لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د باجوړ نثار باز وايي د افغانستان سره د لارو پرانستو غوښته یې کړې خو د غدارۍ مقدمه پرې درج شوې


نثار باز په باجوړ کې د عوامي نيشنل ګوند فعال
نثار باز په باجوړ کې د عوامي نيشنل ګوند فعال

د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا د باجوړ ضلعې نثار باز وايي، په پوله د تجارتي او د تګ راتګ لارو د پرانستو دپاره یې د جرګو لړۍ پېل کړې خو دوه ورځې وړاندې پرې د غدارۍ مقدمه درج شوې ده.

د وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، څلور وړاندې یې د ډېورنډ کرښې ته نزدې د ناوګۍ تحصیل په چارمنګ علاقه کې قامي جرګه رابللې وه، او د افغانستان سره د باجوړ په تړلو لارو، غاخي پاس، ناوا پاس او لېټۍ پاس د پرانستو غوښتنه پکې شوې، ټولو مشرانو پکې ګډون کړی وو.

هغه زياته کړه، په جرګه کې د لارو پرانستو سره د علاقې د امن غوښتنه هم شوې، خو دوه ورځو وروسته بيا په ده د غدارۍ مقدمه درج شوې ده.

د نثار باز پرضد په 17 جون د چارمنګ په پوليس تاڼه کې د 151A-186-124A-506-509PPC لاندې مقدمه درج شوې او تور پرې لګول شوی هغه د 70 نه تر 80 پورې کسانو ته په وینا کې د پوځ او نورو ادارو افسران په نخښه کړي، پرضد یې بې بنياده تورونه لګولي، او خلک یې د پوځ پرضد راپارولي دي.

د چارمنګ تاڼې پوليس مشر انسپکټر فضل الرحمان وي او اې ډيوه ته د مقدې درج کول تاييد کړي دي.

نثار باز زياته کړه، د ولس ترجماني یې کړې او نه دی پوهه چې د هغه خبرو ته د بغاوت او غدارۍ نوم ورکړی شوی دی خو دوی پرامنه جرګه کړې ده.

نوموړي وويل هغه د يو سياسي ګوند [عوامي نيشنل ګوند] غړی دی. او زياته یې کړه، که د قام حقونه غوښتل او د خپلو ملي شتمنيو پوښتنه کول غداري وي نو دوی دې شل ځله غداران وګرځول شي.

هغه وويل دوی نن عدالت ته تللي او د نيولو نه وړاندې یې ضمانت ترلاسه کړی دی، وړاندې به مقدمه چلوي.

د باجوړ د ځوانانو د پارليمان مشر او د پيپلز ګوند غړی واجد علي وايي، په نثار باز د لګول شوو تورونو غندنه کوي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، هغه تل د باجوړ په قامي جرګې کې ګډون کړی، او تل پرامنه جرګې شوي دي.

هغه زياته کړه، دوی [د باجوړ ولس] غواړي چې څنګه د هندوستان سره د واهګه په پوله تجارت کيږي او په کرتار پور سيکان ځي راځي، په افغانستان کې د دوی وروڼه دي دوی د افغانستان سره هم دغه ډول د لارو پرانستو غوښتنه کوي.

نثار باز وويل، "زما خیال دی چې مونږ د خپلو حقونو د غوښتنو څخه په شا کولو دپاره مقدمې جوړيږي خو مونږ به د خپلو غوښتنو څخه په شا نه شو، ځکه مونږ د درېو کالو راهسې دا مبارزه کوو، نه يواځې د باجوړ ولس او کاروبار د افغانستان سره د لارو د بندېز له امله متاثره دی بلکې د باجوړ سره د ملاکنډ ډويژن او مردان پورې تجارتونه هم په دغو لارو کېدل هغه ټول ترې اغېزمن دي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG