لاس رسیدونکی لینک

 
صدر ټرمپ د کېنېډې او د مېکسیکو په درامداتو ۲۵ فیصد نوي ټېکسونه ولګول
تازه خبر

صدر ټرمپ د کېنېډې او د مېکسیکو په درامداتو ۲۵ فیصد نوي ټېکسونه ولګول


ټرمپ تېره هفته د خپلې کابېني په وړمبۍ غونډه کې دا اعلان هم کړی و چې ډېر زر به امریکې ته د یورپين یونین په درامداتو هم ۲۵ فیصد ټېکس ولګوي
ټرمپ تېره هفته د خپلې کابېني په وړمبۍ غونډه کې دا اعلان هم کړی و چې ډېر زر به امریکې ته د یورپين یونین په درامداتو هم ۲۵ فیصد ټېکس ولګوي

د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت د نهې، سه شنبې، په ورځ د امریکې د دوو لویو اقتصادي همکارانو د کېنېډې او د مېکسیکو په درامداتو ۲۵ فیصد نوي ټېکسونه ولګول.

امریکې دا ګام د خبرې باجود اخیستی چې دواړو ملکونو ویلي د صدر ټرمپ د غوښتنې سره سم يې امریکې ته د غېرقانوني نشۍ توکې فېنټېنل او د غېرقانوني کډوالو د ورتګ مخه نیولي ده.

ټرمپ د کېنېډې او د مېکسیکو په درامداتو د ټېکسونو اعلان یوه میاشت مخکې کړی و خو د دواړو ملکونو په دې لوظ چې يې ځنډولي وو چې د ټرمپ د مطالبې سره سم به امریکې ته د فېنټېنل او د غېرقانوني کډوالو د مخنیوي دپاره به ګامونه پورته کوي.

ټرمپ د ګل، دوشنبې، په ماسپښین د خبریالانو سره خبرو اترو کې وویل مېکسیکو او کېنېډې سره څه ځای نه دی پاتې او ټېکسونه به پې ولګول شي.

ټرمپ د سوشل میډیا په خپله وېب پاڼه ټروت سوشل وویل که چېرې کمپنیانې امریکې ته انتقال شي نو هېڅ ټېکس به نه ورکوي.

د کېنېډې وزیراعظم جسټن ټروډو وویل د امریکايي اقدام په جواب کې به کېنېډا هم په امریکايي درامداتو ۲۵ فیصډ ټېکس لګوي. هغه امریکايي فېصله ناجایزه وبلله. کېنېډا د امریکې نه د ۱۰۷ بېلین ډالرو مالیت درامدات کوی.

ټروډو وویل امریکې ته د فېنټېنل د مخنیو دپاره د کېنېډې په سرحد اضافي امنیتي عسکر ګمارل شوي او الات لګول شوي دي.

ټروډو وویل د ټرمپ فېصله به د دواړو ملکونو ترمنځ کامیاب تجارتي تعلق ګډوډ کړي او د امریکایانو دپاره به د خوراک، تېلو او د موټرو قيمتونه زیات کړي.

ټروډو وویل ټرمپ د کېنېډې په درامداتو ځکه ټېکس لګوي چې د هېواد اقتصاد خراب کړي او دا ډول په امریکا کې د کېنېډې ضم کېدل اسان کړي. ټرمپ په تکرار کېنېډا د امریکې ۵۱ ریاست او ټروډو يې ګورنر بللی دی.

د ټروډو د خبرو په جواب کې ټرمپ وویل که چېرې کېنېډې د امریکې په برامداتو جوابي ټېکسونه ولګول او نو امریکا به په هم دغه تناسب د کېنېډې په درامداتو ټېکس زیات کړي.

د مېکسیکو صدر کلوډیا شاینبام هم ویلي چې د امریکې په درامداتو به جوابي ټېکس لګوي. مېکسیکو ۸۰ فیصد برامدات امریکې ته لېږي.

د مېکسیکو او د کېنېډې ترڅنګ امریکې د نهې، سه شنبې، په ورځ د چین په درامداتو هم ۱۰ فیصد نوی ټېکس ولګولو.
د چین د تجارت وزارت د نهې، سه شنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د امریکايي اقدام سخت مخالفت کوي او دا چې چین به د خپلو مفاداتو د تحفظ دپاره جوابي ګامونه اخلي.

د چین د خزانې وزارت وویل د مارچ د ۱۰ نېټې نه به چین ته د امریکې د چرګانو، غنمو، جوارو او د پومبې په درامداتو ۱۵ فیصد ټېکس ولګول شي. وزارت په یو بیان کې وویل ۱۰ فیصد ټېکس به د امریکې په ځینو نورو درامداتو ولګول شي.

ټرمپ تېره هفته د خپلې کابېني په وړمبۍ غونډه کې دا اعلان هم کړی و چې ډېر زر به امریکې ته د یورپين یونین په درامداتو هم ۲۵ فیصد ټېکس ولګوي.

ټرمپ وايي امریکې ته په درامداتو ټېکسونه به کمپنۍ دې ته اړ کړي چې خپل مصنوعات په امریکا کې تیارول شروع کړي.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د ای اېف پی او د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG