لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي پوښتنه کوي چې د پېښور پولیس لاین په شان حساسه امنیتي سیمه کې ځانمرګي برید څنګه وشو؟ 


د خېبرپښتونخوا د پوليسو مشر معظم جاه انصاري وايي، د پروني ځانمرګي بريد د پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي چې معلومه کړی شي چې خودکش دغه ځای ته څنګه رسېدلی دی
د خېبرپښتونخوا د پوليسو مشر معظم جاه انصاري وايي، د پروني ځانمرګي بريد د پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي چې معلومه کړی شي چې خودکش دغه ځای ته څنګه رسېدلی دی

څيړونکي وايي د خېبرپښتونخوا په مرکز پېښور کې په حساسه ځای کې دننه ځانمرګی برید کېدل په امنيتي ادارو او حکومت پوښتنې راولاړوي، د امنيت کمزوري او د وسله والو فعاليت څرګندونه کوي، حکومت او ادارو له به په ګډه د دې د مخنيوي دپاره ګامونه پورته کول وي.

د ګل/دوشنبې په ورځ [30 جنورۍ] په پوليس لاین یا د پولیس په مرکز کې دننه په جومات کې ځانمرګی برید وشوی چې پکې 95 کسان وژل شوي او 221 زخمیان شوي دي.

د خېبرپښتونخوا نګران وزیراعلا اعظم خان نن د نهې/ سه شنبې په ورځ مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل، په پرونۍ پېښه کې 95 کسان وژل شوي او 221 ژوبل شوي دي.

د دفاعي او امنيتي چارو کار پوهه ریټايرډ بريګيډيير سيد نظير وايي، په حساسه علاقه کې دومره غټ بريد کېدل او مرګ ژوبلې کېدل دا امنيتي حصارونو خلاف ورزي او کمزوري ده.

د وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، د دې بريد د لارې ترهګرو په خلکو کې ويره اچولې په امنيتي ادارو او حکومت یې خلکو ته د ګوتو اوچتولو موقع ورکړې ده او د ترهګرو هدف هم دا وي چې په خلکو کې ويره خوره کړي او پېغام ورکول غواړي چې پوليس او داسې حساسه ځای د هغوی نه محفوظ نه دی نو عام خلک به ترې څه محفوظ پاتې شي.

نوموړی وايي، بله دا چې ترهګر د داسې بريد د لارې خپل فعاليتونه ښکاره کول غواړي چې دوی اوس هم موجود دي او فعاله دي.

څيړونکی خبريال مشتاق يوسفزی وايي، په پېښور کې په دومره غټه کچه بريد کېدل د چا په وهم ګمان کې نه وو، خو که په دې تيرو 20 کلونو کې امنيتي ادارو زياته پوهه ترلاسه کړې نو تندلارو د هغې نه زياته زده کړې نوې وسلې اخلي، او خپل فعاليت یې ښکاره کړی دی.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، باوجود د دې چې د پاکستان امنیتي نظام ډېر مضبوط دی، په قبايلي سيمو کې ټولې امنيتي ادارې پوځ، پولیس او اېف سي موجود دي، د افغانستان سره په پوله ازغن تار لګېدلی دی، ځای په ځای چيک پوستې موجودې دي د هغې باوجود يو کس راځي اود پېښور په چاڼۍ کې د پوليسو کور ته دننه کيږي، نو د دې مطلب دا دی چې دښمن ډېر تياری کړی دی.

هغه زياته کړه د مرکزي حکومت په کچه خېبرپښتونخوا کې امنیت ته پاملرنه نه ده شوې که څه هم په مرکز او صوبه کې د تحریک انصاف حکومت وو، دلته حالات د تيرو څو کلونو راهسې داسې را روان وو او دې حد ته راورسېده او په ضرب عضب عملياتو کې چې کومې کاميابۍ ترلاسه کړی شوې وې هغه هر څه اوبو يوړل، ځکه چې د تحريک انصاف د حکومت په څلورو کالو کې امنيت او امنيتي ادارو ته پاملرنه نه ده شوې.

سيد نظير وايي، څو پورې چې د امنيتي ګامونو خبره ده نو 20 نکاتي نېشنل اېکشن پلان موجود دی او له دې وړاندې هم په نېشنل اېکشن پلان د عمل کولو ويل وشي، په استخباراتي بنيادونو عملیات کيږي او کاميابۍ پکې هم ترلاسه شوي دي، وړاندې به په يو چيک پوسته يا کمزوري هدف برید کېدو خو د درېو حصارونو نه تېرېدل او دومره غټه پېښه کېدل، پکار ده چې اوس سیاسي تاو تريخوالی ختم شي او امنیتي ادارې يو ځای او فعاله شي.

هغه وویل پکار ده چې اوس يوه غټه غونډه وشي چې د امنيت دپاره کلک ګامونه پورته شي او د بدامنۍ مخنيوی وشي.

د خېبرپښتونخوا د پوليسو مشر معظم جاه انصاري وايي، د پروني ځانمرګي بريد د پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي چې معلومه کړی شي چې خودکش دغه ځای ته څنګه رسېدلی دی.

هغه وويل د لومړو معلوماتو ترمخه په چاودنه کې د 10 نه تر 12 کلوګرامه پورې بارودي مواد کارول شوي دي.

د نوموړي په خبره د برید زمه واري د تحريک طالبان پاکستان يوې ډلې منلې، جماعت الاحرار او داعش هم د زمه وارۍ منلو ويلي خو دوی يې پلټنې کوي چې په پېښه کې څوک ککړ دي ځکه چې تحریک طالبان پاکستان اول زمه واري منلې او بيا یې د لاتعلقۍ ويلي دي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف چې دغه برید یې غندلې، نوموړي د پوځي مشر جنرل عاصم منير سره د مرکزي وزيرانوپرون د پېښور سفر کړی او د ژوبلو پوښتنه یې کړې ده.

حکومتي واکمنه ګوند مسلم ليګ ن ویلي، "وزيراعظم شهباز شريف ته د پېښور کور کمانډر پېښور کې د ترهګرۍ د عواملو او محرکاتو په اړوند احوال وړاندې کړی دی. او د پوليس مشر د ځانمرګي برید په اړه لومړی رپورټ وړاندې کړی او وزيراعظم ته د خودکش حملې سي سي ټي ويډيو ښکاره کړی شوې ده".

وزيراعظم شهباز شريف ویلي، په نمونځ کولو بريد کول ناوړه عمل دی، په دغه ډول ناوړه بريدونو به ترهګر قومي حوصله ماته نه کړي، او په دغه بريد کې ککړ عناصر به منطقي انجام ته ورسوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې


د ډانلډ ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ پېژندګلو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:43 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG