لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر اشرف غني پر کاندید نایب، امرالله صالح برید شوی دی


په راتلونکو صدارتي انتخاباتو کې د کاندید صدر محمد اشرف غني پر مرستیال (نایب) کاندید، امرالله صالح نن په کابل کې د هغه په دفتر کې بمي او وسله وال برید شوی دی.

ښاغلی صالح له دې حملې ژوندی وتلی او یو خوندي ځای ته انتقال شوی دی. په پلازمینه کابل کې د پیښې په ځای کې وسله واله نښته لا هم دوام لري او سیمه کلابنده شوې ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، چې په راتلونکو صدارتي انتخاباتو کې یې امرالله صالح خپل لومړی نایب نوملی دی، په یو ټویټ کې لیکلي: "زما ورور، د افغان خاورې ریښتونی بچی او زما د انتخاباتي ټیم لومړی کاندید نایب امرالله صالح د هیواد د دښمنانو له یو ترکیبي برید څخه ژوندی وتلی دی. مونږ تسلي ومونده او د خدای شکر چې برید ناکامه شو."

دا برید دکابل پر وخت نن مازدیگر د امرالله صالح اړوند د "زرغون بهیر" پر دفتر وشو چې اول یوه غټه چاودنه وشوه او بیا وسله وال برید کوونکو یرغل وکړ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي چې ځانگړو ځواکونو تر اوسه یو بریدگر وژلی او دوه نور برید کوونکي لا له امنیتي ځواکونو سره په جگړه بوخت دي.

صحي چارواکو سرکاري رسنیو ته تر دې دمه په دې برید کې د دوو کسانو د وژل کیدو او د ٢٥ کسانو د زخمي کېدو پخلی کړی دی. ویل شوي چې په دوو وژل شویو کسانو کې، یوه یې ښځه ده.

د برید د پیل نه وروسته پر رسنیو داسې خبرونه خپاره شول چې گني ښاغلی صالح زخمی شوی دی. خو وروسته د هغو نږدې ملگرو یې تازه عکسونه پر سوشل میډیا خپاره کړل چې ښیي هغه جوړ دی خو پر مټ یې د وینو داغ ښکاري.

امرالله صالح پخوا د افغانستان د ملي امنیت د ادارې (اېن ډي اېس) مشر پاته شوی او د پاکستان د ریاست او د طالبانو یو سخت منتقد گڼل کیږي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG