لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چمن: سرکاري کمېټۍ ویلي د پرلتوالو سره شوې خبرې به د مرکزي حکومت سره شريکوي


په چمن کې د تېرو207 ورځو څخه د روان پرلت سره خبرو لپاره ورغلې د سرکاري کمېټۍ غړي د سيمې د تاجر تنظيمونو، سياسې ګوندونو او پرلت د ‏مشرانو سره د خبرو وروسته ستانه شوې او د دغه کمېټۍ يو مشر ويلي تجويزونه به د صوبې وزيراعلا، وزيراعظم ته وړاندې کوي او د پرلت ویاند ‏ويلي که د دوی غوښتنې اوس هم ونه منل شوې په سېول نافرمانۍ به لاس پورې کړي.‏

په چمن کې د ال تاجر اتحاد لخوا په احتجاج ناستو پرلتوالو سره د خبرو وروسته د حکومتي کمېټۍ يو مشرکېپټن ریټايرډ عبدالخالق اڅکزي تېره ورځ ‏وي او اې ډيوه ته ويلي وو چې دوی د پرلت والو سره په ناستو کې تجويزونه راغونډوې، وزيراعلا به یې د مرکز سره شريکوي، ځکه چې د پولې ټولې ‏مسلې د وفاق سره اړوند دي.‏

خو د پرلت وياند عبدالصادق اڅکزي ويلي، چې حکومتي کميټي په دوی فشار اچوي چې پرلت ختم کړي خو دوی تر هغې احتجاجونه نه ختموي څو پورې ‏چې حکومت د دوی غوښتنې نه وي منلې:

‏"د تېر وار په شان موږ ته دې دهوکه نه راکوي او پرلت دې تش په خبرو نه ساتي، زمونږ پرلت اوس په په اخري پړاو کې دی که چري اوس مونږ دوکه کړل شو، ‏مونږ به په سېول نافرمانۍ لاس پورې کوو، ولس ډېر تنګ شوی دی، زمونږ د رياست چېلنج کولو او نه د پارلیمان جګړه ده".‏

د بلوچستان وزيراعلا مير سرفراز بګټي دوه ورځې وړاندې د لوړې کچې په يوه غونډه کې ويلي وو، صوبه د وفاق د پرېکړې پابند ده او عمل به پرې کوي، ‏د افغانستان سره د پاسپورټ او ويزې عملي کولو فېصله یې کړې ده د دغه پرېکړې څخه چې د چمن خلک متاثره شوي د هغو لپاره امدادي پېسو ورکولو ‏لړۍ روانه ده.‏

هغه ويلي، د کاروبار دپاره به د چمن د ماسټر پلان کاروباري مرکز پرانسته کوي.‏

خو د سيمې خلک وايي، اووه میاشتې وشوې حکومت ورسره تشې وعدې کوي، دوی په يخ او واورو کې او په ګرمۍ کې په پرلت ناست پاتې شوي، خو د ‏حکومت لخوا یې څه هم نه دي ليدلي.‏

د چمن اوسېدونکی عبدالباري وايي، "دا حکومت راشي زمونږ سره مزاکرات وکړي او واپس ولاړ شي موږ دې حال ته رسېدلي يو چې د جېب خرڅ پورې ‏حېران يو، مونږ بچياند سکولونو نه را وويستل، په مونږ ټکان/ ډزې وشوې، د دې نه سېوا بد حال په موږ نه راځي، مونږ ډول حالاتو ته تيار يو".‏

د تېرې اوونۍ راهسې د پرلت لخوا بېنکونه، پاسپورټ دفتر، چېمبر، بي ار اېس پي دفتر بند او د چمن کوټې لويه نن هم تړلې پرته وه. او د حکومت له لوري ‏په چمن کې موبايل انټرنېټ هم نن په څلورمه ورځ بند وو.‏

د چمن سوداګر وايي، د لارې بندېدو له امله افغانستان سره تجارت او افغان ټرانزټ په ټپه ودرېدلی، دوی ته تاوانونه اوړي.‏

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG