لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سياستوال او څيړونکي: په خېبر پښتونخوا کې امن لومړی د صوبايي حکومت ذمه واري ده


د سوات په شمول د خېبرپښتونخوا په مختلفو برخو کې ځايي خلکو او د سماجي ټولنې فعالانو د وسله والو د فعالیتونو او په ضد او د امن په حق کې مظاهرې کړې
د سوات په شمول د خېبرپښتونخوا په مختلفو برخو کې ځايي خلکو او د سماجي ټولنې فعالانو د وسله والو د فعالیتونو او په ضد او د امن په حق کې مظاهرې کړې

سياستوال او څيړونکي وايي پخوانی وزیراعظم عمران خان په خېبرپښتونخوا صوبه کې د امنيت دپاره د مرکزي حکومت نه د کردار غوښتنه کوي خو په صوبه کې امنيت په ځای کول لومړی د صوبې کار دی او که صوبایي حکومت حالات نه شي قابو کولی بيا به مرکز ته خواست کوي.

څيړونکي وايي پکار ده چې د امنيت په موضوع د سياست نه ډډه وشي.

د عوامي نيشنل ګوند مرکزي وياند زاهد خان وايي، د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ځان خلاصول غواړي چې مرکز ته وايي چې په ملاکنډ او قبايلي ضلعو کې د امنيت دپاره کردار ادا کړي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، کله چې صوبه امنيت نه شي قابو کولی بيا به مرکز ته وايي کله چې اپرېشن کول وي.

نوموړي زیاته کړه، د 18م اييني بدلون وروسته امنيت په ځای کول د صوبې کار دی، او عوامي نيشنل ګوند چې په کال 2009 کې په صوبه کې په حکومت کې وو هغه وخت لا 18م اييني بدلون هم نه وو شوی، مونږ چې مذاکرات کول او مذاکرات ناکامه شو مونږ په اسمبلۍ کې د ټولو ګوندونو سره په هره خبره مشورې کولې، په پارليمان کې مو پرې خبره کړې وه.

زاهد خان وايي د پي ټي ايي حکومت بهتې/ قلنګ ورکوي، د ويرې نه مخې ته نه راځي ودريدی نه شي. پکار ده دوی استعفا ورکړي مرکز به بيا په خپله راشي.

په خېبرپښتونخوا صوبه کې د تحریک انصاف په حکومت نیوکې کيږي چې په صوبه کې د بدامنۍ په پېښو غلی دی، مشر يې يو څه او وزیران يې بل څه وايي.

په 17 اګست عمران خان په چارسده کې د ګوند يوې جلسې ته وېنا کې ویلي وو، په ملاکنډ کې بدامني پېل شوې د پښتونخوا پوليس هڅه کوي خو مرکزي حکومت دې مخې ته راشي او خپله ډیوټي دې وکړي.

خو بل لور ته په صوبه کې د پاکستان تحريک انصاف د حکومت وياند بېرسټر سېف وايي، د صوبې دننه د امنيت دپاره پولیس چمتو دي او که په پوله څه مسله وي هغه به پوځ قابو کوي.

د امنيتي چارو کار پوهه د خېبرپښتونخوا د کورنیو چارو پخوانی سيکرټري اخترعلي شاه وايي، امنيت او ترهګرۍ د مخنیوي زمه واري شريکه ده، د ترهګرۍ ضد قانون مرکز جوړ کړی دی، د سرحدي پولو زمه واري د پوځ جوړيږي خو په صوبه کې ورسره پوليس او د ترهګرۍ ضد ځانګړې څانګې هم شتون لري.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل په صوبه کې امنيت د صوبې کار دی خو ترهګري بيا د صوبې او مرکز شريکه زمه واري ده چې مخنیوی يې وکړي.

هغه زیاته کړه د مرکز خبره کيږي نو پوځ دلته د وړاندې موجود دی د هغې خو ضرورت نشته، د مرکز کومه خبره چې کيږي دا سياست دی او په صوبه کې د بدامنۍ ناکامي په صوبه او مرکز دواړو راوړي.

په خېبرپښتونخوا کې په وروستیو کې د بدامنۍ پېښې سېوا شوي او په ځانګړي ملاکنډ او قبايلي ضلعو کې په پوځ، پوليسو او امنيتي کمېټو په غړو بريدونه سېوا شوي چې د زیاترو زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې ده.


  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG