د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] د مخکښ او قامي اسمبلۍ پخواني غړي علي وزير او قانون پوهه فعالې [وکيلې] ايمان مزاري د ترهګرۍ ضد عدالت ضمانتونه منظور کړي خو د علي وزیر په بله مقدمه کې د ضمانت په خواست فېصله د 30م اګست پورې وځنډول شوه او پاکستانۍ رسنۍ وايي ايمان مزاري د جېل څخه خوشي کېدو وروسته بيا ونيول شوه.
د علي وزیر وکیل سميع الله وزير وي او اې ډيوه ته تاييد کړه، د ترهګرۍ ضد عدالت د علي وزير او ايمان مزاري ضمانتونه د 30، 30زره روپو په مچلکو منظور کړل.
په علي وزير او ايمان مزاري د پي ټي اېم د 18م اګست د اسلام اباد د جلسې وروسته مقدمې درج شوې وې.
علي وزير د 18م او 19م په مینځنۍ شپه کې او ايمان مزاري د 19م اګست په سهار نيول شوې وه.
د دوی پرضد يوه مقدمه د اسلام اباد په ترنول تاڼه کې او بله د سي ټي ډي په تاڼه کې درج شوې وه.
د علي وزیر بل وکیل اېمل خان مندوخېل وي او اې ډیوه ته وويل، د سي ټي ډي په مقدمه کې د دواړو ضمانتونه منظور شو، خو د ترنول تاڼې په مقدمه کې چې دوی د علي وزیر د ضمانت دپاره خواست ورکړی د خالي/ شنبې په ورځ پرې فېصله نه وه اورول شوې او ننۍ نېټه د فېصلې دپاره ټاکل شوې وه.
خو نوموړي وويل نن نزدې په درې بجې عدالت د ضمانت په خواست فېصله وانه وروله او د اګست 30مه نېټه يې ورکړه.
اېمل خان مندوخېل وويل، د ترنول تاڼې په مقدمه کې د ایمان مزاري ضمانت د تېرې شورو/ چهارشنبې په ورځ منظور شوی او زياته یې کړه، په يوه مقدمه کې چې دوه يا زيات کسان ګرفتار وي د هغو دپاره یوه فېصله اورول کيږي خو د علي وزیر ضمانت ترننه پورې ونه شو.
د پي ټي اېم د نورو بندي کسانو په اړه نوموړي وکیل وويل، د پي ټي اېم نور بندي غړي په بدني ریمانډ پوليسو ته سپارل شوي دي.
د علي وزير او ايمان مزاري وکیلان په شريکه عدالتونو ته وړاندې کيږي. د دوی يو بل وکیل اسدالله خان وي او اې ډيوه ته وويل ايمان مزاري ونيول شوه خو نه ده معلومه چې کومه مقدمه پرې درج ده.
دوه ورځې وړاندې د پي ټي اېم د کور کمېټۍ غړي زبېرشاه اغا وي او اې ډيوه ته ويلي وو، د علي وزير او ايمان مزاري سره د غورځنګ ټول د 15 پورې غړي نيول شوي وو.
په اول کې د پي ټي اېم د جلسې ضد د يوې مقدمې خبر مخې ته راغلی چې دوی د اجازت اخستو پرته جلسه کړې او غټ سړک یې بند کړی وو. د یادې مقدمې کاپي په ټولنيزو رسنیو خپره شوې چې ورکې د پي ټي اېم د مشر منظور پشتين او ګڼو کسانو نومونه ليکل شوي وو.
خو پي ټي اېم د جلسې نه وړاندې ويلي وو په اسلام اباد کې یې د جلسې دپاره خواست کړی او بيا یې د نګران وزیر داخله سرفراز بګټي سره خبرې شوې او هغه ورته د سپريم کورټ مخې ته د جلسې کولو په ځای په ترنول کې د جلسې کولو اجازه ورکړې وه.
وروسته بيا ویل شوي د دوی ضد يوه بله مقدمه د سي ټي ډي تاڼه کې د ترهګرۍ او بغاوت د مادو لاندې درج شوې وه.
ويل شوي په ياده مقدمه کې په دوی تور لګول شوی د رياستي ادارو، پوځ او چارواکو ضد بغاوت، او ويرې خورولو ويناګانې یې کړي، د پوځ او ادارو ضد یې نعرې وهلي دي. په مقدمه کې منظور پشتين هم نومول شوی دی.
د پي ټي اېم مشر منظور پشتين د پي ټي اېم د غړو د نيولو پرضد د جمعې په ورځ پېښور، کوټه او کراچۍ کې احتجاجي مظاهرې اعلان کړي دي.
Forum