وړلو په باب، د حکومت غوښتنې ته څه ځواب ندي ویلی.

په همدې مهال د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې لا دوام لري او په وروستیو درېیو ورځو کې د کندهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې سختې نښتې او بمبارۍ شوي دي.

حکومت وایي په لسګونه طالبان یې وژلي، خو طالبان بیا دا دعوه کوي چې د حکومتي قواوو په بمباریو کې عام خلک هم وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG