لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا زميندار: وروستيو بارانونو، ږلۍ او طوفانونو یې فصلونه او د مېوو باغونه تباه کړي


په خېبرپښتونخوا کې د افتونو په وخت د انتظام او مرستو ادارې وي او اې ډيوه ته ويلي، چې په څلورمه مې د خېبرپښتونخوا مردان او مومندو کې د بارانونو او ږلۍ او طوفانو په مهال ورته د 69 ګډو بيزو د مړه کېدو، يو کور په مکمله توګه تباه کېدو او درېو ته تاوان اوښتو رپورټ ترلاسه شوی دی
په خېبرپښتونخوا کې د افتونو په وخت د انتظام او مرستو ادارې وي او اې ډيوه ته ويلي، چې په څلورمه مې د خېبرپښتونخوا مردان او مومندو کې د بارانونو او ږلۍ او طوفانو په مهال ورته د 69 ګډو بيزو د مړه کېدو، يو کور په مکمله توګه تباه کېدو او درېو ته تاوان اوښتو رپورټ ترلاسه شوی دی

د خېبرپښتونخوا صوبې د زميندارو/ کرونده ګرو اتحاديه وايي، په صوبه کې وروستيو بارانونو، ږلۍ او طوفانونو یې د غنمو فصل، تماکو او د مېوو باغونه تباه کړي او ډېر څاروي یې مړه کړي دي.

د خېبرپښتونخوا د اتحاد کاشکار وياند لياقت يوسفزی وايي، وروستيو بارانونو د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو کې د ټانک او ډېره اسماعيل او وزيرستان پورې بارانونو او ږلۍ د غنمو فصل ته سخت تاوانونه اړولي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، په مومندو کې بارانونو او سېلابونو پياز، غنم او تېل داره فصلونه سخت اغېزمن کړي. د چارسدې د ابازو د امونو خصوصي باغونه، او په ډېرو علاقو کې غنم او تماکو بارانونو او ږلۍ تباه کړي دي.

يوسفزي زياته کړه په مردان کې په مختلفو علاقو کې د تماکو، غنمو، مېوو، تېل داره اجناسو او مېوو سبزيانو باغونو ته ډېر تاوان اوښتی دی. د باجوړ د غنمو فصلونه ږلۍ تباه کړي دي. په سوات کې د شلتالانو او نورو مېوو باغونو ته ږلۍ سخت تاوانونه اړولي دي.

هغه وویل د بونېر په مختلفو علاقو کې هم ږلۍ شوې او تاوانونه یې اړولي دي او د صوابۍ په ډېرو علاقو کې او مانسهرې پورې کې غنم، تماکو او ډېر فصلونه تباه شوي دي.

د لياقت يوسفزي په خبره، په مختلفو علاقو کې چې کوم تاوانونه شوي او کومې علاقې چې ږلۍ وهلي نو هلته زميندار مکمل تباه شوي او په اربونو روپو تاوان ورته اوښتی دی. هغه وويل د موسمیاتي بدلون سره دا لومړی ځل دی چې زياته ږلۍ او بې وخته بارانونه وشو، سخت تاوانونه یې واړول.

د زمیندارو سره د حکومتي مرستو په اړه نوموړي وویل، تراوسه پورې د حکومت لخوا په مختلفو وختونو کې د قدرتي افتونو په وخت اعلانونه او سروی شوي خو تش اعلانونه کيږي او که د ماليې معاف کولو وعدې ورسره شوي هغه ترې هم بيا وروسته اخستل شوي او يواځې تېر کال د سېلابونو په مهال چې کومې نړیوالې مرستې پاکستان ته راغلې وې په هغې کې څه نا څه د تخمونو په شکل کې مرستې شوي نورې د چا سره نه مرستې شوي او نه کیږي.

په خېبرپښتونخوا کې د افتونو په وخت د انتظام او مرستو ادارې وي او اې ډيوه سره په شريکو کړو معلوماتو کې ويلي، چې په څلورمه مې د خېبرپښتونخوا مردان او مومندو کې د بارانونو او ږلۍ او طوفانو په مهال ورته د 69 ګډو بيزو د مړه کېدو، يو کور په مکمله توګه تباه کېدو او درېو ته تاوان اوښتو رپورټ ترلاسه شوی دی.

پي ډي اېم اې ويلي په 565 کناله ځمکه ورته فصلونو ته د تاوانونو اوښتو تفصيل ترلاسه شوی دی.

ادارې ويلي د اوختو تاوانونو په اړوند نور معلومات رايو ځای کوي.

په خېبرپښتونخوا کې د نګران حکومت د اطلاعاتو وزير بېرسټر فېروز جمال کاکاخېل وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، دوی ته خبر ترلاسه شوی چې په ملاکنډ کې بارانونو او ږلۍ تاوانونه اړولي دوی پرې خبر دي او د ضلعو انتظاميو ته یې لارښوونه کړې چې څومره تاوانونه شوي د هغې رپورټ صوبايي حکومت ته جمع کړي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، دوی ته تراوسه پورې کره شمېرې نه دي ترلاسه شوي چې د چا څومره تاوان شوی، خو که د چا کوټه غورځېدلي وي، د چا څاروی مړ وي او د چا څومره فصلونه تباه شوي د هغې په حساب ورسره بيا مرستې کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG