لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"بايپر جوای" سمندري طوفان د کراچۍ نه 600 کلوميټره لرې دی


پي ډي اېم اې ویلي، "بايپر جوای" د سيند صوبې د ټهټې سيمې نه جنوب 580 کلوميټره او اورماړې څخه 710 کلوميټره ختيځ پله لرې دی
پي ډي اېم اې ویلي، "بايپر جوای" د سيند صوبې د ټهټې سيمې نه جنوب 580 کلوميټره او اورماړې څخه 710 کلوميټره ختيځ پله لرې دی

د پاکستان په سيند صوبه کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې [پي ډي اېم اې] ترمخه په بحېره عرب سمندر کې جوړ شوی شديد سمندري طوفان "بايپر جوای" دا وخت [ د ګل په ورځ ماسپښين] د کراچۍ ښار جنوب نه 600 کلوميټره لرې دی.

پي ډي اېم اې ویلي، "بايپر جوای" د سيند صوبې د ټهټې سيمې نه جنوب 580 کلوميټره او اورماړې څخه 710 کلوميټره ختيځ پله لرې دی.

ادارې زياته کړې د هواګانو رفتار د 160 نه تر 180 کلوميټره د ګهنټې يا ساعت په حساب دی، د سمندر حالات غېر معمولي دي، څپې د 35 نه تر 40 کلوميټره پورې اوچتې دي.

پي ډي اېم اې تمه څرګنده کړې طوفان به د 14 جون د سهار پورې شمال پله لاړ شي او ختيځ پله به مخه بدله کړي او د 15 جون د ماسپښين پورې به د جنوب ختیځ سيند صوبې او د هند د ګجرات ساحل ته په شدت سره ورسي.

په کراچۍ کې د موسمياتو د محکمې مشر سردار سرفراز وي او اې ډیوه ته وویل، دا وخت طوفان په سخت زور کې دی او زياته یې کړه، هيله ده چې ساحل ته د رسېدو پورې یې زور کم شوی وي، خو د سمندر د اوچتېدو او بارانونو ورېدو امکانات موجود دي.

د سيند صوبې وزيراعلا مراد علي شاه ويلي، "خطرې موجودې دي چې طوفان د سيند صوبې د پولې سره وتمبيږي، او که ونه تمبيږي هم نو د سختو بارانونو خطره ده او سمندري اوبه د اته نه تر لس فټه پورې اوچتېدی شي".

مطبوعاتو سره په خبرو کې هغه وويل "د سيند صوبې سجاول به ډېره اغېزمنيږي، ټهټه، بدين، عمر کوټ، حېدر اباد، کراچۍ او خواوشا سيمې د سختو بارانونو سره مخ کېدی شي".

د انتظاماتو په اړه یې ویلي، د سمندري طوفان د خبر سره سم ادارو انتظامات نيولي دي او ټولې هڅې روانې دي.

د کراچۍ ښار پوليسو نن سمندر پله تلونکې لارې د عامو خلکو دپاره بندې کړي او د خلکو سمندر ته په تلو بنديز لګول شوی دی.

لارښوونې

پي ډي اېم د ساحل په غاړه خلکو ته د ژورو علاقو نه د وتلو، د ضروري او بجلۍ د څيزونو چارج کولو، د مطبوعاتو او ټولنيزو رسنیو د لارې د معلوماتو ترلاسه کولو ويلي دي.

ویل شوي د طوفان په مهال دې خلک ځانونه خوندي ساتي، په کورونو کې دې بجلي او ګېس، دروازې او کړکۍ دې بندې ساتي، د طوفان له امله بجلي بندېدی شي ځکه اضافي بېټرۍ دې ځان سره وساتي، د اور لګېدو د خطرې له امله دې موم بتي نه بلوي.

او د طوفان وروسته دې د چارواکو لخوا د سيمو خوندي ګرځولو پس بيرته ستانه شي، اغېزمنو ودانيو ته دې نه ځي، د بجلۍ د ماتو ستنو او تاروانو څخه دې په ډډه اوسي او د ممکنه صحت د خطرو نه دې ځان خبر ساتي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG