لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چمن مظاهره چیان وايي د لوږې احتجاج به شروع کوي


احتجاجي پرلت کونکو د شلم نومبر سخه د پاکستان او افغانستان تر منځ لوی لاﺭه هم بنده کړې ده چې د چمن له لاﺭې د پاکستان او افغانستان تر منځ تجاﺭتې چاﺭې هم په ټپه ولاړې دي
احتجاجي پرلت کونکو د شلم نومبر سخه د پاکستان او افغانستان تر منځ لوی لاﺭه هم بنده کړې ده چې د چمن له لاﺭې د پاکستان او افغانستان تر منځ تجاﺭتې چاﺭې هم په ټپه ولاړې دي

په چمن کې د ال پاﺭټيز تاجر لغړي اتحاد د دریو میاشتو راهسې دوامداره احتجاجي پرلت ګډون وال وایي که حکومت يې غوښتنې ونه منلې نو ﺭاﺭوانه هفته به د چاﺭواکو د سرکاﺭې ودانیو مخته د مرګ پوﺭې د لوږې احتجاج پيل کړي.

د پاکستان حکومت د نومبر د مياشتې د اولنۍ نېټې نه افغانستان سره تګ ﺭاتګ دپاره پاسپوﺭټ کړی لازمي کړي او چارواکي وايي اوس خلق پر پاسپوﺭټ او ويزه د دواړو ملکونو ترمنځ سفر کوي.

د چمن احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې حکومت دې په چمن پوله په پاسپورټ او ويزه د سفر فېصله بېرته واخلي او پخوانی نظام دې بحال کړي.

ځايي خلک وايي د چمن او سپين بولدک اوسېدونکي دې د تېر په څېر د پاکستان په شناختي کارډ او د افغانستان په تذکره تلل راتلل کوي خو د پاکستان حکومت تراوسه دغه غوښتنه نه ده منلې.

د پرلت کونکو د لوږې د احتجا په فېصله د حکومت دﺭيځ اخستو لپاﺭه د بلوچستان د نګران حکومت وياند جان اڅکزې سرہ وي او ای ډیوه د رابطې ډيری هسې وکړې خو هغه څه جواب و نه وېلو.

تيره اونې په کوټه پرېس کلب کې جان اڅکزې يو خبري کانفرنس ته وویل چې د وړمبي نومبر څخه د ګاونډیو هيوادو سره تګ او ﺭاتګ په پاسپوﺭټ د کيدو وﺭوسته يو خوا د سمګلنګ کچه کمه شوې ده او بل خوا د مشکوکو خلکو د تګ راتګ مخنیوی هم شوی دی.

د چمن د احتجاج انتظامي کمېټۍ د ګل، دوشنبې، په ورځ اعلان وکړو چې په ﺭاﺭوانه اونۍ کې څوک د پاکستان مليشا قواو د مرکز مخته د لوږې په احتجاج کې شرکت کول غواړي؟ د دې په جواب کې ګڼ شمېر ځوانانو خپل نومونه ولیکل. په دغو کسانو کې فيض محمد هم شامله و، وايي د کاﺭوباﺭ نه يې ګټه نشته که هسې د لوږې مري نو د لوژې په دغه احتجاج کې دې مړ شي.

فيض محمد وايي "حکومت ﺯموﺯ نعره نه اوﺭې نن یې موﺯ پر دغه مجبوﺭه کړو څې ددې سرکاﺭي قلعې ومخته موﺯ بهوک هړتال شروع کوو څې په لوژه مرو بيا دې نو په بهوک هړتال کې مړو شو."

د پاکستان حکومت وايي په ملک کې امنیت ښه کولو دپاﺭه د افغانستان سره پر ټولو دﺭواﺯو يې تګ او ﺭاتګ په پاسپوﺭټ او ويزه کړی دی او د دې پريکړې د عملې کيدو سره سم اوس خلق پر پاسپوﺭټ او ويزه دواړو ملکونو ته ځې او ﺭاځې."

په چمن کې د ال پاﺭټيز تاجر لغړې اتحاد کميټې يو مشر غوث الله اڅکزي وايي د تيرو دﺭیومياشتو ﺭاهسې په احتجاج ناست خلق د بې روﺯګاﺭۍ ښکار دي حکومت يې پکاره ده چې غوښتنې ومني.

اڅکزي وویل مجبوﺭه شول چې د لوږې احتجاج وکړي. "موﺯ ووس دغه فيصله وکړه څې د ايف سې قلعے مخته په بهوک هړتال لاس پوﺭې کوو څې د مرګ دﺭ ساعته په دغه هړتال ﺭوان وې ددے هړتال لپاﺭه موﺯ پنځوس کسان تياﺭ کړې دې."

پرلت کونکو د شلم نومبر څخ د پاکستان او افغانستان تر منځ لوی لاﺭه هم بنده کړې ده او د چمن له لاﺭې د پاکستان او افغانستان تر منځ تجاﺭتې چاﺭې هم په ټپه ولاړې دي.

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG