تمه ده د اسلام اباد يو ځايي عدالت د پخواني وزیراعظم او تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان او د بشرا بي بي د نکاح په اړه د هغې د پخواني خاوند خاور مانیکا لخوا پورې تورونه په رسمي توګه وپيژني یا په نورو ټکو کې په هغوی په لسمه جنورۍ فرد جرم ولګوي.
د بشرا بي بي پخواني مېړه خاور مانيکا د نومبر په میاشت کې د اسلام اباد د سېول جج قدرت الله عدالت ته خواست کړی چې د عمران خان او بشرا بي بي نکاح په عدت کې شوی و او په دوی یې د ناجايزه تعلقاتو تور لګولی وو.
خاور مانیکا د سېول جج قدرت الله په عدالت کې د شکایت سره سم خپل بیان هم ثبت کړی او د عدالت نه یې غوښتي وو چې بشرا بي بي او عمران خان ته سزا ورکړي.
د خاور مانیکا دا درخواست وروسته له هغې مخې ته راغلی چې له دې وړاندې د محمد حنیف په نوم یو تن د عمران خان او بشرا بي بي خلاف د غېرشرعي نکاح په مقدمه کې خپل درخواست بیرته اخستی وو.
خاور مانیکا د عمران خان او بشرا بي بي د نکاح نقل او د څلورو ګواهانو فهرست هم عدالت ته ورکړی وو.
د پاکستان ډان ورځپاڼه په یو رپورټ کې وايي چې د دې قضيې اورونه د نهې په ورځ په اډیاله جېل کې دننه شوې وه. عدالت ته بشرا بي بي او عمران خان هم حاضر شوي وو خو ورځپاڼه یا د عمران خان او بشرا بي بي وکیلانو د هغوي د دریځ یا د دلیل په اړه تفصیل نه دی ورکړی.
د اسلام اباد په ضلعي عدالت کې د يوې مقدمې اورېدنې په مهال د عمران خان او بشرا بي بي نکاح خوان مفتي سعيد په خپل بيان کې دعوه کړې وه چې د 2018م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه يې د عمران خان او بشرا بي بي نکاح تړلې وه.
مفتي سعید دعوه کړې وه چې عمران خان د 2018م کال په فرورۍ میاشت کې بیا ورسره اړیکه ونیوله او ورته یې وویل چې بشرا بي بي د 2017م کال په نومبر میاشت کې طلاقه شوې وه او د لومړۍ نکاح پر مهال د بشرا بي بي عدت هم نه و پوره شوی.
عدت څه ته وايي؟
قانون پوهه اقبال شاه خټک وايي، عدت دوه ډوله وي. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وویل،
"يو عدت د ښځې او خاوند د طلاق او خلعې نه وروسته وي، بل عدت د ښځې د خاوند د مړينې وروسته وي، د دې خپله خپله موده ټاکل شوې ده".
هغه زیاته د پاکستان د عايلي يا کورنيو معاملاتو د قانون ترمخه، "د خاوند د مړینې نه وروسته د عدت موده څلور میاشتې او لس ورځې ده او د طلاق او خلعې په صورت کې د عدت وخت درې میاشتې يا 90 ورځې دی".
د نوموړي په خبره، "د دواړو ډوله عدت په وخت کې ښځه د هیچا سره د نکاح په صورت کې راشه درشه نه شي کولی دا قانوني او شرعي دواړه حکمونه دي".
هغه وویل، "د عايلي قوانينو د 90 ورځو پوره کېدو وروسته چې طلاق ډګري وشي هغه بيا متعلقه يونين کونسل ته د تاييد دپاره ولېږل شي او د هلته نه یې تاييد کيږي، او 90 ورځې د عدت ځکه دي نکاح پکې نه شي کېدی د هغې بنيادي وجه د ښځې او د هغې د نسل سره جوړيږي".
اقبال شاه خټک زياته کړه، "د درېو میاشتو نه پس که ښځه واده وکړي يا څلورو میاشتو او لسو ورځو نه وروسته کوم ماشوم زيږوي، نو هغه به معلوم وي چې هغه د کوم خاوند نه وو ځکه دغه کار ته د قانوني بڼې ورکولو دپاره د عدت وخت ټاکل شوی دی د وراثت مسله پکې راځي".
د فرد جرم مطلب څه دی؟
اقبال شاه خټک وايي، " فرد جرم دې ته وايي، د مقدمې جوړولو وروسته چې په ملزم کوم تورونه ولګول شي او د هغې چالان راشي نو د چالان وروسته په ملزم فرد جرم لګول شي د تورن تن نه عدالت تپوس کوي چې دا جرم قبلوې؟ که قبول یې کړي خو بيا قضيه ختمیږي او د جرم سزا اورول کيږي خو که ملزم د جرم نه انکار وکړي چې صحت جرم ورته واي، نو د هغې وروسته بیا په عدالت کې د قضيې اورېدو عمل پېل کيږي".
هغه زياته کړه، "په فرد جرم کې ملزم ته جرم بيان کړی شي چې په تا دا جرم دی، او د فرد جرم لګېدو وروسته بيا د قضيې په اورېدنه کې د ګواهانو، تورن ته د صفايۍ د موقعې ورکولو او وکيلانو لخوا دلايلو وړاندې کولو عمل پېل شي او چې دغه ټول عمل سر ته ورسي د هغې وروسته بیا دا فېصله کیږي".
Forum