لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې چينايي وګړی د مذهب د سپکاوي په تور نيول شوی


پوليس ويلي، د شپې په ګڼ شمېره کې خلک راټول شوي د چينايي وګړي غوښتنه یې کوله شاهراه کراکرم یې تړلی او بيا څو ساعته وروسته خلاص کړی شوی دی
پوليس ويلي، د شپې په ګڼ شمېره کې خلک راټول شوي د چينايي وګړي غوښتنه یې کوله شاهراه کراکرم یې تړلی او بيا څو ساعته وروسته خلاص کړی شوی دی

د پاکستان د خېبرپښتونخوا صوبې د بر کوهستان پوليسو په داسو ډېم کې چينايي کار کوونکی د مذهب د سپکاوي په تور نيولی دی، د چينايي وګړي پرضد په علاقه کې تېره شپه قهرجنو خلکو احتجاج کړی دی.

د بر کوهستان د کميلا صدر پوليس سټېشن محرر محمد سليم وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل "د چین د يوې کمپنۍ د ټرانسپورټ مشر چې [ټېن] نوميږي، د داسو په ډېم کې کار کوي، هلته يو ځايي کار کوونکی تن چې د نمانځه نه راغلی دی، ويلي یې دي چينايي ورته کنځلې کړي دي د هغې په وجه خلک په قهر شوی او هغه بيا نيول شوی دی".

سليم زياته کړه، "دا پېښه د خالي د ورځې [15اپرېل] د ماسپښين په مهال شوې ده خو وروسته خلکو ته معلومه شوې، بيا چې خلک په قهر شوي د چينايانو په کېمپ ورغلي پوليسو بيا دغه تن بچ کړی او تېره شپه یې نيولی دی".

پوليس چارواکي زياته کړه، "د دغه چينايي وګړي پرضد هم تېره شپه د مذهب د سپکاوي مقدمه درج کړی شوې ده او بندي کړی شوی دی".

پوليس ويلي، د شپې په ګڼ شمېره کې خلک راټول شوي د چينايي وګړي غوښتنه یې کوله شاهراه کراکرم یې تړلی او بيا څو ساعته وروسته خلاص کړی شوی دی.

په ټولنيزو رسنيو د شپې په مهال د خلکو د مظاهرې ويډيوز هم خپرې شوي دي او بيا ځينې داسې عکسونه خپاره شوي چې پکې د ياد چينايي تن عکس هم دی.

د راپورونو ترمخه چارواکو ويلي د يادې پېښې وروسته په علاقه کې د امنيت ګامونه نور ټينګ کړی شوي او داسو ډېم پله تلونکو لارو او کېمپ باندې د پوليسو اضافي نفري په ځای کړی شوې ده.

پاکستان کې د مذهب د سپکاوي پېښې

پاکستان کې دا لومړی ځل نه دی چې په بهرني وګړي د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی دی.

د کال 2021 د دسمبر په مياشت کې د پنجاب صوبې په سیالکوټ ښار کې يو سري لنکن تن پريانتا کمارا چې په یوه کارخانه کې منېجر وو راپارېدلو مظاهره چیانو د مذهب د سپکاوي په تور وژلی او مړی یې ورسره سوځولی وو.

بیا په اپرېل 2022 کې عدالت په ياده پېښه کې تورن ککړو شپږو کسانو ته د مرګ او ګڼ شمېر نورو کسانو ته د قید سزګانې اورولې وې.

پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي پېښې کيږي او په اکثرو پېښو کې تور لګي چې خلک د خپلو شخصي ګټو یا بدو په مهال دغه ډول تورنه لګوي.

د مذهب سپکاوی په پاکستان کې يوه حساسه معامله ګڼل کېږي او چې په چا يو ځل دا تور ثابت شي نو په قانون کې د دې سزا مرګ ده خو تراوسه پورې په پاکستان د مذهب د سپکاوي په مقدمو کې د مرګ سزاوار کوم تن په سزا عمل نه دی شوی.

داسو ډېم

د کال 2021 د جولايۍ په مياشت کې د داسو په ډېم او بجلۍ په پروژه کار کوونکو چينايي اينجينيرانو او ځايي کار کوونکو په ګاډي چاودنه شوې، د نهه چينايي وګړو په ګډون پکې 13 تنه وژل شوي او څو نور ژوبل شوي وو.

یادې پېښې ته پاکستاني چارواکو په لومړي سرکې د ګېس ليک کېدو له امله د چاودنې پېښه ويلې خو وروسته بيا د اګست په میاشت کې د هغه وخت د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ويلي وو دا ځانمرګی بريد وو.

قرېشي ويلي وو، د پاکستان غېرقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان دا برید د هند او افغانستان د استخباراتي ادارو په مرسته تر سره کړی وو.

د پېښې وروسته د داسو ډېم په پروژه کار ودرول شوی او بيا د تېر کال 2022م د اکتوبر په مياشت کې پاکستاني چارواکو ويلي وو په پروژه بيرته کار پېلولی شي.

هغه وخت داسې خبرونه مخې ته راغلي وو چې چين د جولایي په میاشت کې د پاکستان دننه په ترهګریز بريد کې د وژل شويو نهو چينايي وګړو لپاره د پاکستان نه 38 ميلیونه ډالرو معاوضه غوښتې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG