لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یو افغان په امریکا کې د ټاکنو په ورځ د ترهګر برید د پلانولو په تور نیول شوی


د امریکې د انصاف وزارت وایي، د اوکلاهوما ایالت په مرکزي ښار کې اوسېدونکی یو افغان په امریکا کې د نومبر د پینځمې نېټې د صدارتي ټاکنو په ورځ د ترهګر برید د پلانولو په تور نیول شوی دی.

دغه وزارت د اکتوبر پر اتمه ناوخته په یوه بیان کې د درج شوي مجرمانه شکایت له مخې ویلي، 27 کلن نصیر احمد توحیدي د اسلامي دولت یا داعش ډلې په استازیتوب د ټاکنو په ورځ د ترهګر برید کولو دسیسه کې لاس درلود.

د توحیدي خلاف د درج شوي شکایت له مخې هغه د 2021م کال په ستمبر میاشت کې د مهاجرت په ځانګړې ویزه (ایس آی وي) باندې امریکا ته راغلی دی او دا مهال یې د ګڼ شمېر نورو راغلو افغانانو غوندې خپل دایمي قانوني حیثیت ته په انتظار په بشردوستانه پېرول ژوند کاوه.

په بیان کې ویل شوي چې توحیدي د داعش د ملاتړ او پر امریکا د برید د پلان جوړولو په تور نیول شوی او هغه د داعش د مادي ملاتړ لپاره دسیسه جوړه کړې وه او د دې کار لپاره یې وسله او نور وسایل تر لاسه کړي وو:

"تورن د سازش د یوې برخې په توګه په ممکنه توګه د خپلې کورنۍ د شتمنیو د پلورلو، په بهر کې د کورنۍ د غړو د مېشتولو، د AK-47 کلاشینکونو او ګوله بارود تر لاسه کولو او په امریکا کې د ترهګر برید کولو لپاره ګامونه اخیستي دي".

د اې بي سي نیوز د خبر له مخې پر توحیدي د لګېدلیو تورونو په اسنادو کې راغلي چې له هغه سره لږ تر لږه یو بل د برید پلانوونکی ملګری هم نیول شوی چې وایي هغه د افغان په توګه پېژندل شوی چې د امریکې ګرین کارډ لرونکی یا قانوني دایمي اوسېدونکي دی او کم عمره دی خو د هغه عمر یې نه دی ښوولی.

د امریکې اټارني جنرل یا لوی څارنوال مېریک بي. ګارلېنډ په بیان کې ویلي، د داعش او د هغه د ملاتړو له خوا د امریکې ملي امنیت ته د ور پېښو خطرو مخنیوي ته به دوام ورکوي.

ښاغلي ګارلېنډ ویلي، هغه کسان به پېژني، په اړه به یې پلټنې کوي او په ضد به یې قانوني ګامونه اخلي چې غواړي د امریکې خلک وترهوي:

"څنګه چې تور لګول شو، د انصاف ادارې د نیم خودکاره وسلو د تر لاسه کولو او د داعش په نوم د امریکا پر خاوره د انتخاباتو په ورځ د خونړۍ حملې کولو لپاره د تورن تن دسیسه ناکامه کړه".

په بیان کې د امریکې د پلټنو د مرکزي ادارې ایف بي ای د مشر کریسټوفر رې له خولې ویل شوي، ترهګري اوس هم د ایف بي ای لومړیتوب دی او وایي د امریکې د خلکو د ساتنې لپاره به له هرې لارې کار اخلي:

"دغه تورن چې داعش هڅولی وو، زموږ په هیواد کې د ټاکنو په ورځ د یو خونړي برید دسیسه جوړه کړې وه. زه د ایف بي ای په نارینه او ښځو ویاړم چې چاته له زیان اوښتو مخکې یې دا دسیسه کشف کړه او مخنیوی یې وکړ".

د نصیر احمد توحدي په کشف شویو اړیکو کې هغه دعوه کړې چې د امریکې د صدارتي ټاکنو په ورځ یې برید پلان کړی وو او له نیول کېدو وروسته یې په پوښتنو ګروېږنو کې ویلي، پلان یې جوړ کړی وو چې د ټاکنو په ورځ د خلکو لویې غونډې په نخښه کړي او په نتیجه کې یې دی او د ده ځوانمرګی ملګری بریدګر شهیدان شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG