لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: پاکستان بايد د موسمي بدلون په لړ کې ترلاسه کېدونکې مرستې په شفافه توګه وکاروي


د پاکستان د سرکاري شمېرو ترمخه د اګست په مياشت کې د سېلابونو له امله د ملک درېمه برخه اوبو ډوبه کړې ده، 33 میلینه کسان ترې اغېزمن شوي، او د 1700 نه زيات خلک پکې مړه شوي دي. چارواکي وايي د دې سېلابونو له وجې پاکستان ته اوړېدلی مالي او اقتصادي نقصان، 40 بلینه ډالره اټکل شوی دی
د پاکستان د سرکاري شمېرو ترمخه د اګست په مياشت کې د سېلابونو له امله د ملک درېمه برخه اوبو ډوبه کړې ده، 33 میلینه کسان ترې اغېزمن شوي، او د 1700 نه زيات خلک پکې مړه شوي دي. چارواکي وايي د دې سېلابونو له وجې پاکستان ته اوړېدلی مالي او اقتصادي نقصان، 40 بلینه ډالره اټکل شوی دی

په پاکستان کې څيړونکي وايي په مصر کې د موسمي بدلون په اړه کوپ 27 کانفرس کې د موسمي بدلون څخه اغېزمنو هېوادونو سره د مرستو ژمنه د خوشالۍ خبره ده خو د پاکستان په څېر هېواد کې بيا د بهرنيو مرستو مصرف اکثر له په شفافه توګه نه کيږي.

د اتوار په ورځ په مصر کې د موسمي بدلون په اړه کوپ 27 کانفرس کې پريکړه شوې چې د موسمي بدلون څخه متاثره شوو هېوادونو سره به مالي مرستې کيږي. پاکستان د دې پريکړي هرکلی کړی دی.

د کوپ 27 غونډې په اړه خبريال داود خان ډيوه ته وويل د پاکستان او دغسې نورو هېوادونو دپاره چې د موسمي بدلون نه متاثره کيږي دا يوه ښه پريکړه ده خو بيا په پاکستان کې ليدل کيږي چې دغسې بهرني امدادونه په سمه توګه مصرف نه شي.

"د ترهګرۍ ضد جګړې په وخت پاکستان ته 33 اربه ډالره امداد ترلاسه شوی د هغې پوره معلومات ترلاسه کول ممکن نه دي چې په کومو برخو کې کارول شوي دي، نو دا د پاکستان شان هېواد کې يو لوی چېلنج دی چې دا پېسې به دوي څنګه مصرف کوي، نو ځه نه ګڼم چې پاکستان ته څه موده پس د موسمي بدلون د پاره د دې فنډ پېسې ترلاسه شي او په سمه توګه خرڅکړې شي".

د کوپ 27 کانفرس ته د تګ نه وړاندې د پاکستان د ماحولياتو وفاقي وزيرې شيري رحمان رايټرز خبري ادارې ته ويلي وومونږ وړاندې هم د سېلابونو له د شوي تاوان خبره کړې وه او دغلته به هم خپل وړاندې کړي.

په موسمي بدلون نظر لرونکی خبريال اصف مومند وايي پاکستان په خپل دغه مقصد ترلاسه کولو کې کامياب شو خو اوس پکار ده چې د دغو فنډونو د مصرف کولو د پاره کوټلې تګ لارې جوړه کړي.

"پاکستان د کال 2010 د سېلابونو پس هم په نړيوالو معاهدو کې د داسې ادارو جوړولو وعدې کړې وې چې د سېلابونو څخه کېدونکي نقصانونه راکم کړي خو په دغه لړ کې بيا هيڅ قسمه کوټلي ګامونه پورته نه کړی شول او دې کال سېلاب يو ځل بيا په لويه کچه مالي او ځاني تاوانونه واړول".

د پاکستان د سرکاري شمېرو ترمخه، په نړۍ کې د ناکاره ضرر رسوونکي ګېسونو د پېداوار په برخه کې، د دې هېواد برخه د یو فیصد نه هم کمه ده، مګر د دې باوجود، پاکستان د نړۍ په هغو لسو ملکونو کې شمارل کيږي کوم چې د موسمي بدلون د دېرو ناوړه پېښو په وړاندې زیانمن کېدلی شي.

د موسمي بدلون په اړه غېر دولتي تنظيم چلونکی عبدالولي يوسفزی وايي پاکستان که هر څو وايي چې د ضرر رسوونکي ګېسونو کې د پاکستان برخه کمه ده خو دې هېواد ته به د بهرني امدادونو ته د ناستې په ځايې په خپله هم ګامونه پورته کول پکار وي.

"تر څو چې مونږ خپل کور ځان نه وي تکړه کړی او خلک مو نه وي پوهه کړي تر هغې د بهر نه فنډونه راتلل هيڅ معنه نه لري".

په کوپ 27 کانفرس کې د فنډونو ورکولو د پريکړې وروسته د پاکستان خارجه وزارت په یو بیان کې ویلي چې په ملک کې راغلو سېلابونو د نړيوالو توجه یو ځل بیا د موسمي بدلون ناوړه اثراتو ته واړوله.

په بيان کې ويل شوي چې پاکستان د معاوضې په مد کې د جوړېدونکي فنډ زر تر زره عملي فعاله کېدو ته سترګې په لاره دی.

د پاکستان په کابینه کې د موسمي بدلون د چارو وزیرې شېري رحمن ویلي چې دغه تاریخي فنډ په ټوله نړۍ کې هغو ټولنو ته یو امېد ورکوي کوم چې د موسمي بدلون د اثراتو لاندې د ژوندي پاتې کېدو هڅې کوي.

د پاکستان د سرکاري شمېرو ترمخه سږ کال د اګست په مياشت کې د راغلو سېلابونو له امله د ملک درېمه برخه اوبو ډوبه کړې ده، 33 میلینه کسان ترې اغېزمن شوي، او د 1700 نه زيات خلک پکې مړه شوي دي. چارواکي وايي د دې سېلابونو له وجې پاکستان ته اوړېدلی مالي او اقتصادي نقصان، 40 بلینه ډالره اټکل شوی دی.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG