لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نيوزي لېنډ او سري لنکا نننۍ سيالي د پاکستان دپاره څومره مهمه ده او آیا افغانستان اوس هم مخکې تلی شي؟


د سري لنکا کپتان کسال مېنډېس او د نیوزي لېنډ کپتان کېن وېلیمسن یو بل ته لاس ورکوي
د سري لنکا کپتان کسال مېنډېس او د نیوزي لېنډ کپتان کېن وېلیمسن یو بل ته لاس ورکوي

د کرکټ د نړیوال کپ په روانو سياليو کې نن د نيوزي لېنډ او سري لنکا سيالي که هر څو د پاکستان دپاره مهمه ده نو د افغان لوبډلې سره اوس هم موقع شته چې سيمې فاينل ته ورسي.

د کرکټ د پوهانو په خبره که څه هم د افغان لوبډلې د اسټريليا نه په ماتې خوړو پاکستان ته د مخکې تلو لاره جوړه شوې خو د پاکستان سيمې فاينل ته رسېدل لا اسان نه دي.

د پاکستان دپاره د نيوزي لېنډ او سري لنکا سیالي ولې مهمه ده؟

ځکه، که د نيوزي لېنډ لوبډله نننۍ سيالي د باران له امله نه وشوه، کومه چې دا وخت شورو شوې او باران نشته، خو که بيا هم نيوزي لېنډ لوبه بايلي نو پاکستان ته به د انګلېنډ نه بيا هم سیالي ګټل وي.

خو که نيوزي لېنډ نننۍ سيالي ګټي نو پاکستان ته بيا د انګلېنډ نه په ډېرو رنزونو سیالي ګټل وي.

د افغانستان لوبډله

د کرکټ کار پوهه فهيم پټېل وايي، د افغانستان سيمې فاينل ته رسېدو پوره امکان اوس هم شته.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل، "افغانستان داسې سیمې فاینل ته رسېدی شي، که نننۍ د نيوزي لېنډ او سري لنکا سيالي چرته د باران ښکار کیږي نو د نيوزي لېنډ پواينټونه به نهه شي، او که بيا انګلېنډ پاکستان ته ماتې ورکړي نو د پاکستان پواينټونه به اته پاتې شي، او بيا که افغان لوبډله جنوبي افريقې ته ماتې ورکړه نو سیمې فاينل ته به ورسي، يو صورت دا دی".

هغه زیاته کړه، "بل صورت دا دی چې، نيوزي لېنډ سري لنکا ته ماتې ورکړي، پاکستان انګلېنډ ته ماتې ورکړي او افغانستان جنوبي افريقې ته ماتې ورکړی، بيا هم د افغانستان سره په هغه صورت کې موقع شته چې افغان لوبډله جنوبي افريقې ته په څومره ډېرو رنزونو ماتې ورکوي".

د فهيم پټېل په خبره، په 11م نومبر د پاکستان او انګلېنډ سيالي ده نو د هغې پورې د دې ټولو لوبډلو امکانات شته، خو که چرته نيوزي لېنډ او افغانستان خپلې لوبې بایلي، نو پاکستان بيا په اسانه سیمې فاينل ته رسېدی شي.

سیمې فاينل ته د افغان لوبډلې اسانه رسايي

فهيم پټېل وايي، "که نننۍ سيالي سري لنکا ګټي نيوزي لېنډ ماتې خوري، بيا انګلېنډ پاکستان ته ماتې ورکړي او بيا افغانستان جنوبي افريقې ته ماتې ورکړي، نو بيا افغان لوبډله په اسانه سيمې فاينل ته رسېدی شي".

د افغانستان راتلونکې سیالي سبا د جمعې په ورځ لسم نومبر د جنوبي افريقې سره ټاکل شوې ده، او پاکستان به د خالي/ شنبې په ورځ د انګلېنډ سره مخامخ کيږي.

دا وخت د ترسره شوو سياليو د پواينټونو په ټېبل د هند لوبډله په سر کې ده، اته سيالۍ يې کړي او اته سره یې ګټلي دي، جنوبي افريقې او اسټریليا په اتو، اتو سياليو کې شپږ، شپږ ګټلي دي.

افغانستان، پاکستان او نيوزي لېنډ په اتو، اتو لوبو کې څلور، څلور ګټلي او څلورو، څلورو کې د ماتې سره مخ شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG