جرمني کې د فریډرک مرز په مشرۍ زاړه پالې، قدامت خوښې [کرسچن ډېموکرېټک يونين، سي ډي یو] ډلې انتخابات ګټلي، او بله افراطي ښي اړخه [الټرنېټيو فار جرمني، اې ایف ډي] دویم ګوند ګرځېدلی چې زياتې څوکۍ يې ګټلي دي.
د ښي اړخه اپوزيشن مشر فريډرک مرز ګوند سي ډي یو د 630 غړو په اېوان کې 208 څوکۍ ترلاسه کړي او بلې افراطي ښي اړخې اې ايف ډي 152 څوکۍ ګټلي دي.
د جرمن چانسلر اولاف شولز ګوند سوشل ډېموکرېټک، اېس ډي پي 120 او سياسي اتحاد ګرينز 85 څوکۍ ګټلي دي.
د فري ډېموکرېټس ګوند چې د حکومت څخه جلا کېدو له سببه یې، د جرمني انتخابات د وخت نه مخکې شوي، په انتخاباتو کې یې پينځه فيصده رای ترلاسه کړي او په ايوان کې ورته يوه څوکۍ نه ده ترلاسه شوې.
د جرمني [لفټ ګوند] 64 څوکۍ ګټلي دي، دغه ډول د کين اړخو اتحاد د پينځو فيصدو نه هم کمې رای اخستي او وروسته پاتې شوې ده.
په جرمني کې په انتخابي کمپېن کې اقتصاد او د کډوالو دغه هيواد ته ورتګ او ورسره اړونده موضوعات په سر کې پاتې شوي، فريډرک مرز هم په وروستیو کې په دغه اړه د کلکو ګامونو اخستو ټينګار کړی وو.
جرمني کې په داسې وخت کې انتخابات ترسره شوي، چې د يورپ د امریکې سره اړیکې د غير يقيني حالاتو سره مخ دي، او د اوکراين د جګړې په اړه اندېښنې موجودې دي.
د جرمني د انتخاباتو چارواکو ويلي، د فريډرک مرز ګوند او د سېنټر لفټ ګوند ته ترلاسه شوو څوکيو وروسته دوی دواړه د حکومت جوړولو جوګه شوي دي.
د پوهانو په وينا، د نتيجو مخې ته راتلو وروسته د فريډرک مرز دپاره د جرمني د چانسلر جوړېدو ښه موقع ده.
د نتیجو مخې ته راتلو وروسته مرز په يو بیان کې ويلي، هغه به زر حکومت جوړ کړي.
نوموړي په انتخاباتو کې په دويم نمبر راتلونکي ګوند اې ايف ډي سره د اتحاد کولو امکان رد کړی دی.
د نوي چانسلر جوړېدو پورې به اولاف شولز د چانسلر په څوکۍ ناست وي، د هغه ګوند په انتخاباتو کې په درېم نمبر راغلی دی.
اې ايف ډي په خپله کاميابۍ خوشالۍ کوي او وايي راتلونکو انتخاباتو کې به تر ټولو غټ ګوند وګرځي.
دا ګوند 12 وړاندې جوړ شوی او سياسي قوت جوړ شوی دی، خو تراوسه پورې په کوم رياست يا مرکز کې د حکومت برخه نه دی پاتې شوی.
نور ګوندونه د اې ايف ډي سره د اتحاد نه ډډه کوي.
د جرمني په تېر پارلیمان کې د غړو شمېره 736 وه د کومو ټاکنه چې په 2021 کې شوې وه، خو وروسته قانون سازي شوې او دا څوکۍ 630 ته راوستل شوي دي.
اوسني انتخابات د خپل وخت نه اووه میاشتې مخکې وشو.
تېر کال د نومبر په میاشت کې د اولاف شولز په مشرۍ جوړ حکومت اتحاد مات شوی او د څلور کلنۍ مودې په درېيم کال د شخړو سره مخ شوی.
جرمنی د يورپي يونين د 27 هيوادونو د جملې څخه دی او تر ټولو زياته ابادي لري، دغه هیواد د نېټو مهم غړی هم دی.
اوکراين ته په جګړه کې د امریکې وروسته تر ټولو زياته وسله جرمني ورکوي.
پوهان وايي، يورپ ورپېښو چېلنجونو کې به راتلونکي وخت کې د جرمني مهم رول وي، چې پکې د امریکې سره خارجه او تجارتي پاليسي هم شامله ده.
د دې خبر معلومات د اې پي څخه اخستل شوي
Forum