لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي امید څرګندوي چې ايي اېم اېف به پاکستان ته د موجوده قرض د اخېری قسط منظوري ورکړي


د پاکستان او د ايي اېم اې دا خبرې په داسې حال کې کيږي چې پاکستان د سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی، د ګرانۍ کچه لوړه ده، د زر مبادلې ذخيرې يې د اته 8 اربه ډالرو څخه ښکته دي او روپۍ هم د ډالر په مقابله کې خپل قدر بایللی دی
د پاکستان او د ايي اېم اې دا خبرې په داسې حال کې کيږي چې پاکستان د سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی، د ګرانۍ کچه لوړه ده، د زر مبادلې ذخيرې يې د اته 8 اربه ډالرو څخه ښکته دي او روپۍ هم د ډالر په مقابله کې خپل قدر بایللی دی

د پاکستان او نړيوالې مالياتي ادارې ترمنځ د درې اربه ډالرو د لنډ مهاله موجوده قرض پروګرام د 1.1 ارب ډالرو د اخېری قسط په اړه خبرې د ګل، دوشنبې، په ورځ ختمېږي او څيړونکي هيله مند دي چې د سټاف په کچه لوظنامه به وشى او د ايي اېم اېف د ايګزيکټيو بورډ د منظورۍ ورسته به پاکستا ن ته د 1.1 ارب ډالرو اخری قسط ورکړی شي.

د پاکستان او د ايي اېم اې دا خبرې په داسې حال کې کيږي چې پاکستان د سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی، د ګرانۍ کچه لوړه ده، د زر مبادلې ذخيرې يې د اته 8 اربه ډالرو څخه ښکته دي او روپۍ هم د ډالر په مقابله کې خپل قدر بایللی دی.

د مطبوعاتى رپوټونو له مخې د ايي اېم اېف د فشار وروسته د پاکستان حکومت فنډ ته ډاډ ورکړی چې د نجکارۍ په پروګرام به کار تيز کړي.

مطبوعات د سرچينو له قوله دا هم وايي ايي اېم اېف پاکستان ته د قرض په موجوده پروګرام کې تر دي دمه څه نوی شرط نه دی اېښودی.

د څيړونکو او د ايي اېم اېف او د پاکستان په مذاکراتو نظر لرونکو خبريالانو په وېنا پاکستان د اخري ارزونې ټول شرطونه پورا کړي دي خو حتمي پريکړه به ايي اېم اېف کوي.

څېړونکی ثنا الله پاکستان ته چې کوم اهداف ورکړې شوي وو په هغې کې زياتره پورا کړې شوي چې په کې د ټېکس امدن سيوا کول، مراعات یا سبسېډي ختمول ، حکومتي ادارې شخصى څانګې ته ورکولو کي هم پر مختګ شوې او هم دا شان د بجلۍ او ګيس بيعې زياتول.

ثنا الله زياته کړه اوس به پاکستان د راتلونکي پور پروګرام ته ځي او په دې اړه وېل کيږى چې دا به د اووه نه تر اته اربه ډالرو پورې بيل اوټ پېکج یا د قرض کڅوړه وي او که ايي اېم اېف د نوي قرض دپاره د پاکستان خواست ومنلو نو ممکنه ده چې د ايي اېم اېف نوي شرطونه مخې ته راشي.

د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف وړاندې د خزانې د مرکزي وزير محمد اورنګزيب تر مشرۍ لاندې خپلې اقتصادي ډلې ته ویلي چي د لنډ مهاله قرض پروګرام د ترسره کېدو وروسته دې د ايي اېم اېف سره د بل اوږد مهاله قرض لوظنامې لپاره خبرې پېل کړي.

د پاکستان حکومت لا نه ده واضحه کړې چې د ايي اېم اېف نه به د اږود مهاله پروګرام لاندې څومره قرض اخلي خو امريکايي خبري ادارې بلومبرګ د فېبرورۍ په میاشت کې خپل رپورټ کې ويلي وو چي پاکستان د شپږ ارب ډالرو نور قرض ترلاسه کول غواړي.

ايي اېم اېف له دې مخکې د خرانې نوي وزیر محمد اورنګزیب له ايي اېم سره د نوې معاملې د اړتیا په اړه د خبرو پر مهال ویلي و چې د ده ټیم د لږ تر لږه شيږ اربه ډالرو د درې کلن نوي پور په لټه کې دی او د خبرو اترو د تنظیم لپاره چمتو دی.

څيړونکي او خبر يالان وايي که څه هم دا خبرې په کاميابۍ سره روانې دي او اخري ارزونه به مکمل شي او د پاکستان د خزانې وزارت هم ويلى ٶ چې د ايي اېم اېف ډير اهداف يې ترلاسه کړي دي خو سرچينې وايي چې اوس هم دواړو خواٶ ته اختلافات شتون لري.

خبریال ظفر هاشمي وايي د پاکستان او اؽى ايم ايف تر منځه اوس هم دبجلۍ، ګيس په بيعيو ، ټيکس امدن او نورو شيانو باندې اختلافات شته چې پکي اين ايف سي ايوارډ او ترهګرۍ په حواې سره چارې هم شاملې دي.

پاکستان به په اینده دريو مالي کلونو کي شاٶ خوا 72 اربه ډالره بهرني پورونه واپس کوي او د دي لپاره د ايي اېم اېف پور ته اړتيا لري.

د يو کمزورى اقتصاد له وجې اقتصاد پوهان وايي پاکستان ته به د ايي اېم اېف نه صرف ديو بل اوږد مهاله پور پروګرام ضرورت وي بلکې د دريو کلونو يو بل پروګرام به ورته هم اخستل وي چې دا شان پخپلو اقتصادى ستونزو قابو ومومي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG