لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرین: په پاکستان کې د خانداني منصوبه بندۍ په دوایانو ټېکس د تشویش وړ  ګام دی


pakistan federal budget
pakistan federal budget

د مدني ټولنې تنظيمونو د حمل منع کولو یا د خانداني منصوبه بندۍ دپاره د عام استعمال په دوايانو د ۱۷ فيصد ټېکس په لګول کېدو اندېښمني څرګنده کړې او وايي چې د ټېکس له امله دا دویانې د عام ولس د وس نه بهر شوي او د دې اثر به نېغ په نېغه د ملک په ابادۍ او په خاصه توګه د ښځو په توليدي صحت غورځیږي.

د صحت ماهران وايي د عام استعمال څيزونه چې پکې د حمل منع کولو يا ودرولو دوايانې او د خانداني منصوبه بندۍ طريقې هم شاملې دي په دي چې د کال په سر کوم د دوه کروړه روپو ټېکس معافي وه حکومت هغه ختمه کړه.

په خېبر پښتونخوا کې په توليدي صحت او ابادۍ کار کوونکي ډاکټر رفعت عزيز وايي پکار ده چې حکومت د حمل منع کولو په دوايانو دغه ټېکس نه لګوي.

ډاکټر رفعت وايي دغه دوایانې د ښځو د توليدي صحت لپاره ډېرې ضروري دي. "زما په خيال په دې بېخي ټېکس نه دی پکار، پکار دا چې د ارزان شي او يا مخکې به چې څنګه دا دوايانې ويړیا ورکولی کېدلې هغه شان ويړيا ورکول پکار دي."

ډاکټر رفعت وايي د پاکستان ابادي زیاته ده، غربت یې زیات او وسایل یې کم دي."په دې سيمو کې خو بيخې په دې ټېکس نه دی پکار. داسې به د دې بېعې سېوا شي او خلک به يې استعمال نه شي کولی."

ماهرین وايي په پاکستان کې په شخصي شعبه کې څه ۵۳ فيصدي بې وزله او شته من د هرې طبقې خلک د وړو وړو دوکانونو نه د خانداني منصوبه بندۍ يا په ماشومانو کې د وقفې لپاره د حمل منع کولو دوايانې اخلي خو د يو اېن اېف پي ای يا د ملګري ملتونو د بهبود ابادۍ ادارې خېبر پښتونخوا کې نمائنده ډاکټر محمد رفيق وايي په دې دوايانو د نوی ټېکس لګېدو سره به د دې اثر په ډېرو خلکو پرېوځي.

ډاکټر محمد رفیق وايي د ټېکسونو سره د خانداني منصوبه بندۍ د دوایانو او طریقو قيمتونه به نور هم سېوا شي او خلک به یې نه اخلي او په نتیجه کې به یې په ابادۍ کې اضافه کېږي. "

او دا خبره هم ده چې څومره زيات ماشومان پېدا کيږي نو دومره خاندانونه په غربت کې پرېوځي او هم دومره د ماشومانو او مېندو صحت خرابيږي."

د صحت ماهران وايي پاکستان کې د خانداني منصوبه بندۍ دوايانو او طريقو باندې ټېکس لګېدو سره که يو خوا د ښځو توليدي صحت متاثره کېدېشي نو بل خوا د ښځو او ماشومانو د مرګ شرح هم سېوا کېدېشي. او هم داسې د ابادۍ زياتېدو سره به د پاکستان په وسيلو باندې هم بوج سېوا کيږي.


ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG