لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انگلینډ په لومړي ځل د کرکټ ورلډ کپ وگاټه


د ٢٠١٩ کرکټ ورلډ کپ سیالۍ چې کوربه یې برتانیه وه، د انگلینډ ټیم په قهرمانۍ پای ته ورسېدې. د کرکټ په تاریخ کې، دا لومړی ځل دی چې انگلینډ د کرکټ ورلډ کپ گټي.

نننۍ فاینل لوبه، ډېره حساسه وه، او د لوبې په اولو پنځوسو پنځوسو آورونو کې، یو ټیم هم ونشو کولای چې لوبه وگټي. دواړو ٢۴١ ـ ٢۴١ منډې وکړې او لوبه بې نتیجه پاته شوه. پس له هغه، سوپر آور ته خبره ورسېده.

په سوپر آور کې لومړی انگلینډ بټینگ وکړ او ١٥ منډې یې وکړې. نیوزیلنډ هم په سوپر آور کې ١٥ منډې جوړې کړې او د فاینل لوبې نتیجه، بالاخره د شپږېزو او څلوریزو د شمېرو له مخې (د لوبې د قواعدو پر اساس) د انگلینډ په گټه اعلانه شوه.

د ورلډ کپ په فاینل یا پایلوبه کې چې نن د اتوار یا یکشنبې په ورځ د انگلینډ او نیو زیلنډ ترمنځ د لندن په لارډز سټډیم کې وشوه، لومړی نیوزیلنډ بیټنگ یا توپ وهنه وکړه چې د پوره پنځوسو آورونو په لوبېدو او د اتو ویکیټو په سوځېدو سره یې، ټولټال ٢۴١ منډې جوړې کړې، او انگلېنډ ته یې د ٢۴٢ رنزونو هدف وټاکه.

په اول ایننگز کې نیوزیلنډ ته تر ټولو زیاتې منډې، هینري نیکولز ترسره کړې چې پنځه پنځوس (٥٥) منډې وې. له هغه نه پس بیا ټام لاتهم زیاتې منډې وکړې (۴٧). د نیوزیلنډ کپټان، کېن ویلیم سن په دېرشو (٣٠) منډو وسوځېد.

په دویم ایننگز کې چې کله د انگلینډ بټسمنان میدان ته راووتل، نو لا سل منډې یې نه وې کړې چې درې ویکېټې یې وسوځېدلې.

خو بیا هم د انگلینډ بټسمنانو لوبه بیرته ځان ته وساتله او بین سټوکس او جوس بټلر وکړی شول چې تر ټولو زیات رنزونه وکړي.

مگر د څلورمې او پنځمې ویکټې په لوېدلو سره یې، د بریالیتوب چانس مخ په کمیدو شو.

نننۍ لوبه گڼ شمیر کسانو په خورا احساساتو کتله او د انگلینډ دپاره د دې کپ گټل ځکه خورا مهم و چې برتانیه پخپله د دې کپ د لوبو کوربه پاته شوه.

د سږ کال کرکټ ورلډ کپ اتلې ډلې ته به څلور میلینه ډالره، او دویم نمبر لوبډلې ته به دوه میلینه ډالره انعام ورکول کیږي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG