د اوکراین په صدر ولادیمیر زلنسکي باندې د صدر ډانلډ ټرمپ له نیوکو وروسته غبرګونونه لا هم جاري دي. ټرمپ زلنسکي آمر بللی وو ځکه چې وایي د 2022م په فرورۍ کې د روس له یرغل راهیسې يې انتخابات نه دي کړي.
که څه هم روس لومړی پر اوکراین یرغل کړی وو خو صدر ټرمپ فرورۍ په 20مه د اوکراین په مشرانو د دې جګړې د پیلولو تور پورې کړ.
د پنجشنبې- زیارت په ورځ د اوکراین په اوډیسا او کیف ښارونو روس نوي بریدونه کړي. دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې یورپ د امریکا د صدر ډانالډ ټرمپ هغو دعوو ته غبرګون ښودلی، چې وایي د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي د جګړې پای ته رسولو هڅه نه ده کړې.
د برتانیې د دفاع وزیر جان هیلي وایي، "درې کاله مخکې یو هېواد بل هېواد په ناقانونه توګه ونیول او له هغه راهیسې اوکراینان د خپلې ازادۍ د پاره جګړه کوي".
د اوږدې مودې ځینې ایتلافیان دا د امریکې په امنیتي شراکتدارې کې بدلون ګڼي.
د فرانس د حکومت ویانده صوفي پریماس وایي، "يورپ په دې پوهېږي چې خپل امنیت نورو قدرتونو ته نه شي سپارلی. د فرانس حکومت د اوکراین ترڅنګ ولاړ دی چرته چې دوي د خپلې ازادۍ او د یورپ د امنیت د پاره مبارزه کوي".
د یوکراین په حقله د ټرمپ دعوو په کانګرس کې هم د خپل سیال ډېموکرېټ ګوند کلکې نیوکې راپارولې دي.
د ډیموکرېټ ګوند سنېټر کرېس کوونز وایي، "د صد ټرمپ لپاره چې د یو ډول اوربند یا مناسب او تلپاتې سولې ترلاسه کولو نه مخکې د انتخاباتو غوښتنه وکړي، دا د بریدګر او د مظلوم غلطه تشریح کوي. د روس صدر ولاديمیر پوټېن کله هم په ازادو او عادلانه انتخباتو کې نه دی منتخب شوی".
د رېپبلېکن ځینو قانون جوړونکو هم د هغو دعوو مخالفت کړی چې وایي اوکراین د روس سره جګړه پیل کړې ده، خو نورو په اوکراین کې د انتخاباتو کولو غوښتنه کې د صدر ټرمپ سره ملګرتیا ښودلی ده.
ریپبلکن سنېټر جوش هاولي وایي، "زمونږ صدر دا صحیح وایي چې د ډېرې مودې راهیسې دوی انتخابات نه دي کړي او په بنیادي توګه دوی د پوځي قانون لاندې ژوند کوي. دا ښه خبره نه ده. که څوک د جمهوریت د دفاع دعوې لري نو باید هغوي په دې عمل هم وکړي".
د روس پخواني صدر دیمیتري مېدوېدیو چې دا وخت د روس د امنیتي شورا مرستیال مشر هم دی په اېکس [پخواني ټوېټر] یې لیکلي، "که درې میاشتې مخکې تاسو ما ته ویلي وو چې دا د امریکې د صدر خبرې دي نو ما به په کړس کړس خندلي وای".
خو یو څېړونکي وي او ای ته ویلي چې په زلنسکي د ټرمپ نیوکې د یوکراین په حقله د روس د دروغو د دعوو ښکاره تکرارول دي.
د کونسل آن فارن رېلېشن یا د بهرنیو چارو د شورا څېړونکې ليانا فیکس وایي، "مونږ لره دې ته د ډانلډ ټرمپ د یو داسې ګام په توګه کتل پکار دي چې غواړي د اوکراین د صدر ولادیمیر زلنسکي قانوني حېثیت کمزوری کړي او په بدترین حالت کې داسې ده چې ټرمپ د روس د دریځ ملاتړ کوي".
زلنسکي د زیارت- پنجشنبې په ورځ په کیف کې د اوکراین د پاره د امریکې له استازي کیيت کېلوګ سره ولیدل خو د امریکې په غوښتنه ټاکلی شوې شریکه خبري غونډه یې وځنډوله.
یادونه:- دا د وي او اې د خبریالې کېترین جيپسن د ویډیو رپوټ ژباړه ده.
Forum