لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریت خلاف پښتون انقلابي شمس بونيري سترګې پټې کړې


شمس بونيری
شمس بونيری

د پوځي او شخصي امریت مخالف سیاسي فعال او مصنف شمس بونيری د بونير په غازي خاني کلي کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د 77 کالو په عمر کې په حق ورسېد.

د شمس بونيري لمسي ریاض جان وي او اې ډیوه ته وويل، نيکه یې [شمس بونيری] د تيرو دوه میاشتو نه د اينې په ناروغۍ اخته وو او د لسو ورځو نه په کټ وو او د نهې، سه شنبې، په ورځ په حق ورسېد اوسبا به په خپل پلارني کلي غازي خاني کې خاورو ته سپارل کيږي.

د شمس بونيري سره نزدې پاتې شوی ليکوال او شاعر نور البشر نويد وايي، د شمس بونيري ژوند او مبارزه ډېر اوږد تاريخ لري او په ليکوال مجله کې په خپل ژوند [زه څوک يم] د سرخط لاندې ليکل کړي وو.

د وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نور البشرنويد وويل، "شمس بونيری انقلابي او مبارز وو، هغه د خپل پښتون وطن دپاره د داسې انقلاب مبارزه کوله چې په هغه وطن کې خپل اختیار، خپل پېداوار، خپل ولس، خپل ادب، خپله ژبه او خپله ټوله خپلواکي وي، هغه د باچا خان، ولي خان او اجمل خټک سره په مبارزه روان د هغو کلک ملګری وو".

هغه زياته کړه،" د شمس بونیري دغه ارمان وو او دا ارمان به پوره کيږي ځکه چې د شمس بونيري غوندې انقلابيانو د دې ارمان دپاره ټول عمر مبارزه کړې جېلونه یې او جلاوطنۍ تېرې کړي دي".

د عوامي نېشنل ګوند عمومي سېکتر سردار بابک وايي، "شمس بونیری د پښتنو اتل دی هغه ټول عمر په تسلسل مبارزه کړې، د يو شاعر په حېث د يو سياستمدار په حېث، هغه يو بالغ النظر انسان وو. هغه د پښتون قام خېر خواه او د ژوند زیاته برخه یې د پښتون قام په مبارزه کې تېر کړي او ډېر خدمات یې دي".

هغه وويل، "دوی به شمس بونيری او د هغه مبارزه د تل دپاره ياد ساتي".

د شمس بونيري مبارزه، قېد او جلاوطني

شمس بونیري وي او اې ډیوده ته په يوه مرکه کې ویلي وو، "د والي سوات حکومت د ظلم او جبر حکومت وو او ده یې د 23 يا 24 کالو په عمر کې پرضد مبارزه کوله، ځکه دوی د والي سوات حکومت مخالف وو او دوی د نېشنل عوامي پارټۍ ملاتړ ترلاسه وو".

د هغه په وينا د "پوځي امر يحيا خان په مارشل لا کې د سوات، دير او چترال رياستونه په صوبه کې شامل کړی شوي او د 1970 نه په صوبه کې سياست پېل شو، د والي سوات په حکومت کې سياست نه وو، بنيادي ازادي چاته نه وه حاصله".

هغه ويلي وو، "د مبارزې په سر یې د داود خان په وخت کې د اووه کالو پورې په افغانستان کې جلاوطني تېره کړې وه، او دوی افغانستان ته د يو خاص مقصد دپاره تللي وو". هغه ويلي وو "افغانستان یې پرون هم وو او نن هم دی مېلمانه نه وو تللي".

شمس بونيري ويلي وو، "د پوځي امر جنرل ضيا الحق په وخت کې یې چې د وکالت زده کړې کولې د مبارزې په سر یې 14 کاله بند د پېښور او هریپور په زندانو کې تېر کړی او 25 کوړې ورته ورکړی شوې وې".

هغه ویلي په 1988 کې د جېل نه ازاد شوی د بونير په تاريخي امبېلې کنډاو یې یادګار هرکلی شوی وو، د ارواښاد په وينا "په 1990 کې یې بيا د وکالت ډګري ترلاسه کړې او په 1991 کې یې بيا رسمي وکالت پېل کړی وو".

د شمس بونیري کتابونه

د [زندان رڼا] د نثر کتاب دا یې په زندان کې ليکلی وو، د نثر بل کتاب یې [د زندان يادونه] د [شمس بونيري فن او شخصيت]، او د شاعرۍ کتابونه یې، [سور سهار]، [سره شپېلۍ]، [ دغه سجدې مې تاته وې او کنه].

د شمس بونيري دوه زامن رياض جان اېډوکېټ او رشيد جان دي، مېرمن یې ژوندۍ ده.

د شمس بونيري وي او اې ډيوه سره کړې تفصیلي خبرې په لانديني لنک کې اورېدلی شئ.

https://www.facebook.com/voadeewa/videos/385570169074079

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG