لاس رسیدونکی لینک

 
د هاوس سپیکر د بجټ پاس کولو لپاره د کافي ریپبلکن غړو رایې ترلاسه کړي
تازه خبر

د هاوس سپیکر د بجټ پاس کولو لپاره د کافي ریپبلکن غړو رایې ترلاسه کړي


د امریکې د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز/ استازو جرګې سپیکر مایک جانسن د نهې/ سه شنبې په شپه د بجټ پریکړه لیک پاس کولو لپاره د ریپبلکن غړو کافي رایې ترلاسه کړی. او د ۲۱۵ په مقابله کې یي ۲۱۷ رایې اخیستي او د بجټ قرارداد یي منظور کړی.

د نهې یا سه شنبې ناوخته د حکومت جزوي بندیدل/شټ ډاون په زیاتیدونکي ډول څرګندیدو ځکه چې د امریکا د کانګرس سپیکر مایک جانسن د لګښتونو بل منظور کولو لپاره هر ریپبلکن غړي رایه ترلاسه کولو د پاره کار کوو.

د ډېر کم اکثریت له امله، جانسن نشوه کولې چې یوه رایه هم له لاسه ورکړي.

جانسن د نهې په ورځ خبریالانو ته وویل، ” مونږ ژمنه کړې وه چې د صدر ټرمپ ټوله اېجندا به پوره کوو، یوازې یوه برخه نه، او نه دا چې یوازې لږه برخه به یي اوس وکړو او پاتې به بیا وروسته“.

خو د کانګرس یو شمېر ریپبلکن غړي لا هم د لګښتونو د اندازې، د ۲۰۱۷ د ټیکسونو د کموالي د تجویز شوې منصوبې د نافذ کولو په وخت او طریقه کار ، او د امریکا د قرض کمولو د لارو چارو په اړه اندېښنه لري، او غواړي چې د رایه ورکوونکو لپاره مهم خدمات هم بند نه شي.

خو د سېنټ مشران یي وړاندیز کوي چې د ټیکس کمښت دې، دې کال کې د یوه جلا قانون په توګه وروسته تصویب شي.

هم په دې اړه ښاغلي جانسن وویل، ”نه یوازې دا چې مونږ د امریکا د ټیکس ورکوونکو لپاره د بچت د پاره کار کوو، چې د دوي ډالر په ښه طریقه استعمال کړو بلکې مونږ اخلاقي مسؤولیت لرو چې د پور د زیاتوالي مخه هم ونیسو“.

صدر ډونالډ ټرمپ له قانون جوړونکو غوښتي چې ”یوه لویه، ښکلې بل پاس کړئ،. کومه چې د هغه د کورنۍ پالیسۍ د اېجنډې د نافذ کولو یوه مهمه برخه ده“.

سره له دې چې صدر ټرمپ د کانګرس د بودیجې د طرحې ملاتړ کړی خو سېنټ د جمعې په ورځ یوه بله مالي طرحه مظور کړې چې ۱۵۰ بلینه ډالره د پوځ لپاره او ۱۷۵ بلینه ډالره د سرحدي امنیت لپاره ورکوي. دغه طرحه همدارنګه د هاوس اف رپریزنټیټو/ د استازو جرګې د وړاندې شوې ویژن د جنجالي میډیکیډ کمښتونه هم له منځه وړي.

د استازو جرګې ریپبلکن غړي ټوني ګونزالېز د اوو نورو ریپبلکن غړو په مشرۍ خبرداری ورکړی چې د روغتیایي خدماتو، د خوراک د مرستو بجټ او نورو بشري پروګرامونو کمښت به سختې نتیجې ولري.

دغو قانون سازانو تېرا اونۍ ښاغلي جانسن ته په یوه لیک کې ویلي وو، ”د میډیکیډ کمول به سختې پایلې ولري، په ځانګړي ډول په کلیوالو او اکثرا هسپانوي مېشتو سیمو کې، چې چرته هسپتالونه او د نرسنګ هومز د مخکې نه ستونزو سره مخ دي“.

د استازو جرګې ریپبلکن غړي توماس مایسي، چې د کنزویټو فریډم کاکس غړی دی، ویلي چې هغه به د بجټ د دې تجویز شوې نسخې په ضد رایه ورکړي. خو لا ډیرو ریپبلکن غړو د رایه ورکولو په اړه څه نه دي ویلي.

صدر ټرمپ تېرې اونۍ په ټروټ سوشل رسنۍ باندې خپل پوسټ کې لیکلي و چې ”استازو جرګه او سېنټ یو له بل سره د یو نه ماتېدونکي ټیم په طرز کار کوي، خو د لینډسي ګراهم د طرحې برعکس، د استازو جرګې طرحه زما د امریکا لومړۍ اېجنډا په بشپړ ډول عملي کوي، ټول شیان، نه چې یوازې یو څو برخې“.

خو که قانون جوړونکي د مارچ تر ۱۴مې کومې موافقې ته ونه رسېږي، نو په جزوي توګه به حکومت تړل وي، چې له امله به یې میلیونونه مرکزي یا فیډرل کارکوونکي به د لنډ مهاله بې تنخوا پاتې شي، او ځینې غیر ضروري حکومتي خدمات به هم ودرول شي.

د سېنټ د اکثریت مشر جان تهون د بل لنډ مهاله بل امکان رد نه کړو، او وایي چې دې سره به قانون جوړونکو ته د لا ډېرو خبرو اترو لپاره وخت ورکړل شي.

خو د سېنټ ډیموکرټ مشر چک شومر دا رایه لومړی ګام وباله چې د رایه ورکوونکو متاثره کولو ته لاره هواروي.

ښاغلي شومر د نهې/سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، ”هیڅ شک مه کوئ، دا به له زړو خلکو، ماشومانو، معذورانو خلکو نه به مالي کومک واخلي، او څو مالدار به نور هم مالداره شي. دا ناسم کار دی. مونږ به هر هغه وسیله وکاروو چې زمونږ په اختیار کې وي، د خپلو رایه ورکوونکو اندېښنې به پورته کړو، له دوی سره به یوځای شو او دا ارب پتیانو لپاره د ټیکس کمول به ودروو“.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG