لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرین:پاکستان کې داقیلتي نجونو دمذهب بدلولو اؤ جبري ودونو مخینوي لپاره باید قانون جوړ کړی شي


د بشري حقونو غېر دولتي تنظيم اېچ ار سي پي پخوانۍ مشره او اوسنۍ غړې ذهزه يوسف ډيوه ته وايي که چيرې د 18 کالو څخه د کم عمر جينۍ د خپلې خوښې واده کوي نو په هغې د مور او پلار کردار لازم ګرځول پکار دي
د بشري حقونو غېر دولتي تنظيم اېچ ار سي پي پخوانۍ مشره او اوسنۍ غړې ذهزه يوسف ډيوه ته وايي که چيرې د 18 کالو څخه د کم عمر جينۍ د خپلې خوښې واده کوي نو په هغې د مور او پلار کردار لازم ګرځول پکار دي

پاکستان کې د بشري حقونو او دقانون ماهرينو په پاکستان کې د لږکیو د ټولنې جينکو په زوره د مذهب بدلون او د جبري ودونو په ستونزو د قابو موندلو لپاره د يو مضبوط قانون جوړولو غوښتنه کړې ده.

دوي وایي د اقليتي جينکو په زوره د مذهب دبدلون زياتره قضيې د رضا مندۍ له کبله پېچلې کېږي او تر اوسه ددې ستونزې حل نه موندل کيدل انتظامي ناکامي ده.

دا خبره د قانون او بشري حقونو کارمندانو اسلام اباد کې د سنټر فار لا اېنډ جسټس لخوا را جوړې کړي يوې قامي مباحثې کې کړې ده.

ورځپاڼه ډان وايي د سنټر فار لا اېنډ جسټ لخوا دې قامي مباحثه کې دا خبره هم په ګوته کړی شوې چې د هېواد عدالتونه د لږکيو سره د تړاؤ لرونکو جينکو په جبري توګه د مذهب بدلولو، په زور د ودونو په ستونزو قابو موندلو کې تر اوسه پورې ناکامه دي.

ورځپاڼه لیکي چې په دې مباحثه کې په دې خبره هم موافقه شوې چې غېر مسلمو پاکستاني وګړو ته ورپېښې ستونزې د يو پياوړي قانوني تحفظ د لارې هوارېدی شي او ګډون والو ټينګار کړی چې د غېر مسلمو جينکو په جبري توګه د مذهب بدلولو په قضيو کې د بشري حقونو تر ټولو بنيادي سرغړونه د هغوى د کم عمرۍ ودونه دي.

د لږکيو د حقونو فعال او د سنټر فار سوشل جسٹس نومې غېر دولتي تنظيم مشر پيټر جېکب ډيوه ته وايي دا ستونزه د انصاف د نظام او رواج سره اړه لري.

هغه وايي زموږ په هېواد کې د جنسي غلامۍ رواج له مودو عام دی او دا په حقیقت کې په جبري توګه د ودونو او مذهب د بدلون په نامه یا پلمه د لږکيو د جنسي غلامۍ ودرولو ستونزه ده او ددې لپاره باید چې قوانین جوړ کړی شي.

يادې مباحثې ته دمذهبونو ترمنځ د همغږۍ لپاره د وزیراعظم سلا کار مولانا طاهر اشرفي هغه شمیرې او دعوې ناسمې ګرځولې دي چې وايي په پاکستان کې هرکال د زرو څخه زياتې اقليتي انجونې په زوره خپل مذهب بدلولو ته اړ کولی شي.

هغه وايي په اسلام کي په جبري توګه نه خو د مذهب د بدلون او نه په زوره د ودونو تصور شته.

نوموړی وايي دا انتظامي او د رواج مسله ده او د مذهب تر شا پټولی شي.

ورځپاڼه ډان ددې مباحثې د برخه والې د قانون او انصاف د پارليماني چارو د سکرټرې مهناز اکبر د قوله لیکي چې د کم عمرۍ په ودونو د قانوني تحفظ د لارې قابو موندل کېدای شي.

د بشري او لږکیو د حقونو فعال کپل ديو ډيوه سره خبرو کې د مېرمن مهناز اکبر د تجويز سره اتفاق کوي او وايي که په جبري توګه د لږکيو د مذهب بدلون او په زوره د ودونو مخنيوي لپاره قانون جوړ شي نو دا مغالطه به له سره ختمه شي چې ګنۍ هندوانې جينکۍ د مسلمانانو هلکانو سره په خپله خوښه ودونه کوي او بيا خپل مذهب بدلوي.

د بشري حقونو غېر دولتي تنظيم اېچ ار سي پي پخوانۍ مشره او اوسنۍ غړې ذهزه يوسف ډيوه ته وايي که چيرې د 18 کالو څخه د کم عمر جينۍ د خپلې خوښې واده کوي نو په هغې د مور او پلار کردار لازم ګرځول پکار دي.

مېرمن ذهره يوسف وايي که څه هم په پاکستان کې د مذهبي لږکیو سره د تړاو لرونکو جينکو د جبري مذهب بدلون او ودونو په شمېرو پوښتنې اوچتېدی شي او د شمېرو کره والی لانجمن کېدی شي خو اصل خبره دا ده چې په سیند صوبه کې په لويه شمېره کې د هندوانو جينکو په زوره مذهب بدلول کېږي او ودېږي.

د سنټر فار لا اېنډ جسټس کنوينره ميري ګل دې مباحثې ته خپله وینا کې ویلي چې په لويه شمېره کې هندو او عيسايي جينکۍ په زوره واده کړی شوې دي او مذهب یې بدل کړې شوی دی.

د سنټر فار لا اېنډ جسټس دې قامي مباحثه کې ګډون کونکو ویلي په پاکستان کې د کم عمر د ودونو په اړه دا دوه برغ قوانین راېج دي. د هېواد په نورو برخو کې د جينکو د واده لپاره د عمر لږترلږه حد 16 کاله او سیند صوبه کې دا حد 18 کاله ټاکل شوی دی او باید چې عدالتونه په دې قوانینو عمل کول باوري کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG