د امریکې د دفاع وزیر پيټ هېګسېت د پوځ د یو اعلا چارواکي د برطرف کولو د صدر ډانلډ ټرمپ د فېصلې دفاع کړې او ويې ویل په داسې حال کې چې په دفاع وزارت کې چارواکي ګوښه کولی شي د پوځي افسر لرې کېدل څه غېر معمولي کار نه دی او امکان دی چې نورې برطرفۍ هم وکړی شي.
هېګسېت د اتوار، یکشنبې، په ورځ د فاکس ټېلې وېژن فاکس نیوز سنډی پروګرام کې وویل د جواېنټ چیفس اف سټاف د عهدې څخه د هوايي پوځ د جنرل سي کیو براون جونیر لرې کېدل څه بې مثاله خبره نه ده.
هېګسېت وویل صدر د قومي سلامتیا دپاره د خپل ټیم د غور کولو واک اختیار لري. جنرل براون د جمعې په ورځ د عهدې څخه لرې کړی شو.
هېګسېت ګڼ شمېر مخکنیو صدرانو پوځي افسران د دندو څخه لرې کړي او د پخواني صدر براک اوبامه په سلګونو پوځي افسران لري کړي وو.
اوباما د صدارت د وړمبۍ دورې په څو میاشتو کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو کمانډر جنرل ډېوېډ مېک کېیرمېن د چوکۍ نه لرې کړی و.
صدر ټرمپ به د صدارتي کېمپېن په مهال ویل چې پوځ به د ووک یا د سماجي نظریاتو نه پاکوي د پوځ لوړ رتبه افسران به لري کوي.
ټرمپ او هېګسېت دا خبره واضحه کړې چې هغه پوځي افسران به لري کوي چې د پوځ په صفونو کې يې د تنوع،
مساوات او د ټول شمولیت ملاتړ کړی دی. حکومت وايي دا ګام به جنګي طاقت په حېث پوځ نور هم مضبوط کړي.
بروان دویم تورپوستي جنرل و چې د جواینټ چیفس اف سټاف چېیرمېن ګمارل شوی و. هغه په دې عهده ۱۶ میاشتې خدمات ترسره کړل او په دې مهال په یوکرېن او په منځني ختیځ کې جنګونه جاري وو. ټرمپ په ۲۰۲۰ کې براون د هوايي پوځ د مشرۍ دپاره نامزد کړی و.
ټرمپ غواړي چې د براون په ځای د هوايي پوځ لېفټينېنټ جنرل ډېن رېزېن کېن تعینات کړي. هغه د ډسمبر په میاشت کې رېټایر شوی دی او دا لا نه ده معلومه چې هغه بیرته پوځ ته د رابللو دپاره به حکومت څه طریقه کار خپلوي خو د تقررۍ منظوري به يې سېنېټ ورکوي.
هېګسېت وویل د جمعې په ورځ د برطرفۍ نه شپږ د دریو او د څلورو ستورو جرنېلان متاثر شوي دي او د دې خبرې عکاسي کوي چې د قومي سلامتیا دپاره خپله تکلاره عملي کولو دپاره صدر د ځان سره صحیح کسان ساتل غواړي.
هېګسېت براون عزتداره تن وبللو خو ويې ويل هغه د دې وخت دپاره سم تن نه دی.
په کال ۲۰۲۰ کې د تورپوستي جورج فلواېډ د وژنې وروسته براون په یو وډیو پېغام کې د هوايي پوځ د تورپوستي پایلټ په حېث د خپلې تجربې ذکر وکړو چې په سبب يې هغه په پوځ کې د ټول شمولیت په ضد د ټرمپ د تګلارې هدف شو.
هېګسېت د کېن په اړه وویل ټرمپ د داسې رهبرانو احترام کوي چې په خطرناکه نړۍ کې د جنګیالانو لاس ازاد ساتي.
د فاکس ټېلې وېژن په مرکه کې د هېګسېت نه پوښتنه وشوه چې چارواکي داسې فهرستونه تیاروي چې په ممکنه توګه د دفاع وزارت نور افسران د دندو څخه لرې کړي، نو د دفاع وزیر وویل داسې څه فهرستونه خو نشته خو د نورو برطرفو امکان یې څرګند کړو.
هېګسېت وویل کوم افسران چې د ټرمپ قانوني احکامات نه مني نو دروازه به ورته ښودل کېږي.
د ټرمپ د صدرات په دویمه دروه کې وفاقي حکومت حجم د کمولو او فعالیت د بهتر کولو دپاره د ډپارټمنټ اف ګومنت افېشېنسي یا ډوژ نومې تحریک شروع کړی شوی دی چې مشري يې ارب پتي سرمایه دار ایلان مسک کوي.
د دې تحریک دلاندې د بهرني امداد دپاره د امریکې د حکومتي ادارې یواېس اېجنسي فار انټرنېشنل ډوېلپمنټ یا یواېس ای ايي ډي په امریکا کې ۲۰۰۰ کارکوونکي برطرف کړی شوي دي.
د جمعې په ورځ یو وفاقي جج حکومت ته اجازت ورکړو چې په امریکا کې دننه او د هېواد نه بهر د یواېس ای ايي ډي کارکوونکي د دندې نه لرې کولی شي. د ادارې ملازمینو عدالت ته خواست کړی و چې د حکومت تګلاره دې په عارضي ډول په ځنډ کې وساتي.
Forum