لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انور زېب خان: باجوړ کې په امنيتي چيک پوستو طالبانو خپل بېرغونه لګولي


د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا باجوړ ضلعې نه د صوبايۍ اسمبلي غړي ويلي، باجوړ کې په حلقه [پي کی – 20] کې د 15 پورې د پوليسو او اېف سي چېک پوستې خالي کړل شوي او طالبانو پرې خپل بېرغونه لګولي دي.

انور زېب خان د باجوړ څخه په دويم ځل د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړی منتخب شوی دی.

پرون په 31م دسمبر د اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې نوموړي ویلي، "باجوړ کې دوه ورځې وړاندې چې کومه پېښه په رڼا ورځ شوې، امنيتي ځواکونو خپلې پوستې خالي کړي، او زمونږ په چيک پوستو هغه خلک راغلي، زما سره ويډيو موجوده ده، هغوی د امارات اسلامي بېرغ رپولی، د امارات اسلامي زنده باد نعرې یې وهلي".

هغه وويل، "بانډه ملاسېد زما د حلقې علاقه ده، [پي کی 20] کې راځي، په پوله پرته علاقه نه ده، دا زمونږ د حلقې په مينځ کې پرته علاقه ده، څنګه دا خلک راغلي، آی جي نن وويل چې د 16,16 تشکيلات راځي، هلته خو 400 تنه راغلي دي او د ننه پورې په دې چيک پوستې د هغو قبضه ده".

په 28م دسمبر د سيمې څخه پوليس سرچينو وي او اې ډیوه ته ويلي وو، په 27م دسمبر مازيګر ناوخته امنیتي ځواکونو (اېف سي سکاوټ) د سلارزو تاڼې په حدودو کې د وسله والو ضد عمليات کول او نښته شوې، او د وسله والو سره نښته د ماسخوتن ناوختې پورې روانه وه، نښته کې څلور د اېف سي عسکر وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي وو

پوځ يا د اېف سي چارواکو په رسمي توګه د دغه نښتې او مرګ ژوبلو په اړه څه نه وو ویلي.

وي او اې ډیوه د انور زېب خان د پرونو څرګندونو په اړه د باجوړ د پوليس مشر ډي پي او سره د تماس هڅه کړی، په وټس اېپ ورته پېغام پرېښودل شوی، خو د پوليس مشر لخوا ورته ځواب نه دی ویل شوی.

انور زېب ويلي، افغانستان سره په پوله د قبايلي ضلعو د خلکو د اختلافاتو باوجود د سيمو ازغن تار لګول شوی، په اربونو روپۍ پرې خرڅ کړل شوي خو وسله وال بيا هم راوړي.

هغه زياته کړې، د علاقې خلکو ته یې امنيتي ځواکونو د جوماتونو د سپيکرو د لارې د عملياتو دپاره د کورونو خالي کولو ویلي، خو دوی به علاقه پرې نه ږدي.

انور زېب وويل، د ټولو قبايلي ضلعو خلکو له ژمنه پکار ده چې نور به کډوال نه جوړيږي.

هغه دعوه کړې، په علاقه کې یې د اېف سي او پوليسو 15 پوستې خالي کړل شوي دي.

دوه ورځې وړاندې په جنوبي وزيرستان کې غټه جرګه شوې، جرګې په سيمه کې د پوځي عملياتو مخالفت کړی او ويلي یې دي څوک به علاقه نه پرېږدي، او په علاقه کې یې د ناامنۍ د پېښو غندنه کړې ده.

پاکستان کې په تېر 2024م کال کې ترهګرې پېښې، وسله وال بريدونه سېوا شوي، 1612 ملکي وګړي او امنيتي عسکر پکې وژل شوي وو.

په اسلام اباد کې د څيړنې او مطالعاتو مرکز (سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکیورټي سټډيز، سي ار اېس اېس) ازادې ادارې په 30م دسمبر، کال 2024م کې د شوو پېښو په اړه خپور کړي کاليز رپورټ کې ويلي، د تشدد او ناامنۍ تر ټولو زياتې د افغانستان سر په پوله پرتو خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې شوي دي.

سي ار اېس اېس په خپل رپورټ کې ویلي، په 2024م کال کې شوو ټولو وژنو کې 60 فيصده ملکي وګړي وژل شوي دي.

ويل شوي، په نورو پېښو کې 685 امنیتي عسکرو (د پاکستان پوځ، استخباراتي ادارو غړي، پوليس او نورو قانون نافذونک ادارو غړي) وژل شوي، او دا د کال 2014م نه وروسته د امنيتي عسکرو د وژنو تر ټولو غټه شمېره ده.

سي ار اېس اېس ویلي، خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ زياتې پېښې او وژنې د افغانستان سره په پوله پرتو ضلعو کورمه، شمالي وزيرستان او خېبر کې شوي دي، له دې نه علاوه ډېره اسماعیل خان، بنو او لکي مروت ناامنۍ او ترهګرۍ ډېرې ځپلې دي.

په 27م دسمبر د پاکستان د پوځ وياند ويلي وو، په 2024م کال کې په ملک کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د پوځ 383 افسران او عسکر وژل شوي دي.

هغه ويلي وو، امنيتي ځواکونو او قانون نافذونکو ادارو 59,775 عمليات کړي، د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو په ګډون 925 وسله وال وژل شوي، او دا په تيرو پينځو کلونو کې تر ټولو غټه شمېره ده.

د پاکستان پوځ تحریک طالبان پاکستان د فتنه الخوارج په نوم يادوي.

د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شریف چودري مطبوعاتي غونډه کې دغه شمېرې وړاندې کړې او ویلي یې وو، هره ورځ د 169 نه زیات عمليات کيږي، او مهمې کامیابۍ ترلاسه شوي دي.

د پوځ وياند دعوه کړې وه، په عملياتو کې 73 انتهايي مطلوبه ترهګر وژل شوي، چې پکې د ټي ټي پي او بلوڅ وسله وال هم شامل دي.

نوموړي د تېر په څېر ژمنه تکرا کړې چې، د وروستي ترهګر او خوارج د خاتمې پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه روانه وي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جرګې د خېبر جرګې ملاتړ وکړو
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:05 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG