عرب مشران د جمعې په ورځ د سعودي عرب پلازمینه ریاض کې سره راټول شوي تر څو د غزې د جګړې له امله د غزې د بیا جوړونې یوه منصوبه تیاره کړل شي چې مقصد یې د ډونلډ ټرمپ له لوري د فلسطیني وګړو د غزې نه ویستل اؤ ددغه سیمې د واک پخپل لاس کې د اخستو په اړه د امریکایي وړاندیز متبادل وړاندې کول دي.
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي هغه خپل پلان په چا نه تپي خو یوازې یوه سپارښتنه یې کړه ده اؤ فکر کوي چې یوازې دده لخوا ورکړل شوی پلان نتیجه ورکولی شي.
که څه هم عرب هېوادونه د ټرمپ د دې پلان په مخالفت کې یو موټی ښکاري، خو لا هم پدې اړه اختلافات شته چې د غزې واک به د چا په لاس کې وي او د بیا رغونې لپاره مالي سرچینې به له کومه راځي.
د سعودي دولتي تلویزیون لخوا خپور شوی یو انځور ښیي چې د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان له نورو خلیجي عربي هېوادونو، مصر او اردن مشرانو سره یوځای ناست دی.
د سعودي حکومت له نږدې سرچینو تایید کړې چې غونډه پای ته رسېدلې، خو کوربه هېواد تر اوسه په دې اړوند کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې.
د مصر د صدر عبدالفتاح السیسي دفتر ویلي چې دی د بحرین، اردن، کویت، قطر، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو له مشرانو سره تر لیدنو وروسته له ریاضه روان شوی دی.
یوې سعودي سرچینې تر دې وړاندې اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي وؤ هیله ده چې په لویدیځه غاړه کې د حماس مخالفه د فلسطین واکمنه اداره به هم مذاکراتو کې برخه ولري.
د غزې د بیا رغونې د پلان جزیات څه دي؟
د ټرمپ دې وړاندیز، چې امریکا دې د غزې پټۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي او له ۲ میلیونه څخه زیات فلسطینیان دې مصر او اردن ته انتقال کړل شي، نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.
خو اوس پخپله یوه تازه مرکه کې صدر ټرمپ ویلي دي که څه هم دی د غزې د نیولو او فلسطینیانو د بېځایه کولو پلان نه عملي کوي، خو د دې وړاندیز به کوي.
نوموړي د فاکس نیوز راډیو ته په مرکه کې ویلي، دی "یو څه حیران" شوی چې اردن او مصر د هغه د پلان مخالفت کړی.
د ټرمپ په وینا"زه وایم، یوازینی مؤثر حل زما پلان دی. زه فکر کوم همدا پلان به نتیجه ورکړي،" ټرمپ وویل. "خو زه یې پر چا نه تپم، یوازې به یې سپارښتنه وکړم."
د لندن کینګز کالج کارپوهه، انډریاس کریګ، له غونډې وړاندې ویلي وو: "موږ د عرب-اسرایل او فلسطین-اسرایل د شخړې په یو مهم تاریخي پړاو کې یو... چیرته چې امریکا، د ټرمپ تر مشرۍ لاندې، داسې نوې واقعیتونه رامنځته کولی شي، چې بیرته راګرځول یې ناشوني وي"
یوې سعودي سرچینې، چې د اې ایف پي سره یې خبرې کړي، ویلي چې د غونډې ګډونوال به د غزې لپاره د ټرمپ د پلان په وړاندې د بیا رغونې د یوه متبادل پلان په اړه بحث وکړي.
د اسرایل او حماس ترمنځ د ۱۵ میاشتو له جګړې وروسته، د غزې پټۍ ډېره زیاته زیانمنه شوې ده. ملګرو ملتونو اټکل کړی چې د بیا رغونې لپاره به ۵۳ میلیارډ ډالره لګښت ولري.
د فبرورۍ په ۱۱مه واشنګټن کې، د ټرمپ سره د لیدو پر مهال، د اردن پاچا عبدالله دویم ویلي و چې مصر به د پرمختګ لپاره یو پلان وړاندې کړي.
د سعودي یوې سرچینې ویلي چې استازي به د "مصري پلان یوه نسخه" وڅېړي.
د سعودي رسمي خبري آژانس (ایس پي اې) ویلي چې په دې "غیر رسمي دوستانه غونډه" کې شوي پرېکړې به د مارچ په ۴ د مصر په عرب لیګ غونډه کې د بحث لپاره وړاندې شي.
د بیا رغونې لپاره مالي سرچینې
قاهرې تر اوسه پورې د خپل پلان جزیات نه دي خپاره کړي، خو د مصر پخواني ډیپلومات، محمد هیګزي، د "درېوؤ تر پنځوؤ کلونو" په موده کې د درېو مرحلو د پلان اټکل کړی.
هغه ویلي چې لومړۍ مرحله، چې ۶ میاشتې به دوام وکړي، د ملبې پاکولو او د لومړني بیارغونې کارونو ته ځانګړې شوې ده.
دویمه مرحله به د یوه نړیوال کنفرانس له لارې، د بیا رغونې او بنسټیزو خدماتو لپاره، تفصیلي پلان ترتیب کړي.
په درېیم پړاو کې به د استوګنې، خدماتو برابرولو او د "دوو دولتونو د حل" لپاره سیاسي عمل ترتیب شي.
یو عرب دیپلومات، چې د خلیجي چارو سره اشنا دی، ویلي: "د مصر د پلان تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې د دې مالي سرچینې به له کومه راځي؟"
"دا به بې مفهومه وي که عرب مشران پرته له دې چې یو ګډ نظر ته ورسېږي، غونډه وکړي. خو اصلي خبره د وژن د موادو اؤ په دې د عمل درامد صلاحیت کې رانغښتې ده"
کریګ ویلي"د سعودي عرب لپاره دا یو ځانګړی فرصت دی چې د ټرمپ له بیان وروسته، د خلیجي همکارۍ د شورا (جي سي سي) ټول غړي، مصر او اردن سره یو ځای، د دې خبرې لپاره یو ګډ دریځ ومومي"
(ددې رپورټ ځېنې معلومات د اې ایف پي څخه اخستل شوي)
Forum