خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد پوليسو [سي ټي ډي] دعوه کړې، د سي ټي ډي ملاکنډ څانګې او امنيتي ادارو په ګډو عملياتو کې د صوبايي اسمبلۍ پخواني غړي ملک لياقت باندې بريد کې ککړ د تحريک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] ترهګر او دوه سهولت کار یې نيولي دي.
د خېبرپښتونخوا په کوز دير ضلع کې تېر کال د [6م اګست] په ماسخوتن په صوبه کې د واکمنه ګوند تحریک انصاف د صوبايي اسمبلۍ غړي ملک لياقت علي په ګاډي ډزې شوي، اېم پي اې پکې د پينځه کسانو سره ژوبل شوی او څلور کسان ورکې وژل شوي وو.
د خېبرپښتونخوا پوليسو تېر ماسخوتن په خپله فېس بک پاڼه خبر خپور کړی، چې د استخباراتو په اساس ترسره شوو عملياتو کې په لياقت علي باندې برید کې ککړ د کوز ديرد ټي ټي پي مهم ترهګر اسدالله، او دوه سهولت کار یې نيولي دي.
ويل شوي، د اسدالله په نشاندهۍ د هغه د کوره اله قتل، په غټه کچه وسله، ګوله بارود او نور سامان او دستاويزات ترلاسه کړی شوي دي.
په ملک لياقت د شوي بريد په حواله هغه وخت د کوز دير د لال قلعې پوليسو وي او اې ډيوه ته تاييد کړې وه، په بريد کې د اېم پي اې ورور جان عالم، د هغه وراره، یو پوليس اهلکار او يو ليويز والا وژل شوي وو.
او پاتې پينځه کسان چې اېم پي اې هم پکې شامل دی ژوبل شوي وو.
هغه وخت په صوبه کې د تحريک انصاف د حکومت د وزيراعلا د اطلاعاتو سلاکار بېرسټر سېف جيو ټي وي سره په خبرو کې ويلي وو، ټي ټي پي ورته ويلي چې د ملک لياقت په پېښه کې لاس نه لري.
په ملک لياقت د بريد څو ورځې وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان ويلي وو، "مونږ ګورو د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] په پښتونخوا کې فعاليتونه، زمونږ خلک په نخښه کيږي، زمونږ وزیرانو او د اسمبلۍ غړو ته دړکې ورکوي".
له دغې وړاندې د عوامي نيشنل ګوند د پښتونخوا مشر اېمل ولي خان تورونه لګولي چې د تحریک انصاف د خېبرپښتونخوا حکومتي مشران ټي ټي پي ته قلنګ ورکوي خو د تحریک انصاف ګوند مشرانو به د دغه تور څخه انکار کولو.
په ملک لياقت د بريد دوه ورځې وروسته د اګست په اتمه د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات د مټې په علاقه کې طالبانو د پوليسو يو افسر [ډي اېس پي]، يو د پوځ افسر [مېجر] او يو سپاهي يرغمال کړي او بيا يې جرګې ته سپارلي وو، د پولیسو ډي اېس پي ژوبل وو. طالبانو د دغو افسرانو ويډیو هم خپره کړې وه.
خو د سوات پوليسو ويلي وو ډي اېس پي د ترهګرو پرضد عملياتو کې ژوبل شوی او ترهګر تښتېدلي وو.
د پېښې وروسته د سوات پوليسو او د پاکستان پوځ هم د سوات او دير په غرونو کې د وسله والو موجودګي تاييد کړې وه.
د يادو پېښو وروسته په دير، سوات او صوبې په نورو برخو کې په غټه کچه ولسي پاڅونونه شوي او د امنيت غوښتنه شوې وه. خو په صوبه کې ورسره د ناامنۍ پېښې کېدل دوامداره پاتې شوي دي.
په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو ازادې څېړنيزې ادارې، پاکستان انسټيټيوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز [پي آی سي اېس اېس] په خپل يو رپورټ کې ویلي، پاکستان کې د روان کال په لومړو شپږ مياشتو کې وسله والو بریدونه 87 فيصده سېوا شوي او خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې 108 فيصده زیاتې شوي دي.
په رپورټ کې ویل شوي، د روان کال 2023م په لومړو شپږو مياشتو کې په ټول ملک کې په 271 وسله والو بريدونو کې 389 کسان وژل شوي او 656 ژوبل شوي دي، په تېر کال 2022م کې هم په دومره موده کې په 151 بریدونو کې 293 کسان وژل شوي او 487 ژوبل شوي وو.
د پي آی سي اېس اېس د رپورټ ترمخه د تېر کال په مقابله کې سږ کال وسله وال بريدونه 87 فيصده سېوا شوي دي.
په رپورټ کې زياته کړی شوې، د روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې خېبرپښتونخوا صوبه او قبايلي ضلعې تر ټولو زياتې د 174 وسله والو بريدونو ښکار شوي دي.
خېبرپښتونخوا کې په پوليس او نورو امنیتي ځواکونو د زياترو بريدونو زمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] منلې دي.
Forum