د پښتون ملت پاله ګوند عوامي نيشنل پارټۍ د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان ويلي، "که نن د پاکستان رياست د افغان مهاجرينو ويستلو فېصله کوئ نو زما په خيال دا داسې اسانه فېصله نه ده چې اېپکس کمېټي او نګران حکومت دا کار فېصله وکړي".
اېمل ولي خان د جمعې په ماسخوتن په چارسده کې يوې جلسې ته وويل، د نګران حکومت کار زر تر زره ازاد او سوتره ټاکنې کول دي، زر تر زره دې انتخابات وکړي.
هغه زياته کړه، نګران حکومت چې کومې نورې پېچلې فېصلې کوي دا یې تش نوم کاريږي فېصلې په بل ځای کې کيږي.
هغه وويل، "که تاسو ته د مهاجرو نه تکليف دی نو پاليسي يوه جوړه کړئ، بيا راشئ د 14 اګست 1947 نه فېصله وکړئ، زه تيار يم، چې کوم مهاجرين د افغانستان نه راغلي دي دوی واپس ولېږئ خو ياد لرئ چې مهاجرين يواځې د افغانستان نه دي که چرته افغان مهاجرينو ته دلته د اوسېدو موقع نشته نو بيا د کشمیر مهاجر ته هم نشته او د هندوستان مهاجر ته هم دا موقع نشته".
اېمل خان وويل، "بيا اسامه بن لادن او اولاد ته یې هم دلته د اوسېدو ګنجايش نشته".
د نوموړي په خبره، "افغان مهاجرين مونږ [پاکستان] مجبوره کړي او راوستي دي په افغانستان کې د اور لګېدو پېل جنرل ضيا الحق کړی وو، په افغانستان کې د حشر نشر کردار زمونږ اسټبلشمنټ ادا کړی دی، افغان مهاجرين چې پاکستان ته راتله هغه وخت ورته پاکستان ګلونه ورپغاړه کول ځکه هغه وخت د دوی په نوم پېسې ګټل کېدې".
اېمل ولي خان دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د پاکستان حکومت اعلان کړی د لومړي نومبر پورې دې غېر قانونه غېر ملکيان د ملک څخه ووځي کنه بيا به یې پرضد عمليات کولی شي.
د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي د اکتوبر په دریمه ویلي وو، په هېواد کې غېرقانوني مېشت خلک د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت لري چې په خپله خوښه خپلو هېوادونو ته لاړ شي.
بګټي ګواښ کړی وو چې که دغه خلک خپلو هېوادونو ته تر ټاکلې نېټې لاړ نه شي د پاکستان مرکزي او صوبایي امنیتي ادارې به دوی نیسي او له خپل هېواده به یې په زوره شړي. هغه ويلي، افغانان په پاکستان کې په ترهګرۍ کې ککړ معلوم شوي دي.
د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب د غېرقانوني افغان کډوالو د ور ستنولو په اړه د پاکستان پرېکړه غندلې، دا یې له انصافه لرې بللې او د پاکستان له خلکو، سیاستوالو او دیني عالمانو یې غوښتي چې خپل چارواکي له داسې کارونو را وګرځوي.
اېمل ولي خان وويل، پاکستان د ملګرو ملتونو په چارټر کې فېصله کړې چې مونږ به افغانانو ته د پاتې موقع ورکوو.
هغه زياته کړه، "که څوک د افغانستان نه د خطرو د لاسه راغلی او دلته د ايين او قانون لاندې ژوند کوي هغوی ته دې د ژوند کولو موقع ورکړی شي او که داسې نه کيږي نو بيا دې دا سوچ پرېښودل شي چې د افغانانو د تپوس څوک نشته، د باچا خان هر سپاهي به د خپلو افغانانو دپاره د نړۍ په هر فلېټ فارم غږ پورته کوي".
هغه وویل، څنګه چې د ترهګرۍ د خطرو نه افغانان پاکستان ته راغلي دغه شان د لکونو په شمېره کې پاکستانيان هم بهرنيو هېوادونو ته تللي که هغه سم وي نو دا هم سم دي.
اېمل ولي خان وویل، "خپلې کړنې د بل اوږو وانه چول شي خپل تاريخ ته په کتو دې انصاف وکړی او د انصاف په تقاضو دې افغانانو ته د ژوند کولو موقع ورکړی شي".
Forum