لاس رسیدونکی لینک

 
د جرمني په مېن هایم ښار کې یو تن ګڼ خلک په موټر وهلي، یو تن مړ شوی او ځینې نور زخمیان دي
تازه خبر

د جرمني په مېن هایم ښار کې یو تن ګڼ خلک په موټر وهلي، یو تن مړ شوی او ځینې نور زخمیان دي


پولیس د یو تن د وژل کېدو او د یو شمېر نورو کسانو د زخمي کېدو تصدیق وکړو مګر شمېره او د حالت په اړه يې څه و نه ويل
پولیس د یو تن د وژل کېدو او د یو شمېر نورو کسانو د زخمي کېدو تصدیق وکړو مګر شمېره او د حالت په اړه يې څه و نه ويل

د جرمني په مغربي ښار مېن هایم کې د ګل، دوشنبې، په ورځ یو تن ګڼ شمېر خلک په موټر ووهل چې له امله یې یو تن مړ شو او ګڼ شمېر نور کسان زخمیان شول. یو مشکوک تن نیول شوی دی.

پولیس وویل د موټر ډرایور د مېن هایم پرېډپلېټز نومې هغه علاقه کې خلکو په موټر ووهل چې د پېدل تګ دپاره مخصوصه کړی شوې ده.

پولیس د یو تن د وژل کېدو او د یو شمېر نورو کسانو د زخمي کېدو تصدیق وکړو مګر شمېره او د حالت په اړه يې څه و نه ويل.

پولیس تصدیق وکړو چې حمله کوونکی نیول شوی دی.

که څه هم پولیس په مېن هایم کې د ګل، دوشنبې، د ورځ پېښه حمله نه ده بللې خو په تېرو څو میاشتو کې د تشدد په ګڼ شمېر نورو اقداماتو کې موټر د وسلې په توګه استعمال شوی دی.

تېره میاشت دوه کلنه ماشومه او د هغې مور د موټر په حمله کې د زخمي کېدو دوه ورځې وروسته په هسپتال کې مړه شول. د حملې سمدستي وروسته ۲۴ کلن افغان نیول شوی و. هغه په جرمني کې پناه اخېستي وه او د سرکاري وکیلانو یا د څارنوالانو په قول د حملې په شا اسلامي انتهاپسندي وه.

تېر کال د جرمني په مشرقي ښار مېګډبرګ کې یو تن د کرسمس دپاره جوړ بازار کې خلک په موټر ووهل چې په نتیجه کې يې شپږ کسان مړه او د ۲۰۰ نه زیات نور کسان زخمیان شول. په دې لړ کې نیول شوی تن ۵۰ کلن د سعودي عرب یو ډاکټر و چې د مسلمانانو خلاف او د جرمني د ښي لاس انتهاپسند ګوند الټرنېټیو فار جرمني نومې پارټۍ د حمایت اظهار یې کړی و.

پرېدپلېټز د مېن هایم ښار په مرکزي علاقه کې لوی چوک یا چارسو دی. مېن هایم د ۳۲۶۰۰۰ ابادۍ او د فرېنکفرټ ښار نه د ۸۵ کلومېټره په فاصله پروت ښار دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG