لاس رسیدونکی لینک

 
کیف وايي پر اوکراین د روس په بریدونو کې 22 کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي
تازه خبر

کیف وايي پر اوکراین د روس په بریدونو کې 22 کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي


د اوکراین د کورنیو چارو وزارت د شنبې- خالي په ورځ وویل، روسي ځواکونو د اوکراین په ډوبروپیلیا او دونیڅک کې په بېلابېلو ځایونو باندې میزایل او ډرون بریدونو کړي چې پکې لږ تر لږه 22 کسان وژل شوي او 37 نور ټپیان شوي دي، چې پینځه ماشومان هم پکې شامل دي.

وزارت روسي ځواکونو په ډوبروپیلیا سیمه باندې د بېلسټیک میزایلو، څو راکټونو او ډرونونو په وسیله برید وکړ، اته څو منزله ودانۍ او 30 موټر یې زیانمن کړل.

وزارت په ټیلیګرام باندې په خپل یو پیغام کې وویل، "د اور وژلو په وخت قبضه ګرو بیا برید وکړ چې پکې یې د اور وژنې ټرک یې زیانمن کړ."

وزارت په جزوي توګه د تباه شویو ودانیو عکسونه خپاره کړي چې د اور لمبې ترې را چاپېرې دي او ژغورونکي له تباه شویو ودانیو ملبه لرې کوي.

د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي وایي په دغو بریدونو کې 50 تنه ټپیان شوي او په ټپیانو کې اووه ماشومان شامل دي چې وایي تر ټولو کم عمره یې یوه لس کلنه نجلۍ ده.

په ډوبروپیلیا ښار کې تر جګړې دمخه شاوخوا 28,000 خلک اوسېدل او دا د ختیځ اوکراین په دونیڅک سیمه کې دی، دا د پوکروسک سیمې شمال ته د جګړې له لومړۍ کرښې 22 کیلومتره لرې دی، چې روسي پوځیان له اونیو راهیسې ورباندې بریدونه کوي.

صدر زلنسکي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، روس په خپل "ظلم" سره ورځ په ورځ ثابتوي چې په ماسکو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی. وایي روس د جګړې د پای ته رسولو په اړه فکر نه کوي، بلکې د نورو د تباه کولو او نیولو په اړه فکر کوي او "نړۍ دوی ته د دوام اجازه ورکوي".

زلنسکي وایي، هېواد یې د خپلو خلکو "د ژوند ساتنې لپاره هر څه کوي"، هغه له ټولو هغو مشرانو، د ملګرو هیوادونو له سفارتکارانو او د مدني ټولنې له شخصیتونو مننه کړې چې د اوکراین ملاتړ کوي:

"دا مهمه ده چې موږ خپلې ټولې هڅې له خپلو شریکانو سره همغږه کولو ته دوام ورکړو، د اغېزمنې دفاع ډاډ ترلاسه کړو او سولې ته د نیزدې کېدو لپاره هره ممکنه هڅه وکړو".

اوکرایني چارواکو وویل روس د شنبې- خالي په ورځ پرله پسې په دویمه شپه په اوکراین باندې سخت هوايي بریدونه پیل کړي او روس ځکه په دغو بریدونو کې بریالی شوی چې امریکې تېره اوونۍ د اوکراین له حکومت سره د سټېلایټ عکسونو شریکول ودرول.

د امریکې د استخباراتو او پوځي مرستو د بندولو پرېکړه امریکې ته د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د تېرې اونۍ له توفاني سفر وروسته وشوه. صدر ډانلډ ټرمپ هڅه کوي په اوکراین باندې فشار واچوي چې له روس سره د سولې تړون ومني.

د جمعې په ورځ ناوخته د اوکراین د ختیځ دونیڅک سیمې په یوه ښارګوټي کې په څو بریدونو کې لږ تر لږه 11 کسان ووژل شول او نور اووه کسان د جګړې سنګر ته نیزدې په څلورو ښارونو کې ووژل شول.

د دونیڅک سیمې ګورنر وادیم فیلاشکین د وژل شویو کسانو شمېر تایید کړی او وایي دا هغه سیمه ده چېرې چې روسي پوځیان په دوامداره توګه پرمختګ کوي.

فیلاشکین د شنبې- خالي ورځ د ماتم د ورځې په توګه اعلان کړه او خبرداری یې ورکړ چې کېدای شي د روسي بریدونو قرباني شوي نور خلک لا هم د تباه شویو ودانیو تر ملبې لاندې وموندل شي.

د اوکراین د بیړنیو خدمتونو د ادارې چارواکو ویلي، د روس ډرون په شمال ختیځ خارکیف سیمه کې یوه ملکي کارخانه په نخښه کړې ده چې وایي په نتیجه کې یې درې نور کسان وژل شوي. وایي په سیمه کې د ګولیو له امله یو بل یو سړی هم وژل شوی دی.

د پولېنډ وزیراعظم ډانلډ ټسک د شنبې- خالي په ورځ د روسي ځواکونو تازه بریدونو په غبرګون کې پر خپل ایکس باندې لیکلي، "کله چې یو څوک وحشيان خوشاله کوي نو بیا داسې کیږي، نور بمونه، نور یرغل، ډېر متاثره، په اوکراین کې یوه بله غمجنه شپه."

تر دغو تازه بریدونو یواځې څلرویشت ساعته مخکې روس د اوکراین د انرجۍ اډاڼې په لسګونو میزایلو او ډرونونو سره وویشتلې او د سیمې خلکو ته د تودوخې، رڼا رسولو او د دفاع لپاره د وسلو کارخانو ته د بجلۍ رسول یې ودرول.

یادونه:- د رپوټ معلومات له اې پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG