پاکستان کې د ذهني ناروغيو په حقله شوې یوې څېړنې ترمخه په ګرد هیواد کې په سلو کې ۳۴ تنه د ډپرېشن یا ذهني (اعصابي) ناروغۍ ښکار دي او په خېبر پښتونخوا کې دغه شمیره بیا د نورو صوبو نه سېوا ده.
د پېښور دویم لوې هسپتال (خېبر ټیچنګ هسپتال) کې د ذهني ناروغۍ د څانګې مشر پروفیسر ډاکټر سید محمد سلطان د وي او ای ډیوه په خپرونه کې د خبرو اترو په وخت ویلي د ذهني ناروغيو زیاتوالي علتونو کې موروثي يا خانداني، د پښتنو په خاوره ترهګري، غربت او بې روزګارۍ لا امله په خلکو کې د ډپرېشن یا د خفګان ناروغي سېوا ده.
د صحت نړیوالې ادارې یا ډبلیو اېچ او ده یو تازه رپورټ تر مخه په ګرده نړۍ کې ٣٠٠ مېلینه نه سېوا خلک د ډپریشن یا ذهني ناروغۍ کې اخته دي.
ډپرېشن چې په عامه توګه يې خلک ناروغي هم نه ګڼي او نه يې څوک په اسانه علاج کول غواړي ورته د خفګان مرض هم وايي د ډاکټرانو په وینا د بدني معذورۍ یو علت هم دی.
ډاکټر سید محمد سلطان زیاتوي: ٫٫ د زړه خفګان، په هېڅ نه خوشالیدل، په وړه وړه خبره قهریدل یا غصه کول، هر وخت د مایوسۍ فکرونه راتلل، د چا سره خبرو ته زړه نه کیدل د ډپرېشن لوې علتونه دي.٬٬
د ډاکټر سلطان په وینا کله کله ډپرېشن دومره سېوا شي چې د انسان د ژوند خواهش ختم شي او وايي، د داسې ژوند نه مرګ ښه دی. په اکثره وختونو کې د ډپرېشن مرېض د ځان وژنې یا خودکشۍ فکرونه هم کوي.
د ذهني ناروغۍ ماهرینو ترمخه د کورنیو دننه جنګ جګړې، د کور غړو (ښځه او خاوند) خپلو کې ورانه (خراب تعلقات)، په ماشومان سختي کول، ماشومان وهل ټکول او دوي ته په وړه وړه خبره بد رد ویل د ماشومانو په شخصیب بد اثر کوي او داسې ماشومان چې لوېې شي نو د ډپریشن ناروغۍ کې د اخته کیدو زیات امکان سره مخ وي.
د ډاکټر سید سلطان ترمخه د سړو په پرتله بیا په پښتنو ښځو کې ډپرېشن یا د ذهني ناروغیو شرح دوچنده زیاته ده.
د ډپرېشن علاج څه دی؟ او د ډپرېشن ښکار یو تن د علاج وروسته عادي ژوند کولی شي او که نه؟ د دغه پوښتنو ځوابونه د ډاکټر سید سلطان نه په لاندیني لنک کې واورئ.