لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نقيب مسيد د وژنې په مقدمه کې د پولیس افسر راو انوار په شمول ټول ملزمان عدالت بري کړل


نقيب مسيد او هغه سره درې نور کسان د کال 2018 د جنورۍ په 13 نېټه د کراچۍ په شاه لطيف ټاون سيمه کې وژل شوي وو، د هغه وخت د ملير ضلعې د پوليسو مشر راو انوار دعوه کړې وه چې په مقابله کې يې ترهګر وژلي خو وروسته د پوليسو د لوړو پوړو افسرانو ګډې پلټنيزې کمېټۍ دغه مقابلې ته جعلي ويلي وو
نقيب مسيد او هغه سره درې نور کسان د کال 2018 د جنورۍ په 13 نېټه د کراچۍ په شاه لطيف ټاون سيمه کې وژل شوي وو، د هغه وخت د ملير ضلعې د پوليسو مشر راو انوار دعوه کړې وه چې په مقابله کې يې ترهګر وژلي خو وروسته د پوليسو د لوړو پوړو افسرانو ګډې پلټنيزې کمېټۍ دغه مقابلې ته جعلي ويلي وو

د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي نقيب مسيد په وژنه تورن راو انوار او هغه سره نور پوليس بري کړل خو د نقيب مسيد وکیل وايي فېصله به په هايکورټ کې چېلج کوي.

د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د ګل/دوشنبې په ورځ [۲۳ جنورۍ] د نقيب مسيد د وژنې قضيه واوروله.

د قضيې وروسته د نقيب مسيد په وژنه تورن راو انوار مطبوعاتو سره په خبرو کې وویل په هغه د دروغو قضيه جوړه کړی شوې وه او عدالت ورته انصاف ورکړو.

خو د نقيب مسيد وکیل صلاح الدين پهنور وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، دوی د وړاندې نه دا خبره کړې وه چې پوليسو په دغه قضيه کې سمې پلټنې نه دي او ګواهان هم د خپلو بيانونو څخه په شا شوي دي.

هغه وويل دا لومړی عدالت وو د دې وروسته به دوی هايکورټ ته ځي او د هلته نه دوی د ښې فېصلې تمه ساتي.

د اتوار په ورځ د نقيب مسيد ورور عالم شير هم وي او اې ډيوه سره په خبرو کې ويلي وو دوی به د دغه قضيې څخه نه په شا کيږي.

نقيب مسيد او هغه سره درې نور کسان د کال 2018 د جنورۍ په 13 نېټه د کراچۍ په شاه لطيف ټاون سيمه کې په يوه مبینه پوليس مقابله کې وژل شوي وو، د هغه وخت د کراچۍ د ملير ضلعې د پوليسو مشر راو انوار دعوه کړې وه چې په مقابله کې يې ترهګر وژلي خو وروسته د پوليسو د لوړو پوړو افسرانو ګډې پلټنيزې کمېټۍ دغه مقابلې ته جعلي ويلي وو.

د نقيب مسيد د وکيلانو په وينا په ياده مقدمه کې راو انوار سره د پينځه کسانو په ضمانت خوشی،13 کسان بنديوان او اووه مفروران وو.

راو انوار د وړاندې نه په ياده قضيه کې په ځان لګېدلي تورونه رد کړي او د کومو پولیس افسرانو په مشرۍ چې د دغه پېښې دپاره ګډه پلټنيزه کميټي جوړه شوې او دغه مقابلې ته يې جعلي ويلي وو راو انوار تور لګولی وو چې يادو پوليس افسرانو په شخصي ناخوښۍ کې هغه په دې مقدمه کې ښکېل کړی وو.

د نقيب مسيد د وژنې د پېښې وروسته په کراچۍ کې احتجاجي پرلت پېل شوی او بيا په راو انوار او د هغه سره د 25 کسانو چې پکې زياتره پوليس وو پرضد د نقيب مسيد د وژنې مقدمه جوړه کړی شوې وه.

د پاکستان د سپريم کورټ د هغه وخت چيف جسټس ثاقب نثار د نقيب مسيد د وژنې په پېښه سوموټو نوټس اخستی وو.

او په اپرېل 2018 کې هغه وخت د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په جنوبي وزيرستان کې د نقيب مسيد کور ته ورغلی د هغه پلار ته يې تعزيت کړی او ويلي يې وو پوځ به په ياده قضيه کې د انصاف ورکولو په لړ کې د ټولو هڅو ملاتړ کوي.

په کراچۍ کې په جعلي مقابلو تورن راو انوار امریکې د کال 2019 په دسمبر کې د بشري حقونو د سرغړونو په نوملړ کې اچولی او ویلي يې وو،

"راو انوار چې د کراچۍ د ملير ضلعې د پوليس مشر وو هاغه وخت د پولیس د جعلي مقابلو زمه وار وو، هغه په 190 پوليس مقابلو کې ککړ پاتې شوی چې پکې يې د نقيب الله مسيد په ګډون 400 کسان وژلي دي".

راو انوار د امریکا تورونه رد کړي خو په پاکستان کې د بشري حقونو کار کوونکو د امريکا دغه ګام ستايلی وو.

په دسمبر 2020 م کې برتانیه هم د بشري حقونو د سرغړونو په سر په راو انوار سفري او اقتصادي بنديزونه لګولي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې


د ډانلډ ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ پېژندګلو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:43 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG