لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي:دمذهب دنوم نه وروسته اوس عمران خان خپل اقتدار بچ کولو لپاره دامریکې نوم استعمالوي


څيړونکي وايي په پاکستان کې چې کله هم په سياست کې اړې ګړې جوړ شي نو ځینې سياسي ګوندونه د مذهب او د امريکي ضد کارډ استعمالوي،

دڅيړونکو په وېنا موجوده وخت کې وزیراعظم عمران خان د مذهب نوم هم استعمال کړو او اوس د امريکې نه د حکومت د ختمېدو دسازش په نوم د امريکې کارډ کاروي ترڅو دخلکو جذبات راوپاروي۔

دا په داسې حال کې ده چې امريکې د پاکستان د وزيراعظم عمران خان دا تور رد کړي چې ګنې امریکا د عمران خان د حکومت پرضد ده او د څوکۍ نه دهغه دلرې کولو سازش کوي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان په 31م مارچ قام ته په وینا کې د هغه لیک يادؤنه کړې وه د کوم په اړه چې نوموړي د 27م مارچ په ماښام په اسلام اباد کې د خپل ګوند د پلويانو راجوړې غټې جلسې ته ويلي وؤ.

عمران خان ويلي وؤ، د هغه د حکومت پرضد د بهرني سازش ډېرې خبرې دي او په مناسب وخت به يې مخې ته راوړي.

په بله شپه عمران خان خپله وېنا کې د ياد لیک د ذکر کولو په وخت وويل "مونږ ته په اتم يا د هغې نه وړاندې په اووم مارچ د امریکې نه(بیا یې وویل ) نا نا د امریکې نه ، د بهرني يو ملک نه، مطلب د بهر يو ملک نه پېغام راځي"

هغه ویلي وؤ دغه پېغام د وزیراعظم پرضد دی خو دا د قوم پرضد دی.

دعمران خان په وینا "دغه پېغام کې ښکاره ويل شوي دي، او هغو ته د وړاندې نه مالومه وه چې اپوزيشن د عدم اعتماد تحریک راوړي، د دې مطلب دا دی چې د وړاندې نه د دوی د بهر خلکو سره رابطې وې"

خو څيړونکي وايي عمران خان دا خبرې ځکه کوي چې د اپوزيشن دباؤ پرې زيات شوی، د بې باورۍ دتحريک رايي به پرې کيږي او ښکاري چې د اسټېبلشمنټ ملاتړ يې هم بېللی دی۔

دسیاسي چارو ماهر اؤ‌ دپېښور پوهنتون استاذ ډاکټر عرفان اشرف وايي په دې کې د امريکې د سازش دومره کار نشته څومره چې د عمران خان د کارکردګۍ اثرات دي ۔

"عمران خان پخپله وايي چې اسټیبلشمنټ نه غواړي چې حکومت کې پاتې شي نو بيا خو سازش هغه خلک کوي چې دی یې حکومت کې راوستی دی"

دهغه په وینا "دا کشاله هله شروع شوه چې د استخباراتي ادارې د مشر جنرل فېض حميد ټرانسفر وشو او عمران خان په هغې لاس ليک نه کوو،نو دغې نه پس بيا ډيره په ډاګه شوه چې د عمران خان د پوځ سره تعلقات خراب شو او حکومت به يې ډيره موده پاتې نه شي"

نوموړي زياته کړه دې ټول سياسي صورتحال کې د امريکي لاس نه ښکاري او د هغه خلکو لاس پکې ښکاري چا چې دی حکومت کې راوستی ؤ۔

په عمران خان مخالف سياسي ګوندونه تورونه لګوي چې دپوځ په مرسته حکومت ته راغلی دی او پخپلو جلسو کې عمران خان ته سلېکټډ يا خوښ کړی شوی وزير اعٖظم وايي۔

عمران خان د مخالفو سياسي ګوندونو تورونه ردوي او وايي د کال ۲۰۱۸م ټاکني بغېر د کومې درغلۍ شوې وې.

په عبدالولي خان پوهنتون کې استاذ ډاکټر سهېل احمد ډيوه ته وويل دوي چې د پوځي مشرانو او سياستدانانو کوم کتابونه لوستي هغې کې ځينو کې داسې ليکل شوي وي چې ګنې دکوم حکومت خلاف امريکه سازش کړی دی خو په موجوده سياسي صورتحال کې داسې نه ښکاري، ټول سياسي اړی ګړی د عمران خان د غلطو پالسيو له وجې ښکاري.

"مذهبي ګوندونه د امريکې په نوم ووټ اخلي، د امريکي خلاف د خلکو جذبات راپورته کړي او ووټ واخلي۔ دغسې د عمران خان د کارکن هم سياسي روزنه نه ده شوې او چې څه ورته عمران خان وايي هم هغه ورته سم ښکاري"

څيړونکی او خبريال شاه رضا شاه وايي موجوده حکومت عام اولس ته هیڅ ګټې ورنه کړل شوه، پاکستان په نړۍ کې یوازې شو اؤ عمران خان يو داسې سړی دی چې د خپل حکومت د پاره هر يو کارډ استعمالوي.

"اوس په اخر کې هغه ته چا ويلي چې د ځان نه بوټو جوړ کړه نو اوس لګيا دی د امريکې کارډ استعمالوي او دا هغه د خپلې بقا د پاره د امريکي خلاف اوازونه پورته کوي"

تیره ورځ د سپينې ماڼۍ ویاندې نه د عمران خان له دعوې روسته پوښتنه شوې وه چې د پاکستان وزیراعظم په امریکا تور لګولی چې امریکا د هغه مخالفينو سره په ګډه هغه له واکه لرې کول غواړي، سپينه ماڼۍ پرې څه وايي؟هغې په ځواب کې دومره ویلي وؤ "دغه تور هيڅ حقیقت نه لري"

او د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت د وياند نېډ پرايس نه هم دغه پوښتنه شوې او هغه هم ورته ځواب ویلی ؤ چې"مونږ پاکستان کې پرمختګونه د نزدې نه څارو، مونږ ورته احترام لرو، مونږ د پاکستان د اييني عمل او قانون د عملدارۍ ملاتړ کوؤ. خو که ددغو تورونو خبره کوؤ، دا حقيقت نه لري"

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG