د بشري حقونو نړيوال تنظيم اېمنسټي انټرنيشنل د پاکستان د حکومت نه غوښتي، "په سمدستي ډول دې د افغان کډوالو نيول، د هغو بيرته ستنول او په غټه کچه د ځورولو لړۍ ودروي". او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) د پاکستان نه بيا غوښتنه کړې "هغه افغان کډوال دې خوندي کړي چې افغانستان ته د لېږلو په صورت کې یې ژوند د ګواښونو سره مخ کېدی شي".
د پاکستان حکومت په درېم اکتوبر اعلان کړی وو، غېر قانونه غېر ملکيان دې د 31م اکتوبر پورې په خپله ووځي، کنه د لومړي نومبر وروسته به نيول کيږي او بیرته به خپلو هېوادونو ته لېږل کيږي.
له دې وړاندې هم ملګرو ملتونو، بشري حقونو سازمانونو، پاکستان د پښتون ملت پاله سياسي او مذهبي ګوندونو او افغانستان کې د واکمنو طالبانو پاکستان ته ويلي چې د افغان کډوالو د بيرته ستنولو پرېکړه واپس واخلي.
خو د يادې نېټې وروسته د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د غېر قانونه غېر ملکيانو نيولو لړۍ پېل شوې او زياتره افغان کډوال نيول شوي او بيرته ستنول کيږي.
د اېمنسټي انټرنېشنل د جنوبي اسيا مرستيالي سيمه ییزې مشرې ليويا سکارډي ويلي، پاکستان "د زرګونو افغان کډوالو بيرته د طالبانو واکمنۍ ته لېږلو څخه د سياسي الې په توګه کار اخلي، چرته چې د دوی ژوند او بشري حقونه په دوامداره توګه په بشري بحران کې له خطر سره مخ کېدی شي".
هغې ویلي "هیڅوک بايد په ډله ييزه توګه په زوره ونه ايستل شي، او پاکستان بايد په زوره د بیرته ستنولو په ګډون خپلې قانوني زمه وارۍ په پام کې وساتي".
سکارډي زياته کړې، "که د پاکستان حکومت په زوره د بيرته ستنولو لړۍ په سمدستي توګه ونه دروي، دا به د زرګونو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او جينکو خونديتوب، زده کړې او خونديتوب د خطر سره مخ کړي".
اېمنسټي انټرنيشنل ويلي، د ستمبر د مياشتې راهسې د 170,000 راهسې زيات افغانان بيرته شړل شوي دي. ادارې پرون د جمعې په ورځ جاري کړي بيان کې د افغان فعالو، جرنلسټانو او د ويرې سره مخ افغانانو يادګېرنه کړې چې بيرته په ستنېدو د خطرو سره مخ کېدی شي.
پاکستان په سمدستي توګه دغه بيان ته کوم ځواب نه دی ويلی خو چارواکي یې وايي، د افغانانو بيرته لېږلو لړۍ به نوره چټکه کړي او په راتلونکې کې به اسناد لرونکي افغانان هم بيرته ليږي.
په نهم نومبر، افغانستان سره په پوله پرتې د بلوچستان صوبې نګران وزيراطلاعات جان اڅکزي ویلي وو، "د غېر قانونه غېر ملکيانو د ايستلو د پړاو سمدست وروسته به رجسټرډ مهاجرين هم بيرته لېږلی شي" خو نوموړي نېټه نه وه ويلې.
له دې وړاندې د پاکستان کورنيو چارو نګران مرکزي وزیر سرفراز بګټي هم ويلي وو، "په دويم پړاو کې به کارډ لرونکي افغان کډوال هم بيرته لېږل کيږي".
جان اڅکزي په کراچۍ پرېس کلب کې خبري کانفرنس ته ویلي وو، دا وخت د بلوچستان نه 80000 غېر ملکيان تللي په دوی کې 26000 د سيند صوبې هم شامل دي.
هغه زياته کړې، په بلوچستان صوبه کې نزدې په يوه اوونۍ کې د 1000 غېر ملکيان نيول شوي او شړل شوي دي.
هغه ويلي، "څنګه چې وزیراعظم (انوار الحق) کاکړ ويلي، افغان عبوري حکومت دې په ترهګرۍ او پاکستان کې يو واخلي، په ترهګرۍ او جرمونو کې ککړو غېر قانونه غېر ملکيانو ضد کمپاين به روان وي".
د نوموړي په خبره، "په سيند او پنجاب صوبو کې به په راتلونکو ورځو کې به دغه کمپاين نور ګړندی کړی شي".
له دغې يوه ورځ وړاندې د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په يوه تفصيلي خبري غونډه کې ويلي وو، "افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري د 60 فيصدو پورې زياته شوې ده". کاکړ زياته کړې، "طالبانو پاکستان ته باور ورکړی وو چې د افغانستان ځمکه به د بل هيواد په ضد نه استمالیږي خو د بده مرغه داسې ونه شول".
کاکړ دعوه کړې وه، "د پاکستان ناامنۍ کې يو لوی كردار د غېر قانوني كډوالو دی، د دې لپاره د پاكستان ریاست د دغو كسانو د لومړي نومبر څخه بيرته خپل هېواد ته د ستنولو پريكړه كړې ده".
خو د کاکړ خبري غونډې ته په ځواب کې په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي، "د پاکستان دننه امن ساتل د دوی (طالبانو) ذمه واري نه ده، پاکستان دې خپلې مسلې خپله حل کړي او د ناکامیو ذمه وار دې افغانستان نه بلي".
د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد ويلي، طالبان د افغانستان په شان په پاکستان کې هم امن غواړي او هېڅ چاته اجازت نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعمال کړي.
هغه زياته کړې، طالبان "په پاکستان کې دننه د امن ټینکولو مسولیت نه لري، هغوی باید خپل کورني مسایل پخپله حل کړي او د خپلو ناکامیو ملامتي افغانستان ته راجع نه کړي".
په نهم نومبر د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د خونديتوب د چارو مرستيالې جيليان ټريګز په اېکس (پخواني ټویټر) ویلي، "مونږ په دوامداره توګه د پاکستان نه د هغو افغانانو د خونديتوب غوښتنه کوو څوک چې بيرته افغانستان په زوره په لېږلو د خطر سره مخ کېدی شي".
Forum