لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پارلیمان کې بحث:دافغان طالبانو وسله پورته کول بغاوت ؤ خو پاکستاني طالبان اقتدار لپاره جګړه کوي


د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وېنا کې د دفاع مرکزي وزير خواجه محمد اصف په بلوچستان کې د لا درکه تنانو د ستونزې د هواري لپاره د پلټنو او پخلاینې کمېشن جوړولو وړاندیز هم کړی دی
د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وېنا کې د دفاع مرکزي وزير خواجه محمد اصف په بلوچستان کې د لا درکه تنانو د ستونزې د هواري لپاره د پلټنو او پخلاینې کمېشن جوړولو وړاندیز هم کړی دی

د پاکستان د موسمیاتي بدلون مرکزي وزېرې شري رحمان دقامي اسمبلۍ غونډې ته ویلي افغانستان کې د امریکا ضد د طالبانو جنګ بغاوت و خو د پاکستاني طالبانو لخوا د پاکستان د رياست په خلاف جګړه د اقتدار لپاره کبږي.

پارلیمان کې حکومتي وزیرانو په سوات اؤ دهیواد په قبایلي ضلعو کې دلاقانونه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان مخ په سیوا کېدونکو فعالیتونو باندې سختې اندېښنې ښکاره کړي اؤ غوښتنه یې کړې ده چې مخکې تر دې چې سوات کې د لګيدلي اور لمبې د هېواد نورو سيمو ته وغځېږي باید ددې مخه ونيول شي.

د موسمېاتي بدلون مرکزي وزېرې شري رحمان خپله وینا کې ویلي پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې دروند قيمت ادا کړی او ترهګرو ته به په سوات یا نورو سیمو کې د بيا سر پورته کولو اجازه ورنه کړل شي.

د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وېنا کې د دفاع مرکزي وزير خواجه محمد اصف په بلوچستان کې د لا درکه تنانو د ستونزې د هواري لپاره د پلټنو او پخلاینې کمېشن جوړولو وړاندیز هم کړی دی.

دغه غونډې ته په وینا کې په وړومبي ځل دهیواد ددفاع وزیر خواجه اصف منلې ده چې سوات کې 13کاله وروسته یو وارې بیا دتیر په څیر دتشدد لړۍ پیل شوې ده اؤ وایي که په وخت یې مخه ونه نیول شوه نو ددې اور لمبي ټول هیواد ته خوریدلی شي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې حکومتي وزېرانو د ترهګرۍ مخ په سېوا کېدونکو پېښو باندې خپلې دا اندېښنې په داسې حال کې ښودلي چې په خېبر پښتونخوا کې په دې ورستو کې د بدامنۍ پېښې سېوا شوي او بيا د بدامنۍ په ضد او امن لپاره د احتجاجي مظاهرو لړۍ پېل شوې ده.

روانه میاشت سوات کې د يو پلار او زوي د وژنې وروسته د سکول په ګاډي شوي بريد کې د ګاډي ډرايور وژل شوی او يو طالب علم ژوبل شوی و.

له دې مخکې مياشت کې هم د سوات امن کمېټۍ مشر ادريس خان د 8 کسانو په ګډون وسله وال برید کې وژل شوی و.

قامي اسمبلۍ ته په دې موقعه د موسمیاتي بدلون مرکزي وزېرې شري رحمان وویل په افغانستان کې د امریکا په ضد د طالبانو جګړه بغاوت و خو پاکستاني طالبان د پاکستان د رياست په خلاف جګړه د اقتدار لپاره کوي.

هغه وايي د پاکستان دننه چې څه کېږي دا بغاوت نه دی بلکې دا ترهګري ده. ټي ټي پي نامه د مذهب اخلي خو مقصد یې واک او اختیار ترلاسه کول دي.

په پاکستان کې او په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا کې ترهګریز فعاليتونه په داسې وخت کې زيات شوي چې د تېر کال داکتوبر دمیاشتې راهیسې د پاکستان او لا قانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان ترمنځ امن مذاکرات روان دي او طالبانو سږ کال دمئ مياشتې راهيسې ډزبندي اعلان کړې خو د تېر ستمبر دمياشتې راپدیخوا ټي ټي پي د بريدونو پړه پغاړه اخستل پېل کړې ده.

د قامي اسمبلۍ دې غونډې ته د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ خپله وېنا کې ویلي چې د ترهګرۍ د ناسور تر هغې غوڅ حل موندل ګران دي تر څو چې ددې پرشا د علتونو جرړو ته لاس رسی ونه شي.

ښاغلي داوړ د ترهګرۍ د خاتمې په اړه د رياست په ارادو هم شکونه څرګند کړل او زياته يې کړه چې رياست کله د ترهګرۍ ضد يوه او کله بله تګلاره خپلوي او وايي داسې ښکاري چې رياست لا هم په دې اړه د ګنګس دی.

نوموړي وويل د ترهګرۍ پرضد او په رياستي تګلارو تنقيد کوونکی د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر لا هم په جيل کې بنديوان دی.

محسن داوړ وايي کله چي کال 2014م کې د پېښور د ارمي پبلک سکول پېښه وشوه نو هغه وخت ټول ګوندې کانفرنس کې سياسي ډلو د ترهګرۍ ضد نېشنل اېکش پلان جوړ کړو چې پکې ليکل شوي وو چې د کومې ترهګرۍ ډلې سره به خبرې نه کېږي خو اوس لس کاله وروسته بيا وايي چې دغه خلک زموږ بچيان دي او باید چې خبرې ورسره وشي.

په عېن حال کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند په پاکستان کې د تحريک طالبان پاکستان د بيا ښکاره کيدو په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې پاکستان يو د هغو هېوادونو څخه دی ترهګرۍ ورته په غټه کچه تاوان اړولی دی او د ترهګرۍ ضد اقدامات یې په خپله ګټه دي.

نوموړي وويل، امريکا د پاکستان څخه تمه لري چې د ټولو وسله والو تندلارو او ترهګرو ډلو پرضد به عملیات دوامداره وساتي.

په قامي اسمبلۍ کې د بلوچ قامپرست ګوند بلوچستان نېشنل پارټۍ مشر اختر مېنګل لخوا په صوبه کې د لا درکه تنانو ستونزې ته د پام ګرځولو په ځواب کې ددفاعي چارو د وزیر وېنا وه چي د ښاغلي مېنګل لخوا پورته کړل شوې نکتې سمې دي او وايي ضرورت ددې خبرې دی چې د بلوچستان د ولسونو په پرهر مرهم پورې کړل شي.

ښاغلي خواجه اصف او شیري رحمان د پلټنو او پخلاینې د کمېشن جوړولو وړاندیز هم ورکړو چې داسې د بلوچستان د مسلې يو تل پاتې حل وموندل شي.

د پاکستان پوځي او حکومتي مامورین وايي ملک يې د ترهګرۍ خلاف جنګ کې دروند جاني او مالي قیمت ادا کړی دی او په خپله خاوره به ترهګرو ته ځای نه ورکوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG