لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټرمپ له راتګ مخکې ډیموکرېټ مشران په خپلو ایالتونو کې د بې اسناده کډوالو د ژغورنې ګامونه اخلي


د امریکې د منتخب صدر ډانلډ ټرمپ د راتلونکې انتظامیې له ژمنې سره سم چې وایي غواړي له امریکې بې اسناده کډوال وباسي، د ډیموکرېټانو تر واک لاندې ځینو ایالتونو کې ښاروالان د دې نوې پالیسۍ د تیاریو لپاره ګامونه اخلي.

د نیویارک ښار د ډیموکرېټ ګوند ښاروال ایریک اېډمز اعلان وکړ د فلویډ بېنیټ فیلډ په نوم د کډوالو استوګنځای به د جنورۍ تر پینځلسمې بند شي. د کډوالو د سرپناه دا ځای په یو ملي پارک کې دی چې واک د دې ښار له چارواکو سره نه، بلکې له فیډرل چارواکو سره دی.

په نیویارک کې د قانوني مرستو د ټولنې غړې کېترین کلیف وایي، "موږ د صدارتي ټاکنو له نتیجو راهیسې د فلویډ بېنیټ فیلډ د کډوالو په اړه اندېښمن یو. دا د فیډرل حکومت په ځمکه باندې یواځینۍ سرپناه ده او موږ داسې ګڼو چې له دې نورې خطرې جوړېدی سي".

په وروستیو مرکو کې منتخب صدر ټرمپ اشاره کړې چې هغه به د خپل حکومت په پیل کې د سرحدونو او کډوالۍ د پالیسۍ عملي کولو ته لومړیتوب ورکوي.

د ډیموکرېټ ګوند مشران ټرمپ ته له واک سپارل کېدو مخکې د بې اسناده کډوالو د ژغورنې لپاره کار کوي.

د نیویارک په دې سرپناه کې هغه کډوال چې د اوسېدو قانوني حیثیت نه لري، د ټرمپ د نوې انتظامیې د سختو تګلارو عملي کېدو اندېښمن کړي دي.

د هوزې په نوم یو کډوال وایي، "زه ګورم هغه داسې یو سړی دی چې څه وايي د هغه مطلب څه وي او په خپله باندې خبره ولاړ وي. انتظار به وکړو او وبه ګورو چې څه کیږي".

هوزې وايي دی باور لري چې د یو څو کسانو کړنې په غیر منصفانه ډول د ټولو کډوالو د بدنامۍ سبب کېږي:

"زما د وطنوالو غوندې ډېر کډوال شته، چې د جرمونو او غلا لپاره راځي، نو کله ناکله یواځې د یوه کس له کبله ټول خلک له ستونځو سره مخ شي."

هوزې د امریکې په تاریخ کې له دوو لویو مهاجرتونو څخه د یوه برخه دی. د بایډن د واکمنۍ په مهال شاوخوا 8 میلینه کډوال امریکې ته را ننوتل.

د نیویارک ټایمز د حکومتي شمېرو د ارزونې له مخې، تر دې وړاندې د کډوالو بله لویه څپه د 1850م کال په لومړیو کې را ماته شوې وه.

د امریکې د نوټرَډم پوهنتون استاده ایرین کورکرن، "زه فکر کوم هغه شمېرې تاریخي دي چې موږ په تېرو څو کلونو کې لیدلې دي، تر ټولو لوی شمېر چې موږ په تاریخ کې د فیصدۍ له مخې نه بلکې د کره شمېر له مخې مو لیدلی دی".

له دومره زیات شمېر کډوالو سره مخ د نیویارک مېر یا ښاروال ایډمز غواړي د پخلاینې تګلاره غوره کړي.

هغه په دې وروستیو کې د نوي ټاکل شوي صدر د سرحدي چارو له راتلونکي مشر سره لیدلي چې د بدلیدونکو حالاتو په اړه ورسره خبرې وکړي.

د نیویارک ښاروال ایریک اېډمز وایي، د سرحدي چارو له مشر سره د ده د خبرو مقصد دا معلومول دي چې څنګه په هغو کسانو پسې پل واخلو څوک چې مسلسل زموږ په ښار کې جرمونه کوي:

"هغه کسان چې دلته دي او قانون پر ځای کوي، هغوی ته وایو د دې ښار له خدمتونو د کار او ګټې اخیستو حق لري: لکه د خپلو ماشومانو تعلیم، علاج، ولسي تحفظ، خو دا ښار به د هغو کسانو لپاره خوندي پناه ځای نه وي چې تشدد کوي."

د پوهنتون استاده ایرین کورکرن وایي، کېدای شي د ښاروال ایډمز ډېری وروستي اقدامات سټرېټیجیک کارونه وي چې غواړي ځایي کنټرول پر ځای کړي:

"زه فکر کوم، کېدای شي هغه چې کوم حساب ورته کړی په هغوی کې یو دا خبره منل دي چې کېدای شي هغه د دې وړ نه وي چې په نیویارک کې د ډله ییزې کډوالۍ یا پر کډوالو د لویو چاپو مخه ونیسي، خو که تر څه حده د هغه همکارۍ ته وکتل شي، هغه شاید یو څه اغېز ولري چې دغو چاپو ته لومړیتوب ورکړي یا دا چې کومې ټولنې باید وژغورل شي".

که څه هم د ډیموکرېټانو تر واک لاندې ریاستونو مشران د زیاتو کډوالو د ایستلو د پالیسۍ عملي کېدو ته تیارۍ کوي، خو دا به کتل کیږي چې دا هڅې به څومره اغېزمنې وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG