لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت: د واشنگټن پوسټ رپوټ بې‌اساسه دی، د طالبانو تلفات زمونږ تر هغې درې چنده زیات دي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي د واشنگټن پوسټ په رپوټ کې ډېرې نقیصې (نیمگړتیاوې) شته
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي د واشنگټن پوسټ په رپوټ کې ډېرې نقیصې (نیمگړتیاوې) شته

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د واشنگټن پوسټ وروستی رپوټ بې اساسه بللی او وایي چې په دې رپوټ کې طالبانو ته د اووښتو ځاني زیانونو په اړه غلطه شمېره ورکړل شوې ده.

د امریکې واشنگټن پوسټ ورځپاڼې دوه ورځې مخکې یو رپوټ خپور کړ او هغه کې یې وویل چې د امریکې د حکومت دستاوېزات څرگندوي امریکايي مامورینو په افغانستان کې د جنگ په اړه غلط معلومات وړاندې کول، د جنگ په اړه به یې د خوشبېنۍ خبرې کولی او دا حقیقت به یې پټ ساته چې په افغانستان کې جنگ د گټلو نه دی.

پوسټ وايي حکومتي دستاوېزات ښيي چې ۴٠٠ امریکايي پوځي مامورینو او حکومتي چارواکو په مرکو کې په ازاده توگه په افغانستان کې د جنگ په اړه خپل نظرونه څرگند کړي چې څه غلطۍ شوي او امریکا په څه ډول د خوا او شا د دوو لسیزو په جنگ کې ځان ښکیل کړو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، نصرت رحیمي، د چهارشنبې په ورځ امریکا غږ ډېوه رېډیو سره په مرکه کې وویل: "د واشنگټن پوسټ کوم رپوټ چې خپور شوی دی، کاملا" بې اساسه دی، په ډېرو برخو کې یې نواقص شته. کومې شمېرې چې دوی وړاندې کړي دي، کوم معلومات چې دوی وړاندې کړي دي، هغه ټول ناقص دي. کوم څه چې دوی ویلي دي چې افغان ځواکونه او د افغان ځواکونو رهبري د جگړې له روایت څخه خبر نه لري او څه چې امریکاییان کوي، افغانان پرې خبر نه لري، دا ټول په رپوټ کې راغلي چې واقعیت نه لري."

ښاغلي رحیمي دا هم وویل چې افغان چارواکو په دا دومره کلونو کې، د جگړې د حالاتو په اړه خلکو ته کوم ناسم معلومات ندي وړاندې کړي، ځکه "اوس ټول خلک د انټرنټ او رسنیو له طریقه د پېښو په اړوند معلومات اخلي او هېڅ چارواکی د جگړې په اړه دروغ نشي ویلی."

د کورنیو چارو وزارت ویاند دعوه وکړه چې افغان ځواکونه اوس هره شپه په لسو ولایتونو کې پوځي عملیات ترسره کوي او هره ورځ "د طالبانو لسگونه کسان وژل کیږي."

رحیمي وویل د واشنگټن پوسټ په رپوټ کې د افغانستان په جگړې کې د افغان حکومتي ځواکونو د وژل شویو کسانو شمېر څه باندې ٦۴ زره او د طالبانو د وژل شویو کسانو شمېر څه باندې ۴٢ زره ښودل شوی دی. خو هغه دا شمېرې ناسمې وبللې او دعوه یې وکړه چې د طالبانو د تلفاتو شمېر، د حکومتي ځواکونو تر هغې، درې چنده زیات دی.

پېژندل شوی افغان خبریال او څېړونکی، بلال سروري، په دې باور دی چې امریکا څو کاله وړاندې رسنیو او مطبوعاتو ته د افغانستان د جنگ په اړه لازمه آسانتیا نه برابروله، خو اوس انټرنیټ او رسنیو هرڅه بدل کړي دی.

افغان خبریال او څېړونکی بلال سروري
افغان خبریال او څېړونکی بلال سروري

ښاغلي سروري وي او اې ته په خبرو کې وویل، "په امریکې کې جگړه مستقیما د امریکې له انتخاباتو سره اړیکه لري. نو ډېر وخت داسې کېدل چې امریکایي جنرالانو یا چارواکو به د خپل سیاست دپاره دروغ ویلې، مختلفې خبرې به یې کولې، او مطبوعاتو ته به یې دومره اجازه نه ورکوله لکه څومره به چې ضرورت و. خو دا ٧ یا ٨ کاله کیږي چې د مطبوعاتو په نړۍ کې یو انقلاب راغلی، خلک هر ځای کې انټرنیټ او فېسبوک او ټوېټر ته لاسرسی لري."

خو پوښتنه دا ده چې د واشنگټن پوسټ دغه افشا کوونکی رپوټ به د امریکا د حکومت په راتلونکو پالیسیو څه اغېزه وکړي؟ په دې اړه په کابل کې د سیاسي چارو څېړونکی، مشتاق رحیم وي او اې ډېوه ته وویل، دا خوشبیني ورسره نشته چې دا رپوټ دې کوم مثبت بدلون له ځانه سره ولري.

افغان سیاسي څېړونکی مشتاق رحیم
افغان سیاسي څېړونکی مشتاق رحیم

مشتاق رحیم پخپلو خبرو کې زیاته کړه:"امریکا او امریکاییان به بیا هم په راتلونکې کې خپلې ټولې پرېکړې د خپل کور دننه سیاسي موخو (اهدافو)، نړېوالو سیاسي موخو، او دې ته ورته چارو په رڼا کې کوي."

یاده دې وي چې د امریکا پوځي چارواکو د واشنگټن پوسټ رپوټ رد کړی دی. د پنټاگان یا د امریکا د دفاع وزارت ویاند کرنل تامس کمبل،‌ وي او اې ته ویلي چې دغه وزارت هیڅکله دا نیت ندی درلودلی چې کانگرس او یا د امریکا خلک تیرباسي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG