په بلوچستان کې د مذهبي اقلیتونو خلک له څو کلونو راهیسې ځانونه خوندي نه ګڼی او وایي چې د پخوا غوندې مذهبي ازادي نه لري او نه هم په لوی زړه کاروبار کولای شي. په کوټه کې د یکشنبې په ورځ پر کلسیا باندې تر ځانمرګي برید وروسته د عیسوي اقلیت خلک نور هم اندېښمن کړل.
د بلوچستان د مرکز کوټې په شمول د دې صوبې د پښتنو او بلوڅانو په اکثرو سیمو کې له ډېر پخوا راهیسې هزاره، هندو، سیک، عیسوي او ذکري اقلیتونه ژوند کوي، چې پخوا یې نه په خپلو مذهبي مراسمو کې څه ډار محسوساوه، نه یې کاروبارونو ته خطر پېښ وو او نه یې اولادونو ته د تعلیم په برخه کې څه ستونځې محسوسولې، خو له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهیسې چې په دې صوبه کې په اقلیتونو د ترهګرۍ بریدونه پیل شوي، د دوی ژوند ورسره تریخ شوی دی.
هزاره ګان د دې صوبې تر ټولو لوی اقلیت ګڼل کېږي، چې د عقیدې له مخې شیعه مسلمانان دي. د دوی زیاته ابادي په مرکز کوټه کې اوسېږي، چې زیات خلک یې په ښار کې بېلابېل روزګارونه کوي او ځینې یې په لوړو حکومتي چوکیو نوکرۍ کوي، خو څه شمېر خلک یې د صوبې په نورو سیمو کې هم اوسېږي.
په ۲۰۰۳م کال کې چې په کوټه کې د شیعه هزاره ګانو پر یوه امام بارګاه ځانمرګی برید وشو او له هغه وروسته دا لړۍ پسې وغزېده، نو سلګونه کسان یې پکې و وژل شول او زرګونه پکې ټپیان شول. د دغو پېښو په نتیجه کې ګڼ شمېر هزاره خلک مجبوره شول چې د پاکستان نورو ښارونو او د نړۍ نورو هېوادونو ته کډه شي.
هندو او سیک اقلیتونه چې د بلوچستان په اکثرو سیمو کې له لسګونو کلونو اوسېږي، اکثر یې تجارت پیشه خلک دي او خپل شخصي کاروبارونه کوي. دوی هم نه پخوا پخپلو مذهبي مراسمو کې څه وېره محسوسوله او نه یې کاروبارونو ته خطر پېښ وو خو په تېرو پینځو شپږو کلونو کې چې له کوټې، چمن، نصیر اباد، ډېره مراد جمالي او ځینو نورو سیمو هندو او سیک تجاران وسلوالو وتښتول او یا یې و وژل، نو د دوی ژوند یې په خطر کې واچاوه، چې له کبله یې د دوی کاروبارونه متاثره شول او مذهبي ازادي محدوده شوه. د دې په نتیجه کې ګڼ شمېر هندو او سیک کورنۍ هند ته کډه شوې، چې ځینې د بلوچستان د اوسني حکومت په مهال بیرته را ستنې شوې او نورې لا هم په هند کې ژوند کوي.
ذکري یوه بله اقلیتي فرقه ده چې پلویان یې اکثر بلوڅان دي او زیاته ابادي یې د ایران پولې ته نیژدې په تربت، آواران او پنجګور سیمو کې اوسېږي. د دې فرقې خلک ځانونه مسلمانان ګڼي، خو عبادت یي یواځي ذکر کول دي، له همدي کبله په ذکریانو پيژندل کېږي. ذکریان په تربت سیمه کې د (کوهٍ مراد) په نامه غر مقدس ګڼی، چې د روژې په اوویشتمه او د لوی اختر په نهمه دلته د خاص ذکري عبادت لپاره را غونډېږي.
د ذکري فرقې خلکو ته هم له تېرو څو کلونو راهیسې خطرونه دي او وخت په وخت ورباندې وسلوالو بریدونه هم کړي دی. څو کاله مخکې د (لښکرٍ خراسان) په نامه یوې سني وسلوالې ډلې، چې ذکریان مسلمانان نه ګڼي، دوی ته ګواښ کړی وو چې که مسلمانان نه شي نو وبه وژل شي.
په بلوچستان کې چې کوم مذهبي اقلیت تر نورو لږ په امن کې ژوند کاوه هغه عیسایان دي. خو له تېرو څو کلونو دوی هم شکایت کوي چې کلیساوې یې خوندي نه دي.
پرون د یکشنبې په ورځ هم د کوټې ښار په منځ کې د کېتولیکو عیسایانو پر یوه کلیسا ځانمرګی برید وشو، چې نهه کسان پکې و وژل شول او شاوخوا ٥٠ کسان پکې ټپیان شول. د دسمبر د میاشتې په پیل کې هم د دې صوبې په سرحدي ښار چمن کې د عیسایانو د کالونۍ په لویه دروازه کې چاودنه شوې وه چې یو تن پکې وژل شوی او یو پکې ټپي شوی وو. تر دې وړاندې هم په کوټه کې د عیسایانو پر عبادتځایونو وسلوالې حملې شوې دي.
د پاکستان د بشري حقونو سازمان د پاکستان د نورو صوبو غوندې په بلوچستان کې هم پر اقلیتونو باندې د ترهګرۍ بریدونه په وار- وار غندلي او پر دې یې اندېښنه څرګنده کړې، چې د بلوچستان حکومت او امنیتي ادارې ولې مذهبي اقلیتونو ته په تحفظ ورکولو کې پاتې راغلې دي.
که څه هم د مذهبي اقلیتونو د عبادتځایونو او د استوګنځایونو امنیت تر پخوا سخت شوی، خو بیا هم کله- کله وسلوال ورباندې په برید کولو کې کامیابه شي. په کوټه کې په عیسوي کلیساګانو کې د دسمبر له لومړۍ ورځې امنیت سخت شوی، ځکه چې عیسویان پکې د دسمبر د ٢٥ مې نېټې د کرسمس لپاره د تیارۍ مذهبي مراسم تر سره کوي، خو د یکشنبې تر برید وروسته هغوی اعلان کړی، چې دغه کرسمس به په ساده توګه لمانځي.